جنګ ځکه روان دی، چې : ليکوال:عبدالغفور ليوال!

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۷ ق.ظ -

– تر تولیدي کارخونو( فابریکو) د ودونو سالونونه زیات، رنګین او مجلل دي. ـ تربزګرانو مو سیاسي شنونکي زیات دي.

FB_IMG_1531199712343

ـ د دېرشو میلیونه جوړه پښو لپاره شپېته میلیونه بوټان په کار دي،  د څرمن او نورو توکیوله پریمانۍ سره سره، ټول زر کسه بوټ جوړوونکي نه شته، خو د درې سوه دیپلوماتیکو څوکیو لپاره د سیاسي پوهنو، حقوقو او نړیوالو اړیکو لس زره فارغان په کار پسې سرګردانه دي. ـ ښوونکي تر ټولو بېوزله او ښوونځي سیزونکي تر ټولو جنتي وګړي ګڼل کیږي. ـ د نړۍ د یوه خورا بېوزلي هېواد په توګه لاهم په سیمه کې د سینګارتوکیو او تجملاتو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد یو. ـ کروړ ( قابل زرع) زمکې ورځ په ورځ کوشنۍ کیږي او سیمیټي بدډوله ودانۍ ورځ تربلې پراخیږي او لوړیږي. ـ  پرزمکه روانې اوبه مو ګاونډیو ته بهیږي او موږ لکه مږې په اوبو پسې د زمکې تل ته ورننوځو. اوبه رانه لاپسې تل ته کېوځي او موږ ورځ تر بلې بې آبه کیږو…

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .