خلیل زاد: پاکستان ته توصیه کړې چې د افغانستان لپاره د سولې سیاست به یې په خیر وي

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۱۷ ق.ظ -
ځینې شنونکي وایي، ترهغې چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پروړاندې پوځي اقدام و نه شي او د پاکستان پر پوځي او استخباراتي مشرانو اقتصادي تعزیرات وضعه نه شي اسلام اباد به د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وانه خلي .
  په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد بیا پاکستان ته توصیه کوي چې د افغانستان لپاره د سولې سیاست به یې په خیر وي. له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دوه ځله افغان لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته لاړ خو کومه جوته پاېله یې نه درلوده . اوس باور دا دی، چې پاکستان له پوځي فشار پرته د ترهګرۍ له ملاتړه لاس نه اخلي او امریکا باید د پاکستان په تړاو خپلې کړې خبرې عملي کړي .
عتیق الله امرخېل وايي د پوځي فشار سربېره باید د پاکستان په جنرالانو او استخباراتي ادارې مشرانو اقتصادي بندیزونه ولګول شي چې ترهګري پالي .  
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وايي پاکستان هڅه کوي چې افغانستان یې مستعمره وي . زلمي خلیلزاد داسې ویلي (( پاکستان غواړي چې افغانستان خپله مستعمره وګرځوي او په تړاو یې مهمې پریکړې اسلام اباد وکړي او پرې مستقیم حاکمیت ولري .)) د چارو څیړونکي وايي  د پاکستان سره ناسته هیڅ ډول ګټه نه لري ځکه دغه هیواد له ترهګرۍ د ملاتړ له پلوه د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دی او ملګري ملتونه یې باید  د ترهګرۍ د ستر ملاتړي هیواد په توګه اعلان کړي . خلیلزاد

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .