خان شهید د پنځه څلوېښتم تلین په مناسبت ځانګړی پیغام

۱۱ قوس , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۶ ب.ظ -

نېټه: 2018/12/2

لوی افغانستان تحریک/ مطبوعاتي دفتر

نن د یو داسې پښتون لېډر د شهادت ورځ ده، چې د ژوند هره دریمه ورځ یې په زندانونو کې تېره کړې، خو د استعمار په وړاندې په ملاخم نه شو او د ژوند تر پایه یې د پښتون افغان د رابیدارولو او استعمار په وړاندې یې د چمتو کولو رسالت په ښه توګه تر سره کړ.

له کومې ورځې چې پرنګي یرغلګر پر افغان خاوره یرغل کړی، نو ورسره جوخت د لوی وطن افغانانو د پرنګي اشغالګرو پر ضد فکري او عملي وسله واله مبارزه کړې ده.

ستر مبارز خان عبدالصمد اڅکزي د خپل ژوند نیمایي برخه په زندانونو کې تېره کړه، خو د استعمار پر ضد یې خپله د عدم تشدد مبارزه روانه وساتله.

تر پنجاب وړاندې خان شهید د هند برتانوي حکومت په زندانونو کې هم ډېر عمر تېر کړی دی.

د خان شهید لاره د افغان ولس د یووالی او پر مختګ لاره وه، چې پر همدې ګنا د پنجاب بېلا، بېلو زندانونو کې یې د د ژوند اوږده برخه تېره کړې ده او عبدالکلام د تفسیر ژباړه یې هم د مچ په زندان کې کړې ده.

خو افغان ولس د خان شهید او خدای بښلي باچاخان پر لاره قدم ايښی دی.

د پښتون ژغورنې روان انقلاب به د خان شهید ارمانونو ته د عمل  جامه ورواغوندي او له اشغالي سیمو به پنجابي اشغالګر مخ توري درومي، له امو تر اباسینه به د افغان ولس جغرافیه وي او په خپله خاوره به د خپل اختیار څښتنان وي.

خان شهید ته دې الله ج جنتونه ورکړي، موږ او تاسو به د خان شهید لاره تر هغو تقیبوو، تر کومه چې مو اشغالي سیمې د پنجاب له استعمار څخه ازادې شوې نه وي.

په درنښت

جمیل وقار

د لوی افغانستان تحریک ریس

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .