دا عادتونه پریږدئ، تل به خوښ یاست !

۲۳ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۰۵ ب.ظ -

ژباړه : ټاټوبی نیوز

ځینې خلک د ځان خوښ ساتلو لپاره مختلف شیان اخلي، چکرې وهي او نورې هڅې کوي، خو راځئ دلته هغه عادتونه در ته بیانوو، چې له پریښودو سره به یې تل خوښ اوسئ !

اضافه کاري مه کوئ !

سمه ده، چې اضافه پیسو ته اړتیا لرئ، خو اضافه کاري ډېره مه کوئ، ځکه نوو څېړنو ښودلې چې له حده زیات کار ستاسې پر روان او جسم بد تاثیر کوي او دا کار بیا ستاسې خوښۍ کموي .

هڅه وکړئ،چې متوازن ژوند وکړئ، هغومره مه مصروفیږئ، چې تاب یې نه لرئ .

ځان سره ډېرمه غږیږئ !

وړاندوینه شوې، چې موږ هره دقیقه له ۳۰۰ څخه تر زرو پورې کلیمې له ځان سره غږیږو، دا ښه عادت نه دی، په ځان کې مومصروفوئ او خوښۍ مو ختموي، دا عادت که لرئ، کم یې کړئ یا یې پوره پریږدئ .

la

هڅه مه کوئ، چې هرڅه ستاسې په کنټرول کې وي !

که غواړئ خوښ اوسئ، هرڅه ته لاس مه ور وړئ، په یوه لازمه محدوده کې ژوند وکړئ،هڅه مه کوئ چې هرڅه کنټرول کړئ او هرکاره، خورا با صلاحیته او د هرڅه واکدار اوسئ، خپل کار سره کار لرئ، هرڅه ته لاس مه ور وړئ .

نور خلک مه رټئ !

د نورو زیات رټل او ملامتول دا هم ستاسې خوښي ختموي، هڅه مه کوئ، چې نور نارامه او ځان پرې لوړ وښيئ، انساني ضمیر او وجدان دا نه مني، حتا ستاسې وجدان هم، له دې کار نه وروسته به خامخا نارامي محسوسوئ .

بدبینه خلکو نه لیرې اوسئ !

بدبیني ساري ناروغي ده، هغه خلک ځانته نیږدې مه پریږدئ چې سروکار یې له بدبینۍ سره وي، هڅه وکړئ چې مثبت ګرا اوسئ او له همداسې خلکو سره نیږدې پاتې شئ .

شاد بودن

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .