خپګان بدني مرض دی او دواء لري

۲۰ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۵۶ ق.ظ -

3

الجزيرې نړۍوال کانال د کامبرج پوهنتون «وېلکم ټرسټ» يوه څېړنه خلاصه کړې. څېړنه وايي، چې خپګان بدني مرض دی او په دواء يې علاج کيږي. څېړونکي وايي، خپګان ډېری وخت د مدافعې له کمزورۍ پيدا کيږي. کله چې انسان کوم مرض سره مخ شي او بدن التهاب پيدا کړي، خپګان ورسره پيدا کېدلی شي.

څېړونکي وايي، د التهابونو او خپګان ژور تړاو دی، له همدې امله ده، چې ځينې وخت التهاب‌ضد دواګانې د خپګان لرې کولو ستره او موثره لار وي. عموما د خپګان د لرې کولو لپاره د مزاج د ښه کولو تابلېتونه کاريږي، خو دا هغسې موثر نه وي، ځکه چې بدن کې د التهابونو دواء ونه شي خپګان پاتې کيږي. په ځانګړي ډول، د خپګان کوم مريض که عينِ وخت کې کومه ويروسي مريضي لرله، نو دا يقيني ده، چې خپګان يې د التهاب له امله دی، دی بايد التهاب‌ضد دواء وخوري، چې خپګان زر تر زره معالجه شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .