خاص اروزگان ولسوالي تر سختي محاصرې لاندي ده

ليكوال: ټاټوبی ۲۸ ثور , ۱۳۹۴ ,ساعت ۲:۴۰ ب.ظ -

د اروزگان ولايت د خاص اروزگان ولسوالي تر سختي محاصرې لاندي ده. ددې ولسوالۍ ولسوال عبدالکريم کريمي وايي، چې د تېري شپي دريو بجو را په دې خوا په زيات شمېر کي وسله والو طالبانو د يادي ولسوالۍ پر مرکز بريد د چکه جوى له سيمي پيل کړى دى. هغه وايي، چې تر دې مهاله دوه تنه پوليس او پنځه تنه وسله وال وژل سوي او جگړه لا په شدت سره دوام کوي. ولسوال کريمي وايي، چې د جگړې پر مهال وسله والو طالبانو د خاص اروزگان مخکنى ولسوال او دا مهال د شازمان ليسې مدير عبدالحليم په ډزو سره وژلى او يو تن يې ښوونکى يې ژوندى له ځانه سره وړى دى.

اوس مهال دلته امنيتي سرتېري ډېر کم دي.

اوس مهال دلته امنيتي سرتېري ډېر کم دي.

د نوموړي په خبره چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ مرکز ته دوه کيلومتره رانژدې سوي دي او که چېري امنيتي ارگانونه مرسته ونه کړي نو دا ولسوالي به سقوط وکړي. هغه وغوښتل چې ژر تر ژره دي ور سره مرسته وسي، ځکه اوس مهال دلته امنيتي سرتېري ډېر کم دي. پر خاص اروزگان دا جگړه په داسې وخت کي پيل سوې، چې تېره ورځ د چنارتو په ولسوالۍ کې د شهيد کوتل امنيتي پوسته څو پر له پسې ساعتونه تر سختي جگړې لاندي وه. تر اوسه وسله والو طالبانو په دي اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .