دانسان د مغزو لس ځانګړتياوي!

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۰ ق.ظ -
د انسان ماغزه او د هغو د پيچېدګيو پيژندل دبشر لپاره يوه جذابه موضوع ده . انسان يو حيرانونکې نمونه ګڼل کيږي او دده په اړه ډير شيان لاهم ناويل سوي پاته دي. په دې مطلب کې هغو لسو ځانګړنو ته اشاره کوو ،چې دانسان مغز یې لري ،تر څو په دې اړه مو معلومات څه ناڅه زيات سي. په مغزو کې ۱۶۰،۰۰۰ کيلومتره دوينې رګونه موجود دي . دا په دې معنی ده که دمغزو دوينې ټول رګونه يو په بل پسې کښيږدئ تاسو کولای سئ ،چې ۴۴ څله دمځکې د کُرې څخه راتاو سئ . دمغزو فعالیت دغذا په ډول پوري تړلی دی . دسالمو او قوي خوړو څخه په ګټې اخيستنې سره کولای سی ،چې خپل هوښ ته زياتوالی ورکړی . په نيويارک کې ديوې موسسې له خوا په سوې څيړنې کي ښوول سوي ،چې تاسو په سهار ناشته کې داسې څه وخورئ ،چې هيڅ ډول مصنو عي مواد ونلري دIQ په ټسټ کي ۱۴ سلنه خلکو ښه پايله ورکړې وه ،دغه پايله ډيره په زړه پورې وه او ددې ښکارندويي کوي چي دمغزو فعاليت دغذا په ډول پورې تړلی دی . دمغز ډيره برخه اوبه جوړوي او دمغز جامده برخه له غوړو څخه جوړه سوې ده. زيات خلک دافکر کوي ،چې ماغزه په مکمل ډول جامد دي . مګر دغه خلک اشتباه کوي ، ۷۵۵ سلنه ماغزه اوبه تشکيلوي ، دمغز جامده برخه هم دغوړو برخه ده او تقريبا له ۱۰ څخه ۱۲ پورې دمغز برخه جوړوي او دمغز پاته برخه له پروټين ،هايدرو کاربن او مالګه څخه جوړه ده. ستاسو مغز له ۱۰ څخه تر ۲۳ واټه بريښنا توليدوي . دغه ځواک د یوه کوشني ګروپ د روښانه کولو لپاره بسنه کوي . د مغز له خوا ددې ځواک د توليد څخه داعصابو او دبدن نورو غړو تر منځ په اړيکو نيولو کې ګټه اخيستل کيږي . دپيچلو چټکو کارونو يادول پر مغزو باندې ډير مثبت اثر لري. پيچلي او چټک حرکات ددې لامل کيږي ،چې دمغزو ځانګړې برخې ورسره وده وکړي . نو داعصابو اتصال پر مغزو ښه تاثير کوي او همدارنګه پيچلي مسايل او کارونه کولای سي ستاسو دمغز دپرمختګ لامل وګرځي. ماغزه دوخت په تېرېدو بدلون کوي . که تاسو همداګړی ديوې نوې موضوع په اړه فکر کړی وي ،ډاډه اوسئ ،چې ستاسو په مغزو کې په همدې وخت کې يوه عصبي اړيکه رامنځ ته شوې. يو عادي انسان په ورځ کې ۷۰ زره فکرونه تر سره کوي . تاسو هميشه دفکر کولو په حال کې ياست او يو معمولي انسان هره ورځ ۷۰۰ زره فکره کوي او شايد ددې اندازه له دې څخه هم زياته سي. دخندېدو په وخت کې دمغزو له پنځو برخو څخه ګټه اخيستل کيږي . خندېدل دخندا خبره نه ده،دغه عمل دمغزو زياتې برخې په بر کې نيسي ، خندېدل دمغزو دفعالېدو لپاره ډېر موثره دي او ستاسو په بدن کې دخندېدو په وخت کې کيمياوي مواد ازادیږي .څيړنې ښيي هره ورځ دڅو دقيقو لپاره خندېدل ستاسو دروحي وضعيت دښه والي او په تاسو کې دخلاقيت دزياتوالي لامل ګرځي . ماغزه په هيڅ صورت کې د درد دزغملو توان نلري. ماغزه دخپل ځان د درد په حس کولو قادره نه دي او يوازې کولای سي دبدن دنورو برخو درد پيدا کړي . په واقعیت کې مغز په خپله درد نه کوي . دانسان مغز ۹،۳ سانتي متر لوړوالی لري ماغزه له هغه څه څخه ،چې خلک ېې تصور کوي کوچني دي . دمغز اندازه ۹،۳۳ سانتي متره او وزن ېې ۱.۳ کيلو ګرامه دی ، په همدې ۱،۳ کيلو ګرامه کې ۲۰۰ مليونه عصبي حجرې(هورمونونه) موجود دي images (7)

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .