جنرال رازق: طالبانو جګړه ییز تکتیکونه بدل کړي

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۵۶ ب.ظ -
د هوايي بریدونو په ډېرېدو سره طالب وسله والو هم د جګړې تکتیکونه بدل کړي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، طالبان غواړي د هېواد د لویو لارو په تړلو سره ځينې ولسوالۍ سقوط کړي. هغه وايي ډېر ژر به د کندهار – هرات پر لویه لاره پراخ عملیات پیل کړي. د افغانستان لپاره د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې جګړه ییزه ستراتيژي کې پر هوايي بریدونو ډېر تمرکز شوی.
خو داسي ښکاري چې د جګړې بل لوری، طالب وسله والو هم خپله جګړه ییزه ستراتيژي بدله کړې او له نویو جګړه ییزو تکتیکونو ګټه اخلي.  
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، وسله وال غواړي، د کندهار – هرات لویي لارې په تړلو سره ځيني ولسوالۍ سقوط کړي. د وسله والو د نویو جګړه ییزو تکتیکونو اندېښنې وروسته له هغه راپورته کېږي، چې تېره شپه طالب وسله والو د کندهار- هرات پر لویه لاره د ميوند ولسوالۍ اړوند سيمو کې پر یوه وخت پر ۱۵ امنيتي پوستو په ډله ییزو بریدونو کې ۲۲ پولیس ووژل او ۱۵ نور یې ټپيان کړل.
د چارواکو په خبره د جګړې پر مهال ۴۵ وسله وال وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.  
د جګړې پر کرښه ولاړ سرتېرې د تېرې شپې د سختې جګړې کیسه داسي کوي.. په کندهار کې د تېر خلاف د هوا په سړېدو سره جګړې زور اخیستی. پوځي شنونکي راتلونکی ژمی، ځکه د طالب وسله والو د سختې جګړې اټکل کوي، چې په باور یې امريکا د افغان حکومت په غوښتنه په خپله نوې ستراتيژي کې د سولې پر ځای پر جګړه تمرکز ډیر کړی. Raziq

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .