خلګ او ولایتي شورا د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې اروزګان کې دې د ( (UNMS په نوم دفتر نه تړي.

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۵۰ ب.ظ -
د اروزګان د ولایتي شورا په دفتر کې نن یوشمیر اوسیدونکو او د ولایتي شورا مشر د ملګرو ملتونو له ادارې وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې د یو ني مس په نوم دفتر نه تړي ځکه په وینایې چې په اوسنیو حالاتو کې ددې اداري فعالیت اړین دي. د اروزګان ولایت د ولایتي شورا په دفتر کې د چار شنبي په ورځ لسګونه کسان راټول سوي وه او په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګي یو ني مس د فتر د تړل کیدو په اړه یې خپله اندیښنه وښوده. د غونډي په پيل کې ددې شورا ریس امیر محمد بارکزي وویل ، دغه څانګه د تیرو دریو کلونو راهیسي په اروزګان کې فعالیت لري او په بیلابیلو برخو کې یې د خلګو سره مرستي کړي دې. بارکزي وایې، د اروزګان ولایت په اوسنیو حالاتو کې ددې ادارې تړل یو بد خبر دي. له بلي خوا یوشمیر نورو برخوالو هم د وینا پر مهال ددې اداري فعالیتونه وستایل او د مسوولینو څخه یې وغوښتل چې په اروزګان کې دي ددغي اداري د تړل کیدو پریکړه بیرته واخلي. دغه کسان وایې، داچي اروزګان له سختو جګړیزو حالاتو سره مخ دي او د نا امنۍ زیات شمیر قربانیان عام خلګ دې نو په داسي حالاتو کې د ولایت په کچه همدا یوه اداره وه چې د خلګو سره یې مرستي کولي. دوی وایې ، اروزګانیان اوس تربل هر وخت له سختو شرایطو سره مخ دي نو د همدي امله یې د دولت او نورو خیریه سازمانونو غوښتنه داده چې دغه ولایت ته پاملرنه زیاته کړي. د ملګرو ملتونو ( UNMS ) په نوم د ساحوي څانګي مسوول مینه پال وایې ، دغه اداره د تیرو دریو کلونو راهیسې په اروزګان کې فعالیت لري او په بیلابیلو برخو کې یې خلګو ته خدمات وړاندي کړي دې. نوموړي وایې، ددوي اداره په دریو برخو لکه د بي وزلو کورنیو سره د مرستو د ویش ، دجګړه ځپلي عامو خلګو لاس نیوی، او معیوبو کسانو ته د منصوعي غړو په برخه کې فعالیت درلوده. هغه وایې ، په اروزګان کې یې خدمات د خلګو لپاره ګټور او دقناعت وړ دي نو د همدي امله اوس خلک ددوی د فعالیتونو ستاینه کوي او د مرکزي اداري څخه غواړي چې خپل ساحوي دفتر دغلته ونه تړي.  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .