خبر واست چې سلمان خان پوروړی او بدپوری دی؟

۱۹ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۱۲ ق.ظ -
تاسې به فکر کوئ چې د هندي سېنما شهنشاه سلمان خان به په پيسو کې اوړي را اوړي او په شمېرلو به يې ستړی وي، خو دا خبره مو تر همدې ځايه سمه ده، البته په دې نو نه واست خبر چې دی له کلونو راهيسې پوروړی او پيسې يې هم بېرته نه دي ورکړې. سلمان خان په خپل ټويټر د ده او د يوه ماشوم عکس خپور کړی دی او بيا يې ويلي، دا ماشوم اوس ځوان دی او ظهير اقبال نومېږي. سلمان خان وايي، ظهير به د کشمير پر موضوع په جوړېدونکي فلم کې له ده سره ولوبېږي. بيا يې د هغه د پلار يو انځور خپور کړی او ویلي يې دي چې دا سړی په ماشومتوب کې د ده لپاره د بانک غوندې و. سلمان خان وايي، له هغه راهيسې دی د دې سړي دوه زره او يوولس کلدارې قرضدار دی، خو شکر چې هغه سود نه دی ورباندې حسابلی او ده پور نه دی پرې کړی. 34133848_646778088988037_1615903014722207744_n-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .