دافغانیو دتبادلی کړنلاره او داسعارو په وړاندی د ارزښت ټیټیدل!- خان افضل هډه وال

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۰۴ ق.ظ -

پدی کي شک نشته چي دافغانیو دتبادلې سیاست یا کړنلاره د ډالرو په مقابل کي په یو مصنوعي سیاست او هغه هم داسعارو په ورود باندی ولاړه ده. دافغانستان اقتصادي نظام دکمونستانو د دورې را پدیخوا تر طالبانو د وخته پوري کمونستي اقتصاد وه. دطالبانو دسقوط وروسته د نوی نظام په راتګ سره دافغانستان اقتصادي نظام تغیر او دهیواد اساسي قانون آزاد بازار تسجیل کړه. دکلی اقتصادی تغیر سره،دپیسو سیاست هم تغیر وخوړ او دافغانستان بانک دمالي نظام دناظر او دقیمتونو دثبات مسؤل په حیث په قانون کي ثبت شو. په همدی اساس دافغانستان بانک دیوه جامع او موٍثر پلان له لیاري پخوانۍ پیسی ټولي او نوی افغانۍ بازار ته معرفي کړی. د نوو افغانیو دتبادلی لپاره د ۴۶ او ۴۷ فی دالر نرخ وټاکل شو. داچي افغانستان کوم منظم اساسي مالي او بانکي نظام نه درلوده، نو ددی لپاره چي هیواد کي قیمتونو او دافغانیو دتبادلی نرخ ثابت اوسي،داسعار لیلام بهترینه مؤقته وسیله وه،خوشخبتانه چي دخارجي عساکرو د راتګ سره او دناټو په حضور کي دافغانستان دتادیاتو برخه مثبته او دا زمینه یی مساعده کړه ترڅو دافغانستان بانک خپل پولي سیاست ددی اسعارو دلاري منظم او تطبیق کړي، البته دا پروسه مؤقته او په مرور دزمان باید له منځه تللي وه. په تدریجي شکل باید دمالي نظام اساسات او ساختارونه جوړ شوی وي او دا باید دپورتنی مؤقتی پروسی ځای ناستی ګرځول شوی وی. داساسي ساختارونو يو څو مثالونه دنمونی په شکل:

ha

I. دبانکی او مالي خدماتو پراختیا II. ددی خدماتو عرضه کیدل په افغانیو III. په افغانیو قرضه ورکول IV. دمالي نظام دثانوي بازار پراختیا او بین البانکي خدمات V. اسلامی صکوک نشر او جوړول VI. دافغانستان د ونډو بازار VII. نقدو پیسو مدیریت او تجارت VIII. دافغانستان دبانکی او مالي نظام د دنیا دمالی نظام سره وصلول IX. دپیسو بازار یوځای کیدل او داسي بلا ډیر نور کارونه چي باید ترسره شوی وی او دمصنوعي اقتصاد په ځای زمونږ اساسي اقتصادی ساختار معرفی شوی وی، که په یوه جمله کي ووایم: مالي نظام باید دقیمتونو او دافغانیو دثبات اساسي پشتوانه اوسي نه لیلام دخارجي اسعارو.

دافغانیو دنرخ داسعارو په وړاندی د ولویدلو اسباب a. دافغانستان بانک دمارکیت دتقاضا په اساس داسعارو کم لیلام یا په بل عبارت داسعارو دتقاضا نه پوره کیدل b. دمالی او بانکداري نظام عدم توسعه، په افغانیو کي دسرمایه کذارۍ لپاره دمحصولاتو او خدماتو نه شتون c. دترویج دپروسي توقف او هغه تجار چي په خپلو تجارتي معاملو کي دافغانیو دقیمت ګذارۍ کار نه اخلي عدم مجازات،البته دتادیاتو او قیمت ګذارۍ تفکیک دلته پیداکیږي او دا تفکیک حتمی دی. d. دمرکزي بانک اظهارات چي افغانۍ داسعارو په وړاندی نور تنزیل تاييد، چي دا بازار کي عدم اطمینان پیاده کوي. e. د ډالرو خروج، البته پدی اړه ډیری پوښتنی شته چي دا دلیل منفی ثابتوي، متخصصین دا دلیل هم یادوی خو زه ورسره موافق ډیر نه یم. ددی لپاره زه ډیر دلایل لرم،يو څو يي دنمونی په شکل وایم: که فرضیه واخلو او دا ومنو چي فزیکی دالر دافغانستان څخه ایران ته صادریږي،نو پوښتنه داده چي مونږ دایران سره تجارت لرو او زمونږ تجار مال راوړي. ایران بانکی نظام دبندیزونو لاندی دی او هیڅ نشی کولای چي دبانکونو دلیاری پیسی انتقال کړي،نو هغه تجار چي مال راوړي خپل طرف مقابل معاملدار ته به څنګه پیسی ورکوي ترڅو مال ورکړي او افغانستان ته یی صادر کړي؟ طبیعی ده چي نغدی پیسی به ځان سره وړي او حساب به تصفیه کوي. دوهم. که اوله فرضیه ونه منو،نو ولی تراوسه کومه ډیری نغدی پیسي په سرحدونو کی ندی نیول شوي او همدارنګه پدی اړوند څوک نیول شوی هم ندي، دا څنګه امکان لري چي تنفیذی اداری دی داسی معلومات ورکړي خو شخص دی نه نیول کیږي او پیسی دی هم نه ضبطیږي؟ جواب یی اسانه دی او هغه دا چي پیسي انتقالیږي خو مقدار يي دومره ندی چي غیر مشروع اوسي اویا پری څوک ونیول شي،فقط دتاجرانو پیسي دي. دریم. که دا پورته فرضیي ټولی ونه منو،دا به کوم مالی متخصص ومني چي دایران اقتصاد دی افغانستان په یو ملیارد دالرو ځان ددنیا دتحریمو مصؤن او مقابله وکړي،دا حقیقتونه دی او کتل یی ددی لپاره اړین وي چي اصلی موضوع ته ورسیږي ولو که لږ ترخه هم وي.

یوه بله موضوع چي زمونږ په وخت کي هم موجوده وه او تر ډیره بریده مونږ کوشش کاوه چي تفکیک شي خو بیا به هم حالاتو او اجتماعي عکس العملونو مجبور کړو او یقین لرم چي اوس هم همدا منوال دی. هغه ثبات دافغانیو دارزښت او ثبات دقیمتونو داجناسو،پدی کي شک نشته چي دواړه یوبل باندی تاثیرګذار دي خوترهغي چي تاثیر نه وی کړي،درسته نده چي دافغانستان ذخیره په نرخ دتبادلی مصرف شي. بهتره لاره مستدل او مستند ارقام وړاندی کول او مربوطه ادارو ته قناعت ورکول دي. نور عوامل هم شته او مختلفو خلکو ذکر کړي چي موافقت ورسره مشکل دی،غټ دلیل یی ددی خلکو بی تجربتوب او زیاتره یی دکتابونو تیوری باندی غږیږي. پولی سیاست دافغانستان دتیوری نه بلکه زیات عملی کار او دبازار فهم ته ضرورت لري،بیا هم یو څو مثال وایم: وایی تولید نشته ځکه افغانۍ سقوط کوي؟ دا واضحه خبره ده چي تولید دصادراتی اقتصاد لپاره کارول کیږي ترڅو میزان دخارجي ذخیری لوړه او نرخ دتبادلی ټیټ ترڅو اجناس ښه نړیوال بازار ولري. دواړه په وارداتي اقتصاد کي سرچپه عمل کوي،نرخ باید لوړ ترڅو جنس داخل کي ارزانه تمام شي او ذخیره دتصفیی دحساب لپاره مصرفیږي او په تدریجی شکل کمیږي. پس تولید په اوسني اقتصادی وضعیت کي دافغانیو ددی نرخ چي د وارداتو لپاره ټاکل شوي بی ربط خبره ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .