جنرال رازق: له کندهاره یې د هغو کسانو د نوماند کېدو مخنیوی کړی چې جرمونه یې کړي    

۲۴ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۳۴ ب.ظ -

د کندهار امنیه قوماندان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر هغه تورونه رد کړل چې ګواکې دی د ټاکنو اړوندو چارو کې لاسوهنه کوي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق  وویل، له کندهاره ولسي جرګې ته د ۱۳۰ په شاوخوا کې کسانو ځانونه نومولي چې د دې ولایت تر څنګ د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي.

هغه زیاته کړه، د اصولو له مخې د کندهار امنیې قوماندانۍ د دې لپاره چې نوماندان جرم او دوسیه و نه لري، دوی ته يې څو استعلامونه ورکړي وو چې هم په کندهار او هم يې په خپلو ولایتونو کې له اړوندو ارګانونو ځواب کړي.

دی وايي، له دې ډلې شاوخوا ۹۵ تنو نوماندانو خپل کارونه خلاص کړي، خو پاتې کسانو دا کار نه دی کړی چې د اصولو له مخې له نوماندۍ پاتې شوي دي.

ده دغه راز یادونه وکړه چې په دې ډله کې ۵ یا ۶ تنه کاندیدان داسې هم وو چې د کانديدېدو حق نه دی ورکړل شوی، ځکه هغوی د خلکو ځمکې غصب کړي، قتلونه یې کړي او بېلابېل نور جرمونو یې ترسره کړي دي.

دی وايي، د دغسې کسانو مخنیوی یې کړی، ځکه دا د دوی قانوني حق دی او دی نه شي کولای د خلکو حق هغوی ته وبښي.

د ده په خبره، دغسې کسان باید په محاکمو کې خلکو ته ځواب ووايي.

جنرال رازق د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون تور پورې کړ چې د نوم لیکنې د بهیر له پیله یې له کندهار سره توپیري چلند کړی دی.

ده وویل: ((زه نه پوهېږم دغه کمېسیون مستقل کمېسیون دی که مامور کمېسیون؟ ځکه دوی په جنوب او خصوصاً په کندهار کې ستونزې جوړولې، د نوم لیکنې مواد یې پر وخت نه لېږل او د خلکو وخت یې ضایع کړ چې په وار وار یې شکایتونه وکړل.))

د نوموړي په وینا، دغه کار د ځینې حکومتي کړیو په اشاره کېده.

دی وايي، د ټاکنو کمېسیون د کندهار ټول نفوس ۱۲ سوه زره تنه ګڼي چې دا لویه جفا ده، په داسې حال کې چې د دې ولایت نفوس له ۲ میلیونه ډېر دی.

د ده په خبره، له پيل څخه ان د کندهار په اوو ولسوالیو کې نه د تذکرو د وېش کار شوی او نه هم نوم لیکنه شوې ده.

د نوموړي په وینا، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون په رښتیا هم خپلواک وي، باید د خلکو ستونزې حل کړي او هغه وخت چې یې ور ضایع کړی، باید تمدید کړي.

رازق

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .