خبريالان د بيان د ازادۍ څخه څومره راضي دي؟

۱۹ ثور , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۰۶ ق.ظ -

جاويد احمد تنوير، د کندهار پريس کلب رئيس

که څه هم د بيان ازادي د نظام د لويو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي او دا لاسته راوړنه نه اسانه خبره ده او نه په اسانۍ لاسته راغلې. د بيان ازادي د ژورناليستانو او د مطبوعاتو د کورنۍ د غړو د ژوند په قيمت، وهلو، ټکولو، تهديد، ګواښ او يو شمېر نورو ستونزو او ناخوالو په بيه لاسته راغلې، نو ځکه بايد همداسي پياوړې پاته سي. تقريبا د ټولو پرمختللو ټولنو د پرمختګ يو راز د بيان ازادي بللای سو، همدې پرمختللو ټولنو د ولس د پراخو نظرونو او انتقادونو په پايله کي اصلاحات رامنځ ته کړل او ټولنه يې د پرمختګ لوري ته بوتلل. افغانستان هم د هغو ټولنو په قطار کي راوستلای سو چي په خورا لنډ وخت کي يې د بيان ازادي پياوړې کړه، مطبوعاتو ته يې د اصولو له مخي د هر ډول انتقاد، د ولس ږغ پورته کولو، د فساد په مخنيوي او نورو ټولنيزو ناخوالو په اصلاح کي وخت ورکړ او مطبوعاتو هم دا رسالت په خورا ښه ډول سره ادا کړ.

جاويد احمد تنوير، د کندهار پريس کلب رئيس

جاويد احمد تنوير، د کندهار پريس کلب رئيس

تر اوسه په هيڅ يوې ټولنه کي د بيان د ازادۍ څخه په بشپړه توګه ولسونه، نه دي راضي، حتی د غرب د آرامو او پرمختللو ټولنو په شمول هم. زه فکر کوم چي په نسبي ډول په افغانستان او په خاص ډول په کندهار کي د بيان د ازادۍ څخه راضي يم، ځکه د دې سيمي مطبوعاتو څنګه چي ښايي هغسي رول يې ادا کړی. دلته مطبوعاتو د خلکو د هر ډول ستونزو ږغ پورته کړی، تحقيقي مسايل يې تعقيب کړي، ټولنيزي ناخوالي يې نشر کړي، د ظالم ظلمونه يې افشا کړي، د فساد خبرونه او خپروني يې وړاندي کړي، د ځان او د ولس د حق غوښتلو لپاره یې کار کړی، نو ځکه ويلای سو چي په نسبي ډول د بيان ازادي سته او زه ترې راضي يم. يوه خبره ډېره مهمه بولم، عموما په هغو ټولنو کي چي هلته ناامني وي موږ په هيڅ صورت او وخت کي د بيان د بشپړي ازادۍ غوښتنه نه سو کولای او په هغو ټولنو کي چي مقابل مخالف لوري معلوم نه وي، نو بيا هم په بشپړه توګه ځان ته د بيان د بشپړي ازادۍ د رضايت حق نه سم ورکولای، چي دا هر څه زموږ په ټولنه کي موجود دي. ځکه نو وایم چي په هیواد کي د نسبي د بيان ازادۍ څخه راضي يم. په دې هيله چي يوخت مو سيمه آرامه، هيڅ يو مخالف لوری وجود ونه لري او موږ د بيان د بشپړي ازداۍ څخه رضايت ولرو.

صادق رښتینی،د آزادۍ راډيو خبريال

د اساسي قانون څلور دېرشمه ماده حکم کوي: د بیان آزادي له تعرض څخه خوندي ده، هر افغان حق لري چي د خپل فکر د ویلو، لیکلو، انځور او یا نور وسایلو په استفادې سره د دغه قانون په پام کي نیولو سره اظهار کړي. هر افغان حق لري چي د دغه قانون د احکامو په اساس، مطالب چاپ او خپور کړي. پرته له دې چي د خپرولو څخه مخکي دولتي چارواکو ته وسپاري. لکه څنګه چي په افغانستان کي د اساسي قانون نور حکمونه د خلکو او چارواکو د بې خبرۍ او بې غوري په وجه نه تطبیق کېږي. همداسي د اساسي قانون څلور دېرشمه ماده چي خلکو ته د بیان ازادي ورکوي هم نه تطبیق کېږي. تېره اوونۍ د بې پولو خبريالانو ټولني په يوه تازه درجه بندۍ کي اعلان کړه چي افغانستان د بيان د ازادۍ په برخه کي ۱۲۰مقام لري،

صادق رښتینی،د آزادۍ راډيو خبريال

صادق رښتینی،د آزادۍ راډيو خبريال

خو تر خپلو ګاونډيو مخته دی. په دې درجه بندۍ کي پاکستان په ۱۳۹مه، ایران په ۱۶۵ مه، تاجکستان په ۱۴۹ مه، ترکمنستان په ۱۷۸ مه او د افغانستان بل ګاونډی چین بيا پر ۱۷۶مه درجه ولاړ دى. د بیان د ازادۍ په برخه کي تر ټولو جدي مشکل په ولایتونو کي دى او د زورواکو ډلو_ټپلو په خاطر ډېر وخت خلک او خبریالان خود سانسوري کوي او هغه څه چي لازم دي نه سي ویلای. په پلازمېنه کابل کي بیا برعکس ډېر وخت رسنۍ او خبریالان افترا کوي او د بیان د ازادي تر نامه لاندي خلک او ملي ارزښتونه بدناموي، چي په دې توګه لکه په نورو برخو کي چي موږ افراط او تفریط کوو د بیان د ازادۍ په برخه کي هم ورته ستونزي لرو. ډېرى وخت خبریالان د خلکو شخصي حریم ته داخلېږي او ځيني وخت بیا د ملي ګټو خلاف بیانونه کېږي. تر هغه وخته پوري چي په افغانستان کي په بشپړه توګه ولسواکي نه وي تطبیق سوې، نو د بیان بشپړه ازادۍ ناممکنه ده .

احمد لودين، د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر

د بيان ازادي د يوې ټولني مسلم حق او مهمه اړتياده، خو زموږ په هيواد کي يوازي تر شعاره پوري محدوده ده او لکه څنګه چي په خوله ويل کېږي په عمل کي پيکه ده. په افغانستان کي د بيان ازادۍ ته دومره وده نه ده ورکول سوې لکه څنګه چي اړتيا ده او دلته رسنۍ او د رسنيو له لاري خلک خپل د حق آواز او د بې عدالتيو په وړاندي ږغ په نره نه سي پورته کولاى. کندهار چي جګړو ځپلى او له ډېرو برخو بې برخي دى د بيان ازادي هم په مکمل ډول نه ده پکښي حاکمه.

احمد لودين، د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر

احمد لودين، د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر

دولتي کړۍ او زورواکان چا ته اجازه نه ورکوي چي د رسنيو سره د روانو بې عدالتيو، فساد او ټولنيزو ستونزو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي. خو سږ کال چي دلته د بيان د ازادۍ نړيواله ورځ ولمانځل سوه تمه ده چي د ترلاسه سويو تعهدونو او ژمنو له مخي چارواکي د رسنيو سره خپله همکاري غښتلي کړي، پر وخت معلومات ورکړي، د خبريالانو د تهديدونو مخنيوى وکړي او د رسنيو د خپلواکۍ دپاره رسالت ترسره کړي. کندهاري خبريالانو سږ کال په زغرده چارواکو ته خبردارى ورکړ چي د رسنيو له سانسور نه ډډه وکړى، معلومات پر وخت راکړي او د هغو خبريالانو قانوني ملاتړ وکړى چي د ګواښونو او تهديدونو سره مخ دي. کندهاري خبريالانو په دې برخه کي د کندهار والي څخه ليکلى تعهد هم واخيست، په دې ژمنپاڼه کي شپږ مهمي مادې راغلي وې، چي له مخي به يې دلته خبريالانو ته خوندي چاپېريال برابر سي. زه د يوه خبريال په توګه د بيان د ازادۍ له روان حالته هيڅ نه يم راضي او هيله مي دا ده چي حالت ډېر ژر تغير وکړي، چارواکي خپلو نيمګړتياوو ته متوجه سي، رسنۍ اصولو ته ژمني سي او خبريالان حقيقتونو ته انعکاس ورکړي .

بريالى رحيمي، خبريال

د بيان ازادي او پر وړاندي يې ستري ننګوني! که حقيقت ته راسو موږ تر اوسه يوازي په شعار کي د بيان ازادي لمانځو او يادونه يې کوو. د دې هيواد هر څه تر اوسه د ژمنو پر باور مخته روان دي او د ژمنو عملي کول ډېر کم رنګه دي. که د بيان ازادي او مالوماتو ته لارسى سره بيل سي، نو بايد ووايم چي تر اوسه هم څوک نه سي کولاى چي په يوه مشخص او پېژندل سوي ادرس داسي بيان وکړي چي حقيقت ولري، چي دا د دې معنى ورکوي چي تر اوسه لا هم يو کس په خپل نامه د بيان ازادي نه لري. له بلي خوا د بيان ازادي نه ده تعريف سوې چي کومو خبرو ته د بيان ازادي ويلاى سو.

بريالى رحيمي، خبريال

بريالى رحيمي، خبريال

که چېري يو کس غيراخلاقي خبري کوي يا يې په رسنيو کي نشروي دې ته د بيان ازادي نه، بلکي د قانون څخه سرغړونه ويل کېږي چي زموږ خلک لا تر اوسه د يوه شخص توهين د بيان پر ازادۍ حسابوي، چي دايې لاره نه ده او دې کار د خبريالانو هغه باور هم د خلکو پر وړاندي را کم کړى دى چي پر رسنيو د حکومت کړني ويني او يايې هم اوري. اوس راځو مالوماتو ته د لارسي برخي ته چي د يوه خبريال لپاره څومره اړين دي، په دې زون کي او په ځانګړي ډول په کندهار کي ملکي برخه هر وخت غواړي چي د خپلو کړنو او ننګونو څخه ولس ته مالومات ورکړي، چي ښه لاره يې همدا رسنۍ دي چي دوى کولاى سي تر ولس پوري خپل فعاليتونه ورسوي او له همدې لاري د ولس ږغ واوري، چي تر ډېره په ملکي برخه کي دا کار سوى هم دى او داسي ځانګړې ستونزه وجود نه لري چي يادونه يې وسي. دلته خبريالان له نظامي ادارو سره لويه ستونزه لري چي هيڅ کله يې پر ټاکلي وخت او پوره دقيق مالومات نه دي ورکړي او لا هم په دې برخه کي ستونزي موجودي دي. مافيا، قاچاق، فساد او غصب د دې لامل سوى دى چي زورواکي د څېړنيزو راپورنو مخه ونيسي او خبريالانو ته د راپور جوړولو پر وخت ستونزي جوړي کړي. که څه هم چارواکي خپله دا مني چي تر اوسه زورواکي د خپلو شخصي ګټو د خونديتوب لپاره د رسنيو د کار مخه نيسي، خو د دې کسانو د مخنيوي کوم ښکاره پرمختګ نه تر سترګو کېږي، نو ځکه ورځ تر بلي د خلکو ستونزي زياتېږي او خبريالان هم مالوماتو ته د لاس رسي څخه ناخوښ دي.

عبدالمتين اميري، خبريال

د ولسواک نظام یو له مهمو ارزښتونو څخه د بیان ازادي او په خپلواک ډول د ټولني د یو فرد د نظر څرګندول دي. دا ویلکېږي چي افغانستان په ډېر لږ وخت کي د بیان د ازادي هغه لوړي کچي ته ځان رسولى کوم اړتیا يې لیدل کېدل او اوس د سيمي په کچه د بیان د ازادي له مخي یو خپلواک هيواد دى، خو دا حقیقت باید ومنو چي دا ازادي واقعي او رښتينې نه ده،

عبدالمتين اميري، خبريال

عبدالمتين اميري، خبريال

ځکه د  مطبوعاتو د پوره ازادۍ په ترڅ کي به دا نامنکنه واى چي زموږ هيواد به په فساد کي هم د نړۍ په اول درجه هيوادونو کي حساب واى. د یو خبریال په صفت دا ویلاى سم چي موږ ځان په یو زندان کي ازاد بولو، د خبریالانو کاري ساحه اوس هم ډېره محدوده ده، پر وخت او  قره اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دى، څېرنه او څېړنیز راپورونه چمتو کول خو بې خي د خوب خبري دي. موږ به هغه د خپل ځان او دې سپېڅلي مسلک ازادي هغه وخت ومنو کله چي وکولاى سو په مفسدو ادارو کي د فاسدو چارواکو په واړندي ودرېږو او د مظلم د حق غوښتنه او دفاع وکړو او د زورواکو د ظلم او غصب په واړندي حقایق څرګند کړو. بله مهمه موضوع چي اوس یو ټولنیزه ستونزه ده، هغه د بیان د ازادۍ په نامه د ټولنیزو شبکو ناسم استعال او کارونه ده. وینو چي ډېرى ځوانان پر خپل ټولنیزو پاڼو د معتبرو او مخورو کسانو سپکاوى او شخصیت وژنه کوي، چي دې ته دوى د بیان ازادي وايي. حال دا چي دا د بیان ازادي نه، بلکي یو ستر جرم دى. د بیان ازادي باید د حقیقتونو او ثبتونو پر بنیاد ولاړه وي. زموږ ځوانان باید د ټولنیزو رسنیو څخه د خپل علم او مسلک د پرمختګ لپاره کار واخلي او هر ځوان بیاد خبریال، سیاستوال او تحلیل ګر ونه اوسي، پرېږدي چي هر شخص په خپل مسلک کي کار وکړي. خبر د خبریال کار دى، سیاست د سیاستوال، دوا درمل د ډاکټر او که ته دوکاندار یې خپل د پير او پلور په اړه کار وکړه. موږ به هغه وخت د بیان ازادي خپله کړې وي چي زموږ دولت او ملت د بیان د ازادۍ په مفهوم او قوانینو خبر او ورته پوره درناوى وکړي.

بسم الله وطن دوست، خبريال

بسم الله وطن دوست، خبريال

که څه هم په اساسي قانون کي د بیان د ازادۍ خبره سوې او ټینګار سوی چي د بیان ازادي له تېري څخه خوندي ده، خو په اصل کي له مرکزه تر دې ځایه د بیان ازادي په یو ډول نه په یو ډول انحصار ده. اساسي قانون آمر کوي چي هر څوک د نظر وړاندي کولو حق لري، خو دا هسي د کاغذ پر مخ خبره ده. څو چي اساسي قانون په بشپړ ډول تطبیق سوی نه وي او ټولو چارواکو عملي کړی نه وي د بیان ازادي به همداسي انحصار وي. که څه هم د رسنیو او معلوماتو ته د لاسرسي قوانین په لاس کي لرو، خو بیا هم ډېری دولتي چارواکي خبریالانو ته وخت نه ورکوي او یا هم د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي.

په کندهار کي یو شمېر مسؤلینو زما د راپورونو جوړولو په وړاندي خنډونه جوړ کړي او هڅه يې کړې چي زما د راپورونو د خپرولو مخه هم ونیسي. ډېر کله داسي پېښېږي کله چي خبریال پر یو موضوع کار کوي وروسته اړوند چارواکی بیا زنګ ورته وهي او د راپور جوړولو فرمایش پر کوي، چي دا پور باید داسي چمتو کړل سي او یا هم باید دغه راپور چي تاسو کار پر کړی دی باید خپور نه سي. دلته د بیان ازادي، د رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون د کاغذ تر مخ پوري محدود دى. یوه بله موضوع له خبریالانو سره د چارواکو له لوري سلیقوي چلند دی، له یو شمېر خبریالانو سره د راپورونو چمتو کولو پر مهال همکاري کېږي او د یو شمېر نورو مخه نیول کېږي. زه خپله یو له هغو کسانو څخه یم چي کله ناکله د راپورونو چمتو کولو پر مهال له ستونزو سره مخ سوی یم. یوه بله لویه ستونزه دا ده، چي کله خبریالان له ولسوالانو، رئیسانو او یو شمېر نورو دولتي کسانو سره غواړي چي د یوې موضوع په اړه خبري وکړي، هغوی وایٍي، دوی ته له ولایت مقام له لوري رسمي مکتوبونه لېږل سوي چي باید له رسنیو سره خبري ونه کړي. خبریالان اړ کېږي چي له اړوند مسؤل سره د مرکې له پاره یو ځل د ولایت مقام نظر واخلي او بیا به هغوی د مرکې کولو توصیه ورته کوي. دلته خبریالان له ډېرو ننګونو سره مخ دي، د معلوماتو راټولولو په برخه کي ستونزي لري، د معلوماتو او راپورونو خپرولو پر مهال فرمایشونه پر کېږي. زه د یو خبریال په توګه پر هغو موضوعاتو چي ولس يې غواړي او د ولس درد په دوا کېږي کار نه سم کولای، یا معلومات نه راکول کېږي، یا ګواښل کېږم او یا هم له فرمایشونو سره مخ یم. زه له اوسنۍ د بیان د ازادۍ څخه هیڅ نه یم راضي، دولت باید د قوانینو ټولي مادې تطبیق او عملي کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .