حکومت: له ننګونو سره د مخ برخو د حل او اصلاح لپاره اقدام کوو

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۳۷ ب.ظ -

حکومت د اسيا بنسټ د نظرپوښتنې په اړه ويلي، هڅه کوي په عملي اقداماتو او هراړخیزه اصلاحاتوله ننګونو سره د مخ برخو د حل او اصلاح لپاره اقدام وکړي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى چې له ارګ څخه رالېږل شوې ده.

د اسيا بنسټ د سروې پايلې ښيي چې د خپل هېواد د وضعيت په اړه د افغانانو د خوش باورۍ کچه چې په درېيو وروستيو کلونو کې پر ځوړ روانه وه، په روان ميلادي کال کې په کمې سلنې سره معکوس حرکت درلودلى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سروې ګانې له ٢٠٠٦ کال را هيسې په دې پوښتنې سره پيلېږي چې ايا هېواد پر سم لوري روان دى او که پر ناسم لوري؟ پر سم لوري حرکت د خوش باورۍ او پر ناسم لوري حرکت د بد بينۍ نښه ده.

په ياده شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان په اړه د اسیا بنسټ دیارلسمه کلنۍ عمومي نظرپوښتنه مطالعه کړې.

سرچينه کاږي، په دې راپور کې د ملي روحیې، امنیت، اقتصادي ودې او اشتغال، پرمختګ او د خدمتونو وړاندې کولو، حکومتولۍ او سیاسي مشارکت، اطلاعاتو او رسنیو ته د لاسرسي او په ټولنه او مهاجرت کې د ښځو په اړه د خلکو لیدلوري په هراړخیزه توګه منعکس شوي دي.

سرچينه زياتوي، ملي یووالي حکومت د معیارونو مطابق او په مسلکي ډول د ترسره شويو تحقیقي راپورونو، نظرپوښتنو او عمومي سروې ګانو هرکلی او په پوره دقت پر وړاندېزونو غور کوي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې راپور کې  راتلونکي ته د خوشبیني د زیاتوالي، د حکومت له کاره د رضایت، د کورنیو په عوایدو کې د زیاتوالي، پر حکومت په نیوکه کې د مصوونیت، په تصمیم نېونه کې د تاثیرګذاري او د پولیسو پر مټ د امنیت د ښه والي په اړه مثبت ټکي منعکس شوي دي.

دغه راز په راپور کې د اشتغال، بېکارۍ، د خدمتونو وړاندې کولو کې د کموالي لکه برېښنا، کډوالۍ ستونزو او په ځيني دولتي دستګاوو کې د فساد شته والي ته هم اشاره شوې ده. په یاد راپور کې له حکومت څخه د خلکو د رضایت ترڅنګ له طالبانو څخه د ولس کرکه هم منعکس شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ملي یووالي حکومت په یاد راپور کې د خلکو د رضایت د کچې لوړوالی په زېربنایي چارو، اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې په برخو کې ترسره شوي اقدامات او د حکومتولۍ په طریقه کې د تغیر لپاره د سیاسي ارادې موجودیت بولي.

ارګ

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .