دافسانې کلمه

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۱۲ ق.ظ -

لیکنه : / نور احمد نور

کله چې انسان په دې دنیا کې سترګې وغړولې او دژوند په چل پوی شو ړومبی دلچسپي یې په دې کې

پیدا شوه چې خپل حال بل ته ووایې او یا د بل حال نه خپل ځان خبر کړې دا هغه محرکات دي چې کیسې

ته ژوند ورکوي.

پخوا دانسان ذهن کچه،علم یې کم وه،تجربه او مشاهده یې نه وه له دې کبله هغه چې کله خپله کیسه چاته

کوله نو هغه به حقیقت نه زیات د خیال په وزرو الوت کولو د دیوانو ښاپیریو او طلمسایي واقعاتو ته به

یې زور ورکولو چې کوم ته متیهالوجې ویلی شې یعنې مافوق الفطرت خبرې او واقعات،مخکې ژوند

ساده وه انسان له دې بې بنیاده خبرو خوند ورکولو دنیا کې د ټولو نه اول یونانې داستانونه مخې ته

ویلی شي دا په پښتو کې میجر راورټي ژباړلي هم دي.Aesops Fables راځې دې ته

داستان په فارسي ژبه کې ډېره زیاته وده کړې ده اوچې کله دغه داستان د فارسي نه اردو ته راغلی دی

نو دلته یې هم شهرت موندلی دی ولې پښتو ژبه کې داستان هغه مقام نه دی تر لاسه کړی چې کوم ورته

په دې دوو ژبو یعنې فارسي او اردو کې حاصل دی.پښتو کې د منظمومو داستانونو پیل د دولسمې

1

هجري صدۍ نه کیږې په دې لړکې پښتنې داستانونه هم ولیکلی شول او دبهرني داستانونو ترجمې وشوې.

چې صدرخان خټک د ادم خان درخانۍ او دلیشهۍ نه وکړه او دغه دواړه پښتنې رومانونه یې په خوږه او

روانه ژبې کې نظم کړل،ورپسې حمیدبابا،فارسي نیرنګ عشق او دشاه وګدا کیسې منظومې او ژباړلې

افضل خان خټک پنج تـنـترا،دعلم خانه دانش،په نوم ترجمه کړو دا هغه کتاب دی چې په کې د قدیم هندي

تهذیب سره تعلق لرونکې زړې کیسې لیکلي شوي دي داکتاب میاعبدالغفور قاسمي،دانوارسهیلي،شادمحمد

خان،دبېردانش،اومیا حسیب ګل کاکا خیل،د زاد الفروح په نومونو ترجمه کړي دي په پښتو ژبه کې

منظومو داستانونو نه علاوه منثور داستانونه هم لیکلي شوي دي.

دعربۍ،فارسۍ،چینۍ او هندۍ ځینې اولسې داستانونه زموږ په کورونو او حجرو کې مشران وړو ته

وایې .خو دا ټول سینه په سینه را روان دی بغیر د نظم نه چا هم داسې زیار نه دی ایستی چې دا

داستانونه یې په ساده او روانه ژبه کې لیکلي وي،ولې دا یو حقیقت دی چې داستانونه زموږ افسانوي ادب

باندې ډېره ښه اغېزه کړې ده، او پښتانه لوستونکي یې کیسۍ لوستلو اولیکلو ته هڅولي دي.(۱:۵)

دافسانې تاریخ

دشکل له مخې د افسانې عمرلنډ نه اوږد دی .آن دانساني اوبشري ټولنې له پیله سره شوی دی ،خودمحتوا

اومضمون له پلوه یې مختلف پړاوونه وهلي دي .ځینې څیړونکي په دې نظردي ،چې افسانه دلومړي ځل

لپاره په غرب کې وزیږیده او ورو ورو یې خپله لمن پراخه کړه. ځینې حکایتونه اوکیسې به یې په لنډو جملواولنډو موضوعاتوکې ویلې ،چې عشقي خوند او رنګ یې درلود.اوټوکوټکالومحتوا به یې څرګندوله

دمنځنیو پیړیو ترپایه پورې د لنډوکیسو اوپخوانیو افسانو محتوا همداسې وه .خو درنسانس دوره پیل شوه کیسواوحکایتونو، لطیفواو نورو افسانو ته ورته صنفونوخپله موضوع بدله کړه.

دعشقي موضوعاتوپرځای یې درسي ،دیني ،ښوونېز،روزنېز اوخلاقي شکل ځانته غوره کړ.چاچې دلومړي ځل له پاره دافسانې لیکلوته قلم تېره کړ اودزړه له خلاصه یې دپښتوادب لمن دیوه نوي صنف او ژانر په راخپلولو رنګینه کړه .هغه د پښتوژبې خورا خوږ ژبی شاعر ،ادیب اولیکوال استاد راحت زاخیلي دی ،چې دلومړي ځل له پاره یې دشلېدلې پڼې په نوم یوه افسانه وکښله اودافسانې دمینوالو تنده یې پرماته کړه.په دې هکله ځینې نظریات داسې دي ،چې ګڼې لومړنۍ افسانه چې استاد راحت زاخیلي لیکلې ده هغه شلېدلې پڼه نه بلکې ګونډه انجلۍ نومیږي .چې په ۱۹۱۷کال کې یې لیکل شوې ده .حال داچې په پښتوادبیاتوکې لومړنۍ افسانه شلیدلې پڼه ده چې په ۱۹۰۸کال دنوموړي لیکوال له خوا لیکل شوې ده.

قلندمومند دانقلاب ورځپاڼې دیوه ادبي اډنیشن په پاڼوکې څرګنده کړې ده ،چې دپښتوژبې لومړنۍ افسانه نګار یوانګریزي لیکوال جي جي لوریمر ده.

افسانه دخپل جوړښت ،ډیزاین اومحتوا له پلوه خورا لرغونی تاریخ لري .ددې ادبي ژانرلویه سرچینه دلوی کتاب قران کریم څخه اخیستل شوې ده .لکه دالقلم سورت ۱۵ایت شریف کې (اذاتتلی علیه ایتناقال اساطیرالاولین ).دافسانې اواسطورې ترټولوښه نمونه کیدای شي .کلونه په خوا افسانوفولکوریکې بڼې درلودې ،خودوخت په تېریدوسره یې لیکنې بڼې ځانته غوره کړې .نوویلای شو،چې افسانه هم دمحتوا له پلوه بیلابیل ډولونه لري .لکه عشقي ،درسي ،ټولنېزې ،دیني اواخلاقي ،چې هریوډول یې دسکښت اوجوړښت له مخې ځانګړی کرکټر،ژبه ،زاویه اوطرح غواړي

دمعاصرو څېړنوپه اعتبار افسانه یوه کتابي ډرامه بلل کیږي .په دې وجه چې په کې یوازې یودلوستواحساس ترسره کیږي .په افسانه کې تربل هرادبي ژانراغېزه کمه ترسترګوکیږي ،ځکه لنډ جوړښت لري اودیوې پېښې ثبوت راسپړي .نودافسانې نګار وړتیاهم داده چې خپل ټول رنګونه ددغه پېښې په روښانه کولوکې ولګوي . په افسانه لیکنه کې چاپیریال جوړونه ترټولو لویه لاسته راوړنه ده اودافسانې نګار ترټولولوی جوړښت بلل کیږي .نوویلای شوچې افسانه دچاپیریال اوټولنېزې پېښې ترټولو کوچنی انقلاب ګڼل کیږي.(۴)

د افسانې تعریف

دافسانې لغوې تعریف

افسانوي(خیالي،تصویري،غیر واقعي،دحقیقي ضد)

افسانه(خیالې کیسه،نکل،داستان،جکایت)۱

افسانه دلغوي څېړنې له مخې دافسون څخه اخیستل شوې کلیمه ده ،چې افسون په لغت کې جادوکولوته وایي.اوهغه کیسې چې دجادو،پیریانو،دیبانواوښاپیریوپه اړه موجودې دي افسانه بلل کیږي.

دافسانې اصطلاحې تعریف

د افسانې داصطلاحې تعریف په اړه پوهان بیلابیل نطرونه لري.

The art of fiction هملتن لیکي

وړه کیسه یولنډ خیالي تخلیق دی په کوم کې چې دیوې ځانګړې واقعي یا دیو ځانګړي کردارنقشه دپلاټ په ذریعه دډېرو کمو ټکو باندې دډېراثرغورزونکې اندازله برکته دلوستونکي په مغزوباندې ولګيږي اویواثرپیدا کړي افسانه بلل کیږي.

هډسن لیکي

دافسانې دلنډوالي په لړکې لیکي چې :دلنډې افسانې دپاره تش لنډوالي اواختصارشرط نه دی .بلکې په کار ده ،چې د مقصدیت انداز اوتکتیک په لحاظ هم داځانته مخصوص رنګ ولري.

په (۱۸۴۲) کال کې امریکایي مشهورادبپوه بډګرایلن پودهارتورن دافسانوپه دیباچه کې ددې فن ستاینه په دې ټکوکې کړې ده.

یوه افسانه دې له نیمې ګړۍ څخه پیل تر دوه ساعته پورې دوام وکړي اوختمه شي یاافسانه هغه نثري داستان دی ،چې په یوه ناسته کې ختمیږي

دکوزې پښتونخواپیاوړي لیکوال محمد داؤدمومند لیکي

تراوسه پورې دافسانې څه حتمي تعریف نه دی شوی .که په افسانه کې دچا اختصارخوښ شوی دی.هغه وایې

چې افسانه لنډه کیسه وي .که د وحدت تاثیریې دچا خوښ شوی دی هغه وایي ،چې داسې کیسه چې په لوستونکي داول نه ترآخره یواغېزغورځوي هغه افسانه ده .ځینې بیا وایي چې دایوه خیالي یافکري کیسه وي،   په لنډ ډول ویلای شو ،چې افسانه داسې کیسه ده ،چې دانسان اوحقیقيت یواړخ وړاندې کوي اودومره اوږده وي چې په نیمه ګړۍ کې ختمه شي یاکم له کمه په یوه ناسته کې پای ته ورسیږي.

عطمش درانی لیکي

د( اصناف تاریخ ) لیکوال ښاغلی عطمش دراني لیکي  دافسانې لغوي معنا دروغ خبره په اوردوادب کې د افسانې اصصلاحا هغه مختصرې کیسې (شارټ سټوري) ته ویلی شي ،چې په کې دژوند دیواړخ مکمله عکاسي وي .په ارودوکې ددې ډلې له  پاره یوبله اصطلاح هم استعمال شوې ده اوهغه ده (مخصتره افسانه) مختصره افسانه یوازې هغه افسانه نه وي ،چې یوازې مختصروي ددې نه علاوه هغه نوره هم ډېر څه لري.اختصارددې بنیادخصوصیت دی .ولې داختصارسره سره چې ترکومې په دې کې نورخصوصیت موجود نه وي .نومخصترافسانه ورته نه شي ویلي کیدای .نومختصره افسانه یوفن دی ،چې کوم خیال جمالیات اصول اوفني مقتضیات دي افسانه چې ترکوم هغه پوره نه کړي .ترهغې ورته مختصره افسانه ویل ګرانه ده.ددې لیکوال په نظره افسانه کې دپلاټ اوکردارپه مقابل کې زیات اهمیت دلیکوال نقطه نظرته حاصل دی.(۴)

دافسانو منځپانګه(محتوا)

وګړنیزې کیسې یا افسانې ډول ډول منځپانګې لرې او هره کیسه موږ ته د تېرو خلکو د ژوند د عادتونو

او ارمانونو ټولې خواوې بیانوې.په افسانو کې له عقله لرې برخلیکونه او په زړه پورې پیښې تمثیلېږي

لکه: دجادوګری، توردیو، سپین دیو، سیمرغ، دکوه قاف ښاپیرۍ، اتلانو رستم او نورو رولونه دیادونې

وړ دي.څرنګه چې په افسانو کې ټولنیزې چارې او دتېرو خلکو ترمنځ اړیکې له یو بل سره بیانېږي.

همدارنګه دحرص، ظلم او برلاسۍ، قهر، غوسې، کینې، د درواغو څخه بد ویل کېږي اوښه فضایل او

خصلتونه لکه :رښتیا ویل، پاک زړه توب، عدالت، مینه، قناعت، زغم، حوصله او سرښندنه ستایل کېږي.

باید ووایو چې ځینې افسانې زموږ د تېرو خلکو د سپېڅلي مینې څرګندونه کوي او د مخکنیو خلکو او

ټولنو د ارادو او عاطفو ښودونکې اوڅرګندونکي ګڼل کېږي.

افسانې موږ ته د وفادارۍ اومینې درس راکوي او پندونه ترې اخیستل کېږي.کله نا کله وګړنیزې افسانې

په بیلابیلو ځایونو او وختونو کې په یواو بل ډول موږ ته رارسیدلې دي،نو لیږد او انتقال د زمانې په بهېر

کې یې له یوه نسل څخه بل نسل ته بدلون موندلی دی.(۶:۳)

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .