دافغانستان د کرکټ ټولې لوبې به په تلویزیون ښودل کیږي

۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۱۱ ق.ظ -

د افغانستان کرکټ بورډ خپل نړیوال رسنیز حقوق ټوټل سپورټس مارکیټنګ کمپنۍ (TSM) ته وسپارل چې ټولې نړیوالې لوبې او کورنۍ سیالۍ په کې شاملې دي.

د کرکټ بورډ  لخوا په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ، دا هرڅه د ۵ کلونو لپاره  له ۲۰۱۸ م کاله تر ۲۰۲۳ م کاله پورې دي.

سرچینې زیاته کړې،  ددې خبرې تړون ددواړو اړخونو له خوا پرون له داو طلبۍ وروسته هغه مهال لاسلیک شو چې سپورټس مارکیټنګ کمپنۍ (TSM) تر ټولو لوړ مالي وړاندیز وکړ.

سرچینې ویلي، له ۲۰۱۸ کاله تر ۲۰۲۳ م کاله ټولې نړیوالې کورنۍ لوبې، د کرکټ د نړیوالې شورا دراتلونکونو سفرونو پروګرام (FTP)  کې د افغانستان په کوربتوب لوبې، دوه اړخیزې لوبې ، ګڼ اړخیزې لوبې او د افغانستان کرکټ بورډ کورنۍ لوبې لکه شپږیزه کرکټ لیګ، یو ورځنۍ لوبې لکه د غازي امان الله خان کپ هغه څه دي چې رسنیز حقونه یې وپلورل شول.

په خبرپاڼه کې راغلی، دا ملګرتیا به د افغانستان او بنګله دیش له راتلونکو ۳ شل اوریزو لوبو پیل شي چې د هند په دهرادون کې کیدونکې دي. د کرکټ د نړیوالې شورا دراتلونکونو سفرونو پروګرام (FTP)  له مخې به افغانستان له اسټرالیا، بنګله دیش، ایرلنډ، پاکستان، هالنډ، نیوزلنډ، ویسټ انډیز او زمبابوې سره لوبې وکړي.

Total Sports Marketing (TSM) د بنګله دیش مخکښه ورزشي کمپنۍ ده چې له یوې لسیزې راهیسې په نړیوال کرکټ کې ښکیله ده. له دې کمپنۍ سره د بنګله دیش د کرکټ د نړیوالې شورا او بنګله دیش د کورنیو لوبو او د بنګله دیش پریمیر لیګ ( بي پي ایل)ټول نړیوال حقونه خوندي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل ددغې ملګرتیا په اړه وویل: ( د افغانستان کرکټ بورډ خوښ دی او ټوټل سپورټس مارکیټینګ، ته هرکلی وايي او موږ په تمه یوچې د راتلونکو ۵ کلونو لپاره یو له بل سره کار وکړو او پهنړیواله او پراخه کچه د افغانستان کرکټ بورډ د پروګرامونو او لوبو خپرولوشاهد ووسو، ( ټي ایس ایم ) نړیواله تجربه لري نو باورې ده چې موږ به کلک ملګري واوسو).

د ( ټي ایس یم ) اجرایه مشر او د امتیاز خاوند محمد معین الحق چودهري وویل: ( موږ ویاړو چې د افغانستان کرکټ بورډ سره ملګرتیا کوو، د ټي ایس ایم او د افغانستان کرکټ بورډ کارونه له دې مخه تړاو لري چې موږ غواړو کرکټ په ټوله نړۍ کې وده او پرمختګ وکړي موږ به د افغانستان کرکټ بورډ سره له نژدې کار کوو چې له نوښته ډکې او هیجاني کرکټ تجربې له مینوالو سره شریکې کړو، او نور ملګري وهڅوو چې د افغانستان کرکټ په نړیوالو کتونکو وګوري.

کرکټ لوبې په ژوندۍ بڼه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .