دا نسبي پرمختگ ساتل غواړي

ليكوال: ليکوال : جان محمد (صالح) ۴ میزان , ۱۳۹۳ ,ساعت ۲:۳۸ ب.ظ -

دا خو به سره ومنو چي په تېره لسيزه کي مو د زياتو ناخوالو، ستونزو او کړاوونو سره سره پرمختګونه هم لرلي دي. دا پرمختګونه مو په ټولنه کي په هره برخه کي محسوس دي او لکه پر ستونزو چي سترګي نه سي پټېدلای، همداسي يې ښايي پر دې پرمختګونو پټول بې عدالتي وي. زموږ په ټولنه کي لومړنی بدلون مثبت ټولنيز بدلون دی چي په پراخه کچه په چاپېريال کي محسوسېږي. د بېلګي په ډول، پخوا به زموږ پر سماوارو خلک ناست وو، له قمار او کرم بورډ پرته يې بل کار نه درلود، خو اوس زموږ په کافي شاپونو کي ځوانان ناست دي، کمپيوټر کاروي، مطالعه کوي او داسي بحثونه کوي چي هغه د ټولني د پرمختګ او لوی بدلون ښکارندويي کوي. همدا راز پخوا چي زموږ ځوانانو د خپل پام اړولو لپاره نشه ځايونو ته تلل او هلته به يې پام پر بله اړاوه، يا به داسي مېله ځايونو ته تلل چي هلته به ډېر ناسم کارونه کېدل او په دې ډول به زموږ ځوان نسل خرابېدی، خو اوس زموږ ټولنه سم مدني مېله ځايونه لري او په دغو مېله ځايونو کي نه يوازي پخواني ناسم مېله ييز کارونه ناسم ښکاري، بلکي خلک په شرمېږي. اوس زموږ خلکو په مېله ځايونو کي هم کمپيوټر راايستلی وي او هلته هم له اوسنۍ نړۍ سره د ملتيا په خاطر عصري ټکنالوجي ورسره وي. پخوا به مو ځوانانو په پايلوچي او نورو نامطلوبو چارو کي سيالي سره کوله، هغه پايلوچ به نامي و چي تر هغه بل به يې عجيب او حيرانوونکي کارونه کول، خو اوس زموږ ځوانان په ديني او عصري زده کړو کي له يو بل سره سيالي کوي. پخوا به مو د ځوانانو په مجلس کي بکلوريا پاس خلکو ته عجيب ښکارېدی، خو اوس چي يو پکښي بکلوريا پاس يا آن له پوهنتونه فارغ نه وي، خلکو ته عجيب معلومېږي. پخوا په عامه ذهنيت کي د چاپېريال ساتني، روغتيا ساتني، مدنيت او نورو دا ډول چارو په اړه هيڅ معلومات نه وو، خو اوس ډېر کوچني هلکان او نجوني هم پوهېږي چي د چاپېريال پاک ساتل څه ګټه لري، دوی د چاپېريال په ساتلو کي څه مسؤليت لري او دا چي چاپېريال ته پاملرنه ونه سي، نو څه زيانونه لري.

ليکوال : جان محمد (صالح)

ليکوال : جان محمد (صالح)

د روغتيا ساتني په اړه خو بېخي خلک نه پوهېدل، خو نن سبا زموږ محلي راډيوګاني لا ځانګړي روغتيايي خپروني لري او دا خپروني د دې لامل سوي چي د روغتيا ساتني په اړه د خلکو د پوهاوي او معلوماتو کچه لوړه سي. پخوا په عمراني پروژو او په ځانګړي ډول هغو پروژو کي چي په کليو کي پلي کېږي، د خلکو ونډه اخيستل خورا نادره وو، خو اوس خلک د خپلي سيمي په پرمختيا کي عملاً ونډه اخلي او آن د پروژو ۲۰٪ لګښت ورکوي. پخوا موږ د مدني ټولني په نامه څه نه پېژندل. ديکتاتور ډوله حکومتونه به واکمن وو، هر څه چي به يې خوښه وه، کول به يې، خلکو به يې په مقابل کي څه نه ويل، خو نن سبا مدني ټولني جوړي سوي، مدني فعالان سته چي محض دولت يو ګام د قانون او يا د دوی د حقوقو د تقاضاء خلاف واخلي، نو دوی په مدني ډول خپل ږغ پورته کوي او د ستونزو د هواري غوښتنه کوي. يو وخت چي دي د افغانستان عامو وګړو ته د ښوونځي نوم وراخيستی وای، نو تر وهلو به يې په ځغلولو ډېر ستړی کړی وای، دولت په خلکو په زور ښوونځی وايه، مګر اوس مکتب او مدرسه سره يو سوي او په دواړو کي عصري او ديني مضامين ګډ تدريسېږي.

يو وخت چي دي زموږ خلکو ته د انتخاباتو نوم وراخيستی وای، ښايي ښه ټينګ لت يې درکړی وای، خو نن سبا موږ وينو چي دومره خلک په انتخاباتو کي ګډون کوي چي کولای سي هر ډول انقلاب چي دوی وغواړي، راولي. يو وخت زموږ ټوله کرهڼه يو مخ دوديزه وه، خو نن سبا چي زموږ ډېر کليوال بزګر ته هم خبريال مايک ونيسي، نو د ده لومړنۍ غوښتنه دا وي چي دولت دي کرهڼه ميکانيزه کړي، ځکه دوی اوس پوهېږي چي د ميکانيزه او دوديزي کرهڼي تر منځ څومره توپير دی. بېله شکه چي موږ به د دغو پرمختګونو او پرمختيايي بدلونونو سره سره په خپله ټولنه کي ځيني شاتګونه هم ولرو، يعني په ځينو برخو کي به مو بيا شاتګ کړی وي، خو که پرمختګ او مثبت بدلون ته ځير سو، نن موږ هغه ټولنه نه يو چي دوې لسيزي مخکي وو. بېله شکه چي پرمختګونه په بېلابېلو برخو کي په بېلابېلو تفاوتونو باندي راغلي دي، دا تفاوتونه زموږ او تاسو په چاپېريال کي محسوس دي او سترګي ورباندي پټول ښايي عادلانه نه وي، خو پر ستونزو او شاتګونو باندي سترګي پټول هم سالم قضاوت نه دی.

اوس ښايي خلکو ته پوښتنه دا وي چي بېله شکه ځيني مثبت بدلونونه او پرمختګونه لرو، نو څه کول په کار دي؟ زه فکر کوم دا اساسي پوښتنه ده او بايد نن سبا زموږ د ټولني له هر مدني غړي سره وي او بايد جواب هم ورته پيدا کړي. یوازنی څه چي زه فکر کوم نن سبا زموږ اړتيا ده، دا ده چي بايد د دغو پرمختګونو د ساتلو، دوام او انکشاف په فکر کي سو. موږ بايد درې انتخابه ولرو او له هر يوه څخه په خپل وخت کي کار واخلو. اوله هڅه مو بايد دا وي چي راغلو پرمختګونو ته انکشاف ورکړو، ځکه زموږ په ټولنه کي راغلي پرمختګونه اوسنۍ پرمختللي نړۍ ته په کتو په هيڅ ډول کافي نه دي او اړتيا ده چي پراختيا ورکړل سي. دوهم که مو چېري دومره وس او امکانات نه درلودل چي پرمختګونو ته انکشاف ورکړو، نو بېله شکه په دې صورت کي مو بايد دوهم انتخاب دا وي چي همدغو پرمختګونو ته په همدغه شکل دوام ورکړو. يعني که پرمختيا نه سو ورکولای لږ تر لږه دا اوسني بايد دوامدار وساتو. که مو چېري دا هم په وسه نه وه، نو بيا وروستی غوراوی دا دی چي بايد د دغو پرمختګونو د ساتني او له ضايع کېدو څخه د مخنيوي لپاره مبارزه وکړو. زه فکر کوم دا وروستی او د ضعيفو خلکو ګام دی او دا نو د ټولو مکلفيت دی چي بايد اداء يې کړو. دا پرمختګونه زياتره موږ راوستلي او زموږ لپاره دي، ځکه يې نو د ساتلو دنده هم لرو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .