خلګ: اروزګان کې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزه ناکامه ده.

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۵۹ ب.ظ -
د اروزګان ولایت یوشمیر قومي مشران ، دیني عالمان ، مدني فعالین او نور اوسیدونکي پر دولت نیوکه کوي ، چې په دغه ولایت کې د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ناکامه ده او د بریالیتوب په برخه کې یې پاتي راغلي دې. یادو کسانو دغه نیوکي نن په ولایت مقام کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزي په یوي غونډي کې وکړي او زیاته یې کړه ، چې دغه ولایت ته د تیرو لسو کلونو راهیسې د نشه يې توکو د مخنیوي او په دغه برخه کې د کروندګرو سره د مرستو په نوم میلیونونه ډالر مرستي سوي دې، خو وایې چې دغه مرستي بي ځایه لګیدلي او د نشه یې توکو د کښت په کموالي کې یې تاثیر نه دې کړی. دغه اروزګاني اوسیدونکو پر ولایتي مسوولینو هم نیوکي وکړي ، چې نه دې توانیدلي د نشه یې توکو د کښت په مخنیوي او د استعمال په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او ترڅنګ یې کروندګرو ته بدیل کښتونه پیدا کړي. دغه کسان وایې ، هرکال د کوکنارو او نورو نشه یې توکو د  کښتونو د کرکیلي پر وخت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزي د ریاست لخوا یوازي څو نمایشي غونډي جوړیږي او هغه مرستي چې د همدې لپاره ولایت ته راغلي دې ، بي ځایه لګول کیږي. دوی وایې، که چیري په اروزګان کې د نشه یې توکو پر وړاندې روانه مبارزه همداسي ناکامه وي ، نو نه یوازي به ددغه کښت په کرکیله کې زیاتوالي راسي ، بلکي ورسره به په دغه ولایت کې په نشو د روږدو کسانو شمیر هم زیات سي. د اروزګان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزي د ریاست مسوولین هم د خلکو یوشمیر اندیښني پر ځاي بولي خو وایې ، چې دغي اداره تر خپل توان پوري مسوولیت سرته رسولي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه بولي. دیادي اداري استازي حمیدالله وویل ، داچې د نشه یې توکو کښت او استعمال د اسلام له نظر ناروا دې ، نو باید کروندګر ددغه کښت د کرکیلي څخه لاس واخلي او د نورو کښتونو کرکیلي ته مخه کړئ. حمیدالله وایې، باید ټول ولس ددغه کښت د مخنیوي پر وړاندې لاس یو کړئ او ورسره جدي مبارزه وکړي. دیادوني وړده ، چې دامهال په اروزګان کې تر ۱۵ زره   زیات کسان په نښو روږدې. aviary_1505385007435

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .