حکومت د حزب اسلامي ۷۵ بندیان خوشې کړل

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۰۱ ب.ظ -

افغان حکومت نن له پلچرخي زندان څخه د حزب اسلامي ګوند اړوند ۷۵ بندیان خوشې کړل .

د کورنیو چارو وزارت د زندانونو لوی ریس شاه پور امیر وویل، دا کسان د ولسمشر په امر خوشې شوي .

افغان حکومت له  حکمتیار سره د سولې په تړون کې منلې وه، چې د دغه ګوند ټول هغه بندیان چې په جنایي او ترهګریزو جرمونو کې ښکېل نه وي، خوشې کیږي .

خو د دغه ګوند یوه ویاند نادر افغان نیوکه وکړه،چې تراوسه د دوی د بندیانو د خوشې کیدو هوکړه لیک سم نه دی عملي شوی .

هغه له نوم اخیستو پرته د حکومت دننه یو شمېر کړۍ د دغه کار پر وړاندې خنډ وګڼل .

مخکې د ملي امنیت پخواني ریس امرالله صالح ادعا کړې وه، چې د حزب اسلامي اړوند د بندیانو په نوم یو شمېر داعشیان له حکومت څخه خوشې شوي، خو حزب اسلامي دا خبره رد کړې وه .

نن د کورنیو چارو وزارت د زندانونو لوی ریس هم دا خبره رد کړه .

له حکومت سره د حکمتیار د سولې د تړون له مخې تراوسه نیږدې یو نیم سل هغه بندیان چې د دغه ګوند اړوند دي، له بنده خوشې شوي .

وېل کیږي،چې د تړون مطابق به نیږدې ۳ زره حزبي بندیان له بنده خوشې کیږي .

b

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .