جنرال قمر جاوېد باجوه له يوه پوځي پلاوي سره کابل ته راغلی

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۲۱ ق.ظ -

د پاکستان د پوځ مشر په يوه ګډه امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلى دى.

يوې باوري دولتي سرچينې رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له يوه پوځي  پلاوي سره نن سهار وخته کابل ته راغلى دى.

سرچينې  زياته کړې چې هغه به د افغانستان، پاکستان، امريکا او ناټو د پوځي مشرانو په ګډه امنيتي غونډه ګډون وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان لوى درستيز جنرال يفتلي، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرا نيکولسن، د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل ګډون کوي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

4E62E682-3F66-41B5-B98F-F81E7D3C5679_w1023_r1_s

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .