حکومتي بستونه ولي تش او ځوانان وزګار دي؟

۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۴۵ ب.ظ -

داؤد خپلواک مدني فعال – زابل

څپلواک

زموږ د ټولني زیاتره ځوانان د پوهنتون څخه تر فراغت وروسته هم متاسفانه چي بې کاره او بې روزګاره ګرځي، هره شپه په دې هیله سبا کوي، چي ګوندي سهار ځان ته یو کار روزګار پيداکړي؛ کله د کوم دفتر دروازه خلاصوي او کله بیا د کارموندني به سایټونو کي په تش بست پسي سترګي رغړوي، خو دلته یو متل دی چي وايي: “چي نه لرې سړې، مه کورت خوره مه غوړي”. چي زر او زر ونه لري، که هر څومره استعداد او شایستګي ولري همداسي بې سرنوشته به ګرځي، ځکه دلته له هري ادارې او هر کونج او کنار څخه د نشنلستانو او زورواکانو بوی راولاړېږي، یو غریب کلیوال ځوان چي دوولس، څوارلس، یا شپاړس کاله له خپلي کورنۍ څخه لېري په سړو او تودو لوړو او ژورو کي درس ووايي، خولې وڅڅوي او ځان دسختیو په مخه ورکړي ایا دا ځوان په یوه اداره کي د کار کولو حق نه لري؟ ایا دا ستړی او بې وزله ځوان حق نه لري چي د کلونو کلونو زحمت او کوښښ څخه وروسته د مېز تر شا یو ګیلاس چای وڅښي او د آرام ساه واخلي او یا دي د دتختې مخ ته تباشیر او مارکر په آرام او هوساه زړه په ګوتو کي ونیسي؟ دا پوښتني باید هغه څوک ځواب کړي، چي له ځوانانو څخه يې دغه حق اخیستی دی. زه خپله شاهد یم، چي یو ځوان د ډېر عادي بست لپاره په شپو او ورځو ستړی او لالهانده تر یوې ادارې پوري ځي او راځي، خو کار يې نه ورته خلاصېږي. له بله پلوه، کمزورې حکومتداري او داستخدام لپاره د یو قوي مېکانیزم نه شتون دې بلا ته نوره هم خېټه ورکړې، کله چي یو ځوان بیا هم د دې ټولو پولو څخه تېر شي او ځان ته کوم بست پيداکړي، نو بیا د استخدام کارکوونکي داسي انې او بهانې ورته کوي، چي انسان ته له وظیفې نه زړه ورتور کړي، کله څو کلنه کاري تجربه غواړي او کله بیا د مختلفو ادارو او وزراتونو څخه تائید غواړي، یو ځوان چي به لومړي ځل له پوهنتون څخه فارغ شوی وي، هغه به کاري تجربه له کومه کړي؟ خو په همدې اداره کي به يې په کار ګمارې چي وظیفه سرته ورسوي او تجربه پیدا کړي. اصلاً دلته هیڅوک هم د ځوانانو غمخور نه دی، هر سړی لکه څراغ پر خپل ځان رڼا کوي، له وزارته بیا تر یوې عادي ادارې پوري هر څه انحصار سوي دي، دلته د څوکیو تجارت روان دی. د محلي ارګانونو له ادارې څخه رهنمایي معملات جوړ سوي، کارکوونکي يې لکه دلالان د بستونو پر سر چنې وهي، تاسي فکر وکړی چي په دغسي حالاتو کي به څرنګه یو ځوان ته کار روزګار پیدا سي؟ څنګه به د دولت تش بستونه ډک سي او کار به اهل کار ته وسپارل شي؟ څرنګه به د دولت او ملت تر منځ واټن راکم شي؟ څرنګه به دولت د خلکو ستونزو ته پر وخت او زمان سره ورسېږي؟ له بده مرغه چي زیات شمېر ځوانان مو د بې کارۍ له امله په نشه روږدي سول، ځیني نورو هیوادونو ته پرلاره د لېوانو او د سمندر د ماهیانو خوراک سول، ځينو ټوپک ته لاس اوږد کړ، چي له امله يې په ګران هیواد کي څومره د وینو ویالې و بهېدې، هره ورځ موږ د لسګونو ځوانانو جنازې پر اوږو وړو، د دې مسؤلیت د چا پر غاړه دی؟ دولت که رښتیا هم غواړي چي ځوانان پر کار کړي او کار اهل کار ته وسپاري، نو لومړی دي نویو فارغ شویو ځوانانو ته د استخدام شرایط واضح او ساده کړي، بیا دي د استخدام له مراکزو څخه ټول هغه فاسد او متعصب مامورین لېري کړي، چي یوازي د خپلو ګټو او جېبونو فکر ورسره دی. په تشو بستونو دي وړ او لایق کسان وګماري، بیا به وګورۍ چي دا وړۍ څنګه شړۍ کېږي.

 

حاجي محمديونس خانميرزوى – د زابل اوسېدونکی

خانميرزوى

ولي بستونه خالي او ځوانان وزګاره پاتي دي؟ ياده پوښتنه زما له نظره، څلور لاملونه لري: لومړى د لايقو کدرونو کموالى! دوهم د زورواکو له لوري پر تشو بستونو د خپلو کسانو ګمارل! درېيم په کم مزد (تنخوا) سره قناعت نه کول! څلورم د استخدام پروسه د اداري اصلاحاتو کمېسيون ته اړول او د کانکور له لاري ازموينه اخيستل!  لومړى درته د لايقو کدرونو د کموالي دليل واضح کوم، لايق کدرونه دا معنا نه، چي بايد ماسټر يا دوکتور واوسي، يا يې د تعليم کچه لوړه وي، د هغو کدرونو څخه عبارت دي، چي د بست د ورځنيو کارونو په ترسره کولو کي خپل مسؤليت احساس او خپلي سپېڅلي دندي ته ژمنتيا ولري او ځان مسؤل احساس کړي، چي دا يو لايق کدر بلل کېږي او د اړوند بست لپاره، چي کوم کس ورته ازموينه ورکوي، حق داره دى.  دوهم د زورواکو او واسطه دارو له خوا پر تشو بستونو باندي د خپلو کسانو ګمارل. زورواکي هيڅکله نه غواړي، چي وړ او لايق کدرونه په حکومتي تشو بستونو کي استخدام شي؛ ځکه چي د رئيس، وکيل، سناتور، وزير او نورو چارواکو کسان بې روزګاره پاتي کېږي، که څه هم هغوى وړ کسان نه وي او په ګمارلو کي يې د هر ډول غيرقانوني تګلاري څخه مخ نه اړوي، که په درېيم او څلورم بست کي ونه شي، نو په پنځم بست کي خو خامخا دوى خپل کسان مقرروي. درېيم په کم مزد (تنخوا، معاش)سره قناعت نه کول، د حکومتي بستونو د تش پاتي کېدلو يو غټ لامل د امتحان ورکوونکو له خوا په کم مزد (تنخوا) سره قناعت نه کول دي؛ ځکه د ياد کس کورني مشکلات د ټاکل شوي بست په تنخوا سره بسنه نه کوي. نو داکس له دې بست تېرېږي او غواړي د زيات معاش لپاره کومه بله رسمي ياغيررسمي دنده ولټوي. او بله خبره دا هم ده، چي زموږ د نويو رافارغ شويو ځوانانو غوښتني ډېري لوړي وي، دوى دا فکر کوي، چي له فراغت سره سم بايد په يو پورته او لوړرتبه بست کي مقرر شي. څلورم د استخدام پروسه د اداري اصلاحاتو کمېسيون ته اړول او د کانکور له لاري ازموينه اخيستل، شاوخوا يو کال کېږي، چي د استخدام پروسه له اړونده وزارتونو او ادارو څخه د اداري اصلاحاتو کمېسيون ته اوښتې او له هم هغه وروسته يو کس هم په زابل ولايت کي نه دی مقرر شوى. حال دا چي په دولتي ادارو کي زيات شمېر تش بستونه موجود دي او هغوى هم نويو کارمندانو ته اړتيا لري؛ خو دا چي لومړى خو خالي بستونه په زيات وخت سره اعلان ته ځي او کوم وخت چي اعلان ته ورکول شي؛ نو وروسته بيا دوى د کانکور په شکل له ځوانانو څخه د اعلان شويو بستونو لپاره ازموينه اخلي، چي د هغي ازمويني نتايج ځنډېږي او کله ناکله ټوله ازموينه بې نتيجې اعلان کړل شي، چي زه يې ښه مثال په زابل کي درکولای سم، چي د يادي پروسې راوروسته شاوخوا پنځه مياشتي وړاندي په زابل ولايت کي د شاوخوا سلګونو بستونو لپاره، له سلګونو ځوانانو څخه ازموينه واخيستل شوه، چي مياشتي مياشتي کېږي او لا يې هم نتايج نه دي اعلان شوي. زما په نظر، د پورته څلورو لاملونو له کبله زيات شمېر دولتي بستونه تش او ځوانان وزګاره پاتي دي.

 

فرید تکل – ژورناليست

تکل

زما په نظر، عمده دلیلونه یې په لاندي ډول دي: لوړ شرایط، هر کله چي حکومتي بستونه اعلانېږي، نو د استخدام شرایط یې ډېر لوړ وي، مثلا د پنځم بست ماموریت لپاره یې هم اړونده کاري تجربه او د لیسانس تر کچي زده کړي شرط وي. دا چي اکثریت ځوانان اړوند کاري تجربه نه لري، نو له شارټ ليست څخه پاتي کېږي. فساد، بې له شکه چي د حکومتي بستونو په مقرري کي ډېر زیات فساد شته. بستونه په پیسو یا واسطو ورکول کېږي. ډېر کم به داسي خلک ولیدل شي، چي په لیاقت بریالي شوي وي. د کار موندني په اړه د ځوانانو تر منځ کم پوهاوی اکثریت ځوانان حتی له پوهنتون فارغ وي، خو د کارموندني په اړه سم پوهاوی نه لري. دوی نه پوهېږي چي څرنګه یوه بست ته اسناد ولېږي او بیا څه ډول تیاری وکړي، تر څو په ازموینه کي بریالی شي. د مقررۍ پروسې پېچلتیا او د شفافیت په اړه شکونه د دولتي بستونو له اعلان او بیا تر مقررۍ پوري ټوله پروسه خورا پېچلې او د شفافیت په اړه یې بشپړ ډاډ نشته. اول خو اکثریت بستونه په اړوند وزارتونو کي اعلانېږي، که څوک غواړي چي د کوم بست لپاره نوملیکنه وکړي، نو مجبور دی چي اړوند وزارت د بشري سرچینو څانګي ته ورشي او فورمې واخلي. دویم، ځیني دولتي بستونه د انټرنیټ له لاري اعلانېږي، خو زموږ اکثریت هيوادوال انټرنیټ ته لاسرسی نه لري، که لري یې هم، نو بیا هغه پېچلې پروسه او ډول ډول فورمې باید ډکي کړي. د حکومتي بستونو لپاره د شخصي پوهنتونونو فارغین ډېر په مشکل شارټ ليست کېږي. د شارټ ليست پروسه هم معیاري نه ده، یعني داسي ډېر مثالونه شته، چي حتی په اړونده برخه کي ماسټري او کاري تجربه لري، خو نه دی شارت ليست شوی، خو برعکس لیسانس یې شارټ ليست کړی وي. دغه پروسه له اعلان نیولې بیا تر مقرري پوري ډېره اوږده ده. په اوسط ډول د بست له اعلان بیا تر مقرري پوري تقریبا یو کال وخت نیسي.  حللاري: شفافیت تر ټولو اړین دی. د مقررۍ په پروسه کي دي شفافیت تر ممکن حده تامین شي او د فساد مخه دي ونیول شي. د ګمارني پروسه کي د هر ډول شکایتونو د څېړلو لپاره دي یو مستقل کمېسيون جوړ شي، تر څو اړوند شکایتونه وڅېړي. د پوهنتونونو محصلینو ته باید د کارموندني په اړه زده کړي ورکړل شي. محصلینو ته باید په وروستي کال کي د دفترونو او کاري چاپېریال په اړه عملي زده کړي ورکړل شي. د سي وي جوړولو او نوملیکني پروسې باید ورته تشرېح شي. د ټیټو بستونو لپاره دي کاري تجربې شرط ایسته کړل شي. هڅه دي وشي، چي د ټیټو بستونو لپاره تازه فارغین جذب کړي. د خالي بستونو اعلانونه دي د وزارت او کارموندني ویبسایټونو تر څنګ د ورځپاڼو، ټولنیزو رسنیو او رادیو/تلوېزيون له لاري اعلان شي، تر څو زیات خلک خبر شي.

 

شرافت همت – د طب محصل

همت

هر کال په زرګونو ځوانان له پوهنتونو فارغېږي، خو کار ورته په داسي حال کي نه پيداکېږي، چي په زیات شمېره حکومتي بستونه خالي دي. د دغي جدي ستونزي یو لوی دلیل دا دی چي قدرت د ډاکټر اشرف غني، ډاکټر عبدالله او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو او تنظیمي مشرانو په واسطه انحصار شوی دی، دوی هر یو کوښښ کوي چي د حکومتي بستونو لپاره ځان ته وفادار خلک پيدا او مقرر یې کړي. حکومت دا ظرفیت لري چي خالي بستونو ډک او مقررۍ پکي وکړي، خو غم دا دی چي قدرت او د مقرریو صلاحیتونو د هري ادارې له مسؤلینو څخه د حکومتي مشرانو په واسطه اخیستل شوي او دا پروسه یې خپل لاس کي اخیستي. د تقرر معیار وړتیا او استعداد نه دی، هر تقرر او په مجموع هر حکومتي کار د یو سازش او مصلحت له مخي کېږي، هر لوړپوړی چارواکی او سیاستوال په دې هڅه کي دی چي د خالي بستونو لپاره داسي خلک پیدا کړي، چي د دوی قومي یا تنظیمي او دوی ته متعهد او وفادار وي او د دوی ګټي پرې تضمین شي. تقریباً هر وزارت، هر ریاست او هره حکومتي اداره ډېری خالي بستونه لري، همدا اوس یوازي د کابل ښاروالي له اویاوو څخه زیات خالي بستونه لري، خو د کابل ښاروال نه شي کولای چي مقررۍ پکي وکړي، ځکه له ده څخه دا صلاحیت اخیستل شوی. نو تر څو چي سمتي، قومي او تنظیمي سیاست په ملي سیاست بدل نه شي او په سیاستوالو کي د وطندوستۍ روحیه راژوندۍ نه شي، تر هغې به دا ستونزي وي او مقررۍ به په قومي، تنظیمي او نورو ناوړه معیارونو باندي کېږي، وړتیا به په نظر کي نه نیول کېږي او د بې روزګاره ځوانانو غم به نه خوړل کېږي.

 

محمدقاسم افغان – د اراکوزيا پوهنتون استاد

محمد قاسم

حکومتي بستونه تش دي اما ځوانان مو بې کاره دي، څه جالب حالت دی، یو شخص چي ژوره فکر او تاریخي پوهه ونه لري، هیڅ نه سي کولای، تر څو د داسي حالت لپاره اصلي حللاره په ګوته کړي.

دا مشکل صرف زموږ نه، بلکي د نړۍ د اکثرو هیوادونو دی، په کومو هیوادونو کي چي حکومتي بستونه خرڅېږي، وړ، لایق او بااستعداده اشخاصو ته پکي هیڅ ترجېح نه ورکول کېږي، د حکومت ټولي ادارې په قومي، ګوندي او نورو ډلو او معیارونو تقسیم سوي وي، هر چا ته د خپل زور او غلامۍ په اندازه په حکومت کي سهم ورکول سوی وي. لیاقت، استعداد او تقوی معیار نه وي، نو خود به هغه اشخاص چي پردو ته غلامي نه سي کولای، ایمان خرڅولای نه سي، په کوم ګوند او ډلي پوري تړلی نه وي، چا ته رشوت نه ورکوي، داسي کسان به بې کاره وي او د دې پر ځای به هغه سي اشخاص په واک کي وي، چي د بل غلامي ښه په صداقت کولای سي او د خیانت او رشوت څخه مخ نه اړوي.

زما په فکر، حللاره دا ده، چي د اسلامي اصولو مطابق ادارې رامنځ ته کړو او د هماغه اصولو مطابق ورته اشخاص وټاکو، نه لکه په غربي او ډيموکراټيکو هیوادونو کي، چي خلک خپله واک غواړي او چیغي يې وهي، بلکي اسلامي اصول داسي ایجابوي، چي د مسلمانانو رهبران باید داسي متقي، وړ او بااستعداده کسان پیدا کړي او بیا يې پر بستونو وګماري او نن سبا چي د داسي یو حالت سره مخ یو، نیمګړتیا په موږ کي ده، هغه داسي چي موږ په حکومتي تشکیلاتو او حکومتي چارو کي د ځان لپاره غرب او اروپا نمونې ګرځولي، اما ټولنه مو اسلامي ده. بناءً زموږ لپاره نمونه اسلام او د نبي (ص) ژوند دی، چي باید مطالعه يې کړو چي نبي (ص) او اصحابانو څنګه اداره جوړه کړې وه او څنګه يې خلک ګمارل. کله چي موږ د ادارې د ټاکلو او د کسانو د ګمارني پر اصولو پوه سو، نو بيا به دا ستونزه ختمه وي او هيڅ داسي ځوان به بې کاره نه وي، چي لياقت او اهليت ولري او د يو کار لپاره وړ او مناسب وي.

خان محمد حضرتي – د ځوانانو فعال

حضرتي

حکومتي بستونه ځکه تش دي، چي حکومت يو بست ته د آزاد رقابت پروسه ډېره ټکنۍ کړې ده، د دې پروسې پروسيجر ډېر اوږد او د يو بست د ازمويني پايلي ډېره موده نيسي، نو ځکه ډېرى ځوانان وزګاره او حکومتي بستونه تش دي.

بل لوی لامل يې زما په اند دا دی، چي له بده مرغه زموږ په دولتي او نا دولتي ادارو کي ټولي ګمارني د شخصي اړيکو، قوم، مذهب، رشوت او يو شمير نورو شيانو پر اساس کيږي، دلته چي څوک ښي اړيکي ولري، يا د يوي اداري د مشر له قوم څخه وي يا نور شخصي غرضونه او ګټي پکي وويني نو په خپله اداره کي يي پر دنده ګماري.

موږ د ډيرو داسي ګمارنو شاهدان يو چي يو چا بست په پيسو رانيولی وي، يوه اونۍ تيره نه وي چي بل نفر پري مکتوب راوړي او دوهم کس تر لومړي ډيري پيسي ورکړي وي.

د دي کار ښه حل لاره دا ده چي دولتي ادارو کي دي د فساد مخه ونيول شي او هر بست ته دي يو څوک د وړتيا پر اساس وټاکل شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .