خطرناک واده\نصرت الله ترنک

۱۵ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۲۶ ب.ظ -
دوه ډوله شخصیت وجود لري، چې له هغو سره واده کول د هېڅ چا لپاره د رضایت وړ نه دی، که څه هم له چا سره په اړیکه کې یاست چې له دې دوه ډولو شخصیتونو څخه یو ډول یې لري، ژر تر ژره مو اړیکه پرې کړئ… ۱- د ټولنې ضد شخصیت: د هغه لپاره یوازې د خپلې ازادۍ او ځواک اړتیا مهمه ده. د نورو اړتیاوې ورته مهمې نه‌دي. څرګنده ځانګړنه یې دا ده، چې د مینې او اړیکې احساس یې تقریبا صفر دی. ستاسو له رټلو څخه خوند اخلي، یوازې ځان وړ شخص بولي. د نورو په غولولو کې مهارت لري او که مهربانه ښکاري نو د خپلې ګټې لپاره دی نه پر تاسو د مهربانۍ له مخې. کله چې له یوې ښځې سره په اړیکه کې، خپلو غوښتنو ته ورسېږي او ښځه وغواړي پرې تکیه وکړي دی ترې تښتي او که ښځه پر هغه متکي وي، شونې ده چې د خپلو ټولو غوښتنو منلو لپاره هغه وزوروي. ۲- بېکاره شخصیت: عجیبه سړی دی چې په تدریج سره ځان څرګندوي، هغه کار نه‌کوي او د ژوند تېرولو له‌پاره نورو پورې تړاو لري. ځواک ته اړتیا په کې زیاته لیدل کېږي ولې د لاسته راوړلو لپاره یې هېڅ هڅې ته علاقه نه‌لري، ځکه چې د هر کار تر سره کول ورته د خپل شان خاورې کېدل ښکاري. غټې خبرې کوي خو کارونه یې په هېڅ کې شمېرل کېږي، تاسو ته د ځان په اړه غږېږي، خو ستاسو خبرو اورېدلو ته هېڅ علاقه نه‌لري. تر هغه چې بل څوک ورته تمه نه‌لري، کولی شي د یو عادي کس په څېر چلند وکړي. تر هغه چې ملاتړ یې کوئ او ټول کارونه خپله تر سره کوئ، ستاسو له‌پاره به یو ښه مل وي، خو که له هغه مسوولیت وغواړئ، اوږې سپکوي او که ټینګار وکړئ نو حتیٰ شخړه او بدچلندي هم کوي. داسې ماشوم ته پاتې کېږي چې هېڅکله نه غټېږي. ــــــــــــــــــــــــreceived_1847701805316760 نصرت‌الله ترنک

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .