دایکنډي : ترافیکي پیښه کې ۲ تنه مړه او ۵ ټپیان دي.

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۲۰ ب.ظ -
د دایکنډي ولایت په کاتو ولسوالۍ کې تیره ورځ د ترافیکي پیښي له امله دوه سورلیو خپل ژوند د لاسه ورکړی او پنځه نور بیا ټپیان سوي دي. چارواکي وایې، دغه ترافیکي پیښه هغه مهال رامنځته سوي کله چې ددغي ولسوالۍ څخه یو فلاینکوچ موټر د ولایت مرکز ته پر لاره وو. د دایکنډي د ولایتي شورا غړی سبحان الله نایبي وایې، په موټر کې ناست ټول ۷ سورلۍ وه، چې دو یې ژوند د لاسه ورکړي او پنځه ټپیان سوي دي.. نایبي وایې، په دې وروستیو کې ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ترافیکي پیښي زیاتي سوي او لامل یې د لویو لارو خرابوالی او د موټر چلوونکي بي احتیاطی ده. نوموړي وایې، د پیښي ټپیان ولایتي روغتون ته لیږدول سوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ دي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .