حکومت او طالبان يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۰۴ ب.ظ -

 امنيتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو ولايتونو کې يې ۷۸ وسله وال وژلي او ۴۳نور يې ټپيان کړي، خو طالبان بيا د لسګونو حکومتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

 د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو وسله والو مخالفينو ته په تېرو ٢٤ساعتونو کې په ننګرهار، کاپيسا، ميدان وردګو، خوست، عزني، دايکندي، پکتيکا، زابل، فراه، بادغيس، غور، فارياب، بلخ او هلمند ولايتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده .

 دغه راز وسله والو طالبانو ادعا کړې چې له تېرې ورځې راهيسې يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۸۴ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

۱۰ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed