حامد کرزی اتریش ته په سفر تللی

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۲۷ ب.ظ -

د افغانستان مخکینی ولسمسشر حامد کرزی په یوه سفر اروپایي هېواد اتریش ته تللی .

د کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي د اتریش له ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیرې او یو شمېر مخکینیو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې لرلي دي .

د دغو لیدنو کتنو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي .

بلخوا: ښاغلي کرزي په اتریش کې مېشتو افغانانو ته د یوې غونډې پرمهال وینا هم کړې او تعلیم او د ستونزو حلیدو په صورت کې هېواد ته ستنیدو ته یې هڅولي دي .

د غونډې یوه ګډونوال ویلي، چې کرزي د غونډې د برخوالو یو شمېر پوښتنې هم ځواب کړي .

په دغه وینا کې کرزي د عطا نور او حکومت جنجال ته په اشارې سره ویلي، چې ده د خپلې واکمنۍ پرمهال اسماعیل خان، شیرزی او نور مقتدر محلي چارواکي په یوه ټلیفون کابل ته غوښتلی شول .

kr

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .