داسلامی امت یووالی او اتحاد، داستکبار مرګ

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۷ ق.ظ -

4

ګلونو اوریدونکو سلامونه مو ومنئ. د تهران ریډیو د پښتو خپرونې په دې برخه کې  د وحدت د اونۍ په مناسبت یوه  وینا درته وړاندې کوو چې پکې د اسلامي امت د یووالي  د ضرورت پر بیان سربیره د  اسلام د څیرې په داغي کولو او  په اسلامي ټولنو کې د وحدت او یووالي دمخ نیوي لپاره  د داعش  ترهه ګرې ډلې منفي رول بیانیږي تاسو ته بلنه درکوو چې له مونږ سره په دغه پروګرام  کې ملګرتیا وکړئ.

د وحدت د اونۍ  په شپو ورځو کې یوو ، د  ربیع الاول یا لومړۍ خور د میاشتې  دولسمه نیټه د اهل سنتو د روایاتو مطابق د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده او د شیعیانو په نزد هغه حضرت د ربیع الاول په  اولسمه دې فاني نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې .  په مسلمانانو کې دغه شان  واړه واړه اختلافات  کم  نه دي  خو مهمه دا ده چې ټول مسلمانان په یو رسول او یو قران  او په تعلیماتو یې  ایمان لري  دغه  شان اختلافونه د مذهبونو په مینځ کې د دښمنۍ ، کینې او اختلاف دلیل نه شي جوړیدلی .  له همدې امله د ایران د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته  د ربیع الاول له دولسمې تر اولسمې نیټې پورې موده  د اسلامي وحدت اونۍ ونومول شوه    اسلامي انقلاب ستر لارښود اولوی مرجع حضرت ایت الله العظمی امام خمیني  د ایران د اسلامي انقلاب کامیابي د ټولې اسلامي نړۍ کامیابي او د  ټولواسلامي مذهبونو د پيروانو او اسلام د عزت  موندلو سبب ګڼله .  په همدې لړ کې  له ټولو اسلامي غورځنګونو ملاتړ که هغه د هر یو مذهب وي  د ا یران د اسلامي جمهوریت  د بهرني سیاست یوه برخه وګرځیدله .  نو ځکه ګورو چې  که څه هم د فلسطین خلک اهل سنت دي خو  د فلسطین له آیډیاله  او د صهیونسټانو د  بیت المقدس د ازادۍ ارمان  د اسلامي ایران د بهرني سیاست یو بنیادي اصل دی.  همداراز د ایران اسلامي جمهوریت  په خپل ټول توان سره  د  لبنان د حزب الله چې شیعه  ډله ده  له نیواکګر صهیونسټ رژیم سره د مبارزې دمقاومت  یو  چورلیزي رکن دی ، ملاتړ کوي.  د حماس له غورځنګه هم چې د اهل سنت د مذهب پيروان دي خو  په نیواکي ټاټوبي کې د مقاومت  چورلیز دی  ملاتړ کوي.

 په دغه شان فضا کې  کله چې  له اسلامي ایران سره چې په اسلامي نړۍ کې د وحدت بیرغچي دی  په  چلند کې د لویدیځو دولتونو ټولو  اقداماتو ماته وخوړله  دغو دولتونو هڅه وکړه چې   په اسلامي نړۍ کې دننه  د اسلام  د سوله غواړې او عدالت  دوسته  او رحماني دین  د څیرې  په  داغي کولو سره  له  سوچه  محمدي  تفکر سره مقابلې ته پاڅیږي.  په همدغه وخت کې ده چې  مونږ په اسلامي  نړۍ کې د  افراطي بهیرونو د جوړیدو شاهدان یوو.  هغه بهیرونه چې  که څه هم د اسلامي تاریخ په اوږدو کې یې ځینې رګونه ترسترګو کیږي خو  هیڅ  کله یې په اسلامي نړۍ کې دومره شورماشو او جنایت نه دی کړی.  د داعش په شان  ډلو ډیرو جنایتونه  حتی په مینځنیو پیړیو کې او هغه وخت چې  په اروپا دوحشت او مرګ سیوري خپور و  ، هم نه شو لیدلی.   ولې په  یوویشتمه پیړۍ کې او  د نړیوال کلي په دې  زمانه کې  دغه شان ترهه ګرې او افراطي ډلې  په اسلامي نړۍ کې جوړیږي؟ آیا دغه افراطي او ترهه ګر بهیرونه  په نړۍ کې د تمدن او پرمختګ  د مدعي هیوادونو له ملاتړه پرته جوړیدلی شول ؟

په مسلمانانو کې اختلاف نه یوازې  د مذهبونو په مینځ کې بلکې حتی د  یوه مذهب په عالمانو کې هم شته دی  مثلا په تشیع مذهب کې کله کله  په یو ې موضوع کې یو مجتهد داسې فتوا ورکوي چې  له بل سره یو سل اتیا درجې  فرق لري.  خو د رایو دا اختلاف هیڅ کله د دښمنۍ او کینۍ سبب نه جوړیږي.  د دې په اپوټه  همدغه عالمانو د رایو له اختلاف سره سره په لمانځه کې  په یو بل پسې ودریږي.  په  اهل سنتو کې هم په ډیرو دیني مسایلو کې  د نظر اختلاف شته دی ، د اسلامي  مذهبونو پیروانو  تر هغه وخته چې  د اسلام دښمنانو پکې  اختلاف نه وي اچولی  په لګونه کلونه  یې د یو بل تر څنګ او حتی د غیر  مسلمو تر څنګ سوله ایز ژوند کړی او له  یو بل سره یې اړیکې درلودلې دي.  ځکه چې دغیر مسلمو عقیدو ته احترام د پیغمبر او اهل بیتو  د سیرت یوه برخه وه .

 اوس که دغه ارتباط  او ګډ سوله ایز ژوند  د هغو مسلمانانو په مینځ کې وي چې  دیو  پیغمبر او اسماني کتاب تر تعلیماتو لاندې  دي ، دغه درناوی بیا دوه برابره کیږي.  امام خمیني او د اسلامي انقلاب مشر ایت الله العظمی خامنه ای  د پیغمبر او اهل بیتو د سنتو مطابق  له ټولو اختلافات  سره سره  د اسلامي مذهبونو په مینځ کې په  وحدت ټینګار  لري.

حقیقت دا دی چې  د مختلفو اسلامي مذهبونو ګډ ټکي  دهغوی تر اختلافاتو زیات دی  نو د کینې او سختې دشمنۍ لپاره څه دلیل پاتې کیږي چې د داعش په شان ترهه ګرې او تکفیري ډلې یې د اسلام په نامه  ترسره کوي  . قران د اسلام دین د رحمت او ګډ سوله ایز ژوند  دین ګڼي او په خپله پیغمبر هم  مسلمان هغه کس ګڼي چې  له لاس او ژبې یې نور په امان کې وي  خدای تعالی خپل پیغمبر د نړیوالو لپآره رحمت معرفي کړی  دی ، هر څوک چې شهادتین ووایي  مسلمان ګڼل کیږي  او په دې د ټولو مذهبونو اجماع  دی . نو کوم اعمال چې داعش یې کوي  د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم له تعلیماتو سره هیڅ  تړاو نه لري.

 یو بل ټکی چې ټولو امامانو ورباندې  تاکید درلود ،  د ټولو انسانانو د حقوقو او حرمت ساتنه ده  مثلا حضرت علی علیه السلام  د خپل حکومت په لنډه شان موده کې  نه یوازې د  مسلمانانو  بلکې  په خپل  اسلامي ټاټوبي کې د پروت یو یو غیر مسلم کس د حقوقو  په ساتنه ټینګار کاوه .   اوس ، داعش  ، هر کس چې دهغوي په شان فکر ونه کړي  او د اسلام له تعلیماتو د هغوي په  غلط او انحرافي  باور عقیده ونه لري  هغه کافر ګڼي او د  وژلو مستحق .  اسلام تر هغه وخته پورې چې یو کس یا ډله  د اسلامي عقیدو او د مسلمانانو د  خاورې او ناموس  په خلاف  وسله پورته  نه کړي  هیڅکله  له دغه شان  کس یا ډلې سره د  مقابلې اجازه نه ورکوي.  د پیغمبر او اهل بیتو  کړچار د دې خبرې ګواه دی.  په حقیقت کې  هغه څاروي ډوله   تاوتریخوالی چې  داعش او  نورو ترهه ګرو ډلو په عراق او سوریې  او نورو اسلامي ټاټوبو کې کړی او هغه تاکید چې لویدیځ دولتونه او رسنۍ یې    په اسلام پورې د دغه تاوتریخوالي د تړلو لپاره کوي ،  د مسلمانانو تر مینځ د اختلاف او د اسلام د سوله غواړې څیرې له داغي کولو پرته بل هدف نه لري.

ویلی شو چې  د داعش  په شان له ترهه ګرو ډلو د لویدیځو دولتونو او په سر کې یې دامریکا  د حمایت تر ټولو لوی سبب  دادی چې دوي  اساسا  سلبي ماهیت  لري  یعنې  د دغه ډلې مهارت  د تمدن په جوړولو کې نه بلکې  د هغه څه چې موجود دي په نفي کولو او ورانولو کې دی .  په بله ژبه ،   دغه بهیر د بدلون  طاقت لري خو د رغاونې طاقت نه لري.  او تمدن نه شي  جوړولی.  له دې امله ده چې  د لویدیځ اسلام مخالفه دولتونو ورته پام ګرځولی دی.  په حقیقت کې  لویدیځ دولتونه په اسلامي ټاټوبو کې  د افراطي او تکفیري  بهیرونو په ملاتړ او سنبالښت سره  غواړي  په  سیمه او نړۍ کې  د اسلام ګروهنې څپه  منحرفه کړي  او یا یې له مینځه یوسي. د اسلام دښمنان د افراطي ډلو په ملاتړ سره هڅه کوي  په مسلمانو هیوادونو کې  له بیدارۍ راپیدا شوی طاقت  د  صهیونسټ رژیم د  ګواښ په شان له اصلي موضوعاتو بل لور ته واړوي.  په همدې لړ کې د اسلامي انقلاب ستر لارښود   په اسلامي هیوادونو کې  د ترهه  ګرو او  افراطي ډلو د ماهیت په  تحلیل کې  وفرمایل: « یو شمیر تکفیریان  خبیث صهیونسټ رژیم ته د پام په ځای  د اسلام  او شریعت په نامه اکثره مسلمانان تکفیروي  او د اختلافاتو او تاوتریخوالي د پیدا کیدو زمینه برابروی  او په همدې وجه  د دغه تکفیري بهیر وجود  د اسلام د دښمنانو لپاره یو زیری دی .» د  رهبرۍ ستر  مقام  د « اشداء علی الکفار رحماء بینهم» آیت ته په اشارې سره زیاته کړه :  تکفیري ډلې د خدای  په  صریح حکم سترګې پټوي   او په مسلمان او کافر ، د مسلمانانو په ویشلو سره  هغوی له یو بل سره جنګوي .  دوي   وفرمایل « په دې حالت سره آیا څوک  شک کولی شي چې  د دغه بهیر شتون او ورځنې مالي او تسلیحاتي  ملاتړ  د استکباري دولتونو   او دهغ وی د لاس پوڅو  د خبیثو امنیت  ادارو کار نه د؟»

 دم ګړۍ  په اسلامي ډګرونو کې فعالې تکفیري ډلې  پر دې سربیره چې په نړۍ کې د اسلام څیره بدرنګوي عملا په وروروژنې  او د استثمارګرانو د ګټو په لړ کې د ګام په پورته کولو سره  نه یوزاې  خپل اصلي دښمنان  یعنې امریکا  صهیونسټ رژیم او نور  لویدیځ سلطه غواړي طاقتونه نه کمزورې کوي بلکې  په دغه شان اقداماتو سره  دخپلو دښمنانو جبهه هم مزبوتوي.  داعش نن  په نړۍ کې له اسلامه د خلکو د ویرولو او اسلام دښمنۍ   لپاره د لویدیځ په یو اوزار بدل شوی دی.  د وحدت اونۍ او  هغه غونډې چې په دې اونۍ کې په  اسلامي هیوادونو کې ترسره کیږي  یو فرصت دی چې په اسلامي نړې کې د هر مذهب عالمان او ازاد فکره کسان، خلکو ته دا پوهه او  معلومات ورکړي چې  د اسلام  پیغمبر او اسماني کتاب  قران کریم د مسلمانانو تر مینځ د وحدت او پیوستون په چورلیز ولاړ دی  او د داعش په شان د ترهه ګرو او افراطي ډلو اقدامات  د سوله دوست او عدالت غواړي اسلام د څیرې  د خرابولو لپاره دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .