جنرال سیمونایټ: د برېښنا په برخه کي مو ٥٠٠ ميلونه ډالره پانګونه کړې

۲۳ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۶ ق.ظ -

د امریکا د پوځ يو لوړ پوړى چارواکى وايي، په افغانستان کې يې۵۰۰ ملیون ډالره د برښنا پر پروژو لګولي چې عام افغانان او د افغانستان د ملي اردو اډې ورڅخه کار اخلي. ډګرحنرال ټاډ ټي سیمونایټ چي د امریکا د انجنیرانو د قول اردو قومانداني په غاړه لري  ویلي چې دوي د بېلابېلو ولایتونو او پوځي اډو لپاره برښنا برابروي.

 جنرال سیمونایټ همداراز ویلي چې د ۳۰۰ ملیون ډالرو په لګښت پر بېلابېلو پروژو کار کوي چې ۸۰ پوځي اډو ته به برښنا برابره کړي.د جنرال سیمونایټ په خبره چي  په ځانګړي ډول د افغان ملي اردو اډو ته د برښنا برابرول په راتلونکو کلونو کې د دوی د پروژو یوه برخه ده.

جنرال سیمونایټ وايي چي  له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه د افغانستان پروان، کاپیسا، وردک، غزني، پکتیا، پکتیکا، هلمند، اروزګان او کندهار ولایتونو ته د برښنا رسول هم د امریکا د پوځ د انجنیري قول اردو د فعالیت یوه برخه ده.

جنرال سیمونایټ وویل«حاضردمه موږ ۵۰۰ ملیون ډالره پانګونه کړې او ۳۰۰ ملیون ډالره نوره هم په بېلابېلو سیمو کې کوو.»

 د دغه امریکايي قوماندان په وینا د اسیايي پرمختیايي بانک په شمول یو شمېر نړیوالې موسسې او ځینې هیوادونه هم افغانستان ته د وارداتي برښنا د پروژو ملاتړ کوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .