حکومت د حزب اسلامي ۶۴نور بندیان له بنده خوشي کړل

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۰۰ ب.ظ -

د څرخي پله زندان مشر مل پاسوال عبدالتواب احمدزي  وويل چې نن د حزب اسلامي ٥٦ بندیان خوشي شول.

د کورنيو چارو وزارت د محابسو او توقيف خونو رياست د محاکمو د اړيکو  څانګې مشر پاسوال شامير اميرپور نن د کابل د څرخي پله زندان کې د زندانيانو د خوشې کېدو پر مهال وويل چې له یادو کسانو  ٣٨ یې د بګرام له زندانه خوشي شوي دي.

دى وايي چې د څرخي پله په زندان کې د دغه ګوند د ٣١ نورو زندانيانو د خوشې کېدو پړاوونه هم وهل شوي او د شپږو نورو د خوشې کولو کار به هم نن د ورځې تر پايه بشپړ شي.

هغه وايي چې د څرخي پله له زندانه د خوشی شوو کسانو شمېر به د نن ورځې تر پايه ٣٧ کسانو ته ورسېږي.

 خو د حزب اسلامي د مطبوعاتي کمېسيون غړي فضل غني حقمل نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې وويل چې د حزب اسلامي ٦٤ خوشي شوي زندانيان دغه ګوند ته سپارل شوي دي.

دى وايي، دولت ژمنه کړې وه چې نن به د حزب اسلامي اړوند ۹۱ بندیان خوشي کوي.

ده هيله څرګنده کړه چې پاتې ٢٧ کسان به نن او يا هم راتلونکې اوونۍ خوشي شي.

د حزب اسلامي د عدلي او قضايي کمېسيون مشر قاضي عبدالحي فقيري د يادو کسانو پر خوشي کولو خوښي وښوده خو ويې ويل چې د دغه ګوند له ٢٥٠٠ تر ٣٠٠٠ کسان لا هم بندیان دي.

د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې پلې کېدو د ګډ کمېسيون مشر نصرالله صفاري وويل چې تر دې وړاندې هم په دوو پړاوونو کې د حزب اسلامي ٧٠ زندانيان خوشي شوي دي.

 دى وايي، افغان حکومت د حزب اسلامي له ازاد شوو کسانو غوښتنه کوي چې د هېواد د اساسي قانونو ټولو موادو ته ژمن پاتې شي.

دی زياتوي، ياد ګډ کمېسيون هڅه کوي چې يو په بل پسې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړې مواد پلي شي.

خوشې شوو زندانيان هم د خوښۍ احساس درلود.

د فراه ولايت اوسېدونکی عبدالحکيم هم يو له دغو زندانيانو څخه دی او وايي: “تر نيول کېدو وروسته ۱۲ کاله قيد راباندې وخوت، څلورنيم کاله مې په زندان کې تېر کړي، ډېر خوشاله يم چې له زندانه خلاص شوم.”

د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ اوسېدونکی قاري ذبيح الله چې څلور کاله يې په زندان کې تېر کړي، وايي: “زه د استاد سياف (دعوت) پوهنتون د فارمسۍ د لومړي کال محصل وم او له کتابونو سره ونيول شوم، وروستۍ محکمې پر ۱۲ کاله قيد محکوم کړم، نن شکر خوشی شوم.”

زندان۵۵

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .