حامد کرزى: ملي وفاق د افغان خاورې د نن او سبا اساس دى

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۲۵ ب.ظ -

کابل کې نن د يوې ناستې په ترڅ کې يو شمېر سياسي څېرو د حکومت له لوري د ټاکنو د نه ترسره کولو په صورت کې د حکومت د بدلون پر بديل ټينګار وکړ، خو ځينو يې وويل چې د بدلون لپاره هر ډول ګام پورته کول بايد د قانون په چوکاټ کې ترسره شي.

دغه ناسته چې د “وفاق ملي” تر نوم لاندې کابل کې د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمدولي مسعود په نوښت ترسره شوه پکې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي، د حراست او ثبات شورا د سياسي کمېټې مشر محمدعمر داودزي او د يو شمېر نورو سياسي ګوندونو مشرانو ګډون درلود.

مسعود وويل، نننۍ ناسته له نا امنيو د اندېښنو او غير قانوني کړنو زياتېدو په موخه چې له امله يې د خلکو اندېښنې زياتې شوې؛ ترسره شوې، څو له ياد حالت څخه څرنګه يوه عادي حالت ته لاره پيدا کړو.

د هغه په وينا، ملي وفاق د بېلابېلو مذهبونو او قشرونو له قومي جوړښتونو جوړ شوى دى چې هر هېوادوال پکې ځان ليدلى شي.

د هغه په وينا، اوسنى حکومت د اساسي قانون او د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو سياسي هوکړو پرته د يوه فرمان له لارې اداره کېږي او د ملي شورا مصوبو ته اهميت نه ورکوي.

نوموړي ادعا وکړه، حکومت د ټاکنو ترسره کولو لپاره اراده نه لري، د اوسني حالت دوام خلکو ته د نامناسب او غيرمعقول دى او هېواد د يوه ژور بحران پر لوري بيايي.

نوموړي وويل، په اوسني وضعيت کې حکومت د مشروعيت له بحران سره لاس او ګرېوان دى او په دا ډول حالاتو کې ټاکنې غوره بديل ګڼلى شو.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل، ملي وفاق د افغان خاورې د نن او سبا بنسټ دى.

نوموړي، مسعود ته په خطاب کې وويل: “موږ له خپل زړه او ځانه له تاسو سره يو او په دې ډاډمن اوسى چې د هېواد په هر څنډه کې په دغه برخه کې خلک قربانۍ ته چمتو دي…د ملي وفاق په اړه هر وخت ناستې وکړى، خلک له تاسو سره دريږي؛ ځکه څوک نه، نه وايي او نه يې ويلى شي.”

نوموړي د افغانستان د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ترمنځ پخوانيو اړيکو ته په اشارې سره وويل، د افغانانو ترمنځ نه شلېدونکې اړيکې موجودې دي او د ملي وفاق پړى چې په ظاهره نه تر سترګو کېږي؛ خو په باطن کې ډېر ټينګ دى چې له منځه تګ يې ناممکن دى.

نوموړي د ملي وفاق پروګرام له ترسره کوونکو غوښتنه وکړه چې ورته پروګرامونه لا ګړندي کړي او د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه وکړي، که چېرې دوى وغواړي نوموړى به هم پکې شرکت وکړي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق وويل، حکومت د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري او يوازې په اعلاميو کې د ټاکنو ترسره کولو ته ځان ژمن ښيي.

ټاکل شوې وه، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ مياشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي، ټاکل شوې يادې ټاکنې تر نورو دريو مياشتو پورې وځنډول شي.

احدي، ملي وفاق يوه ښه هيله هيله په ګوته کړه، خو ويې ويل، د ملي وفاق څرنګوالى بايد د قانون په چوکاټ کې وټاکل شي.

نوموړي د بېلګې په ډول وويل، اساسي قانون کې اسلاميت او افغانيت منل شوي او د هېواد ټول خلک بايد دغه ټکي ومني.

هغه زياته کړه: “که چېرې ملي وفاق د ټولنې په اساساتو کې شتون ونه لري، نو هغه مهال موږ مخ ته نه شو تللى او هغه ټولنه به د جګړې په حالت کې وي.”

د حراست او ثبات شورا د سياسي کمېټې مشر محمد عمر داودزي په دغه ناسته کې وويل، نن د يوې سترې لړۍ پيل دى او که ټاکنې ترسره نه شي نو له سياسي مشرانو سره له مشورې وروسته به بله بديله لاره وړاندې شي.

خو داودزي وويل، هېواد کې د مشرتابه بدلون بايد د ټاکنو له لارې وي او بله هيڅ لار د منلو وړ نه ده.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره بشپړه باور شتون نه لري؛ زياته کړه: “که چېرې ټاکنې ترسره نه شي، د حراست او ثبات ټولنې دريځ دا دى چې د حکومت پنځه کاله حکومت بايد د هېواد ملي مصالح ته په پام سره تکميل شي، خو هيڅکله به هم اجازه ورنکړو چې دغه حکومت يوه ورځ هم زيات دوام وکړي.”

نوموړي له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې ټاکنې ترسره کړي او له همدې لارې دې بيا هم د پنځو کلونو لپاره ولسمشر شي.

کرزی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .