دایکنډی: د تېر کال په پرتله روان لمریز کال کي د کوکنارو کښت درې برابره زیات سوی.

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۹ ق.ظ -
د دایکنډي ولایت د نشه یې توکو په وړاندي د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چي دغه ولایت کي د تیر کال په پرتله د کوکنارو کښت زیات سوی دی. د یاد ولایت د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزې ریاست سرپرست ابراهیم اخلاقي وايي روان لمریز کال کي ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه کي کوکنار کرل سوي، چي تېره کال په دغه ولایت کي یوازي ۳۰۵ هکتاره ځمکه کي کوکنار کرل سوي. هغه که څه هم د کوکنارو کښت د زیاتوالي لامل په اړوند څه نه وايي، خو دایکنډی یو له هغو ولایتونو دی چي تر ډېره پکښي امن دی او دولتي حاکمیت هم پکښي ټینګ دی. تاریاک

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .