دا ځل به ټاکڼي څومره شفافي وي او د شفافیت لپاره یې څه کول پکار دي؟

۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۰۰ ب.ظ -

زبیر شفیقي، لیکوال او شنونکی

شفیقي

كه يې يوه شعوري د هوښيارۍ هڅه وبولو او كه د بې كفايتۍ او كمزورۍ زېږنده، د انتخاباتو پروسه او اړوند كمېسيونونه دومره په ولس كي بې باوره شول، چي اوس ښايي په ولس كي پنځه سلنه خلك هم پرې ډاډه نه وي، چي انتخابات يوه اصولي پروسه ده او موخه يې د ولس په رايه او خوښه د نظام جوړول دي. د بې باورۍ دغه څپه له هغي ورځي پيل شوه کله چي د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نېټې د اعلان وخت را ورسېد، چارواكيو لا د اړوندو كمېسيونونو د اصلاحاتو تودې ډنډورې ږغولې. د نويو كمېسيونونو جوړېدل، په هغو كي بدلونونه راوستل او په چارو كي يې داسې مداخله، چي د كمېسيونونو خپلواكي علني تر سوال لاندې راغله، ورپسې د كمېسيونونو لخوا د زړو او نويو كارتونو مسئله، د برېښنايي تذكرو او كاغذي تذكرو لانجه او پر كاغذي تذكرو او يا يې پر كاپي د سټيكرونو لګول دا ټول هغه څه دي، چي په ټوله كي دغه ملي پروسه ډېره مسخره كوي. امنيتي ستونزې، د بهرنيانو لاسوهنې او د امريكا د سفارت په باب دغه خبرونه چي غواړي د ولسي جرګې لپاره د امنيتي تړون د منلو په شرط نوماندان راولي، ټولې هغه اندېښنې دي، چي انتخاباتي بهير او په ټوله كي د ولسواكۍ تر يوې لسيزې زيات راغځېدلى بهير له مبهم برخليك سره مخ كوي. يادو ټكيو ته په پام، چي له تېر يوه، يوه نيم كال راهيسې پر حكومت او نړيواله ټولنه (امريكا) كوم تورونه پوري شوي، هغه ريښتيا ثابتوي. معنا دا چي حكومت او تر شا ولاړ نړيوال ملاتړي يې غواړي، چي راتلونكى پارلمان یا بايد د دوى په خوښه جوړ شي، داسي كسان پكې راشي، چي د امريكا له پوځي اډو، پوځي عملياتو او نورو تګلارو سره په هيڅ صورت مخالفت و نه لري او كه داسي ممكن نه شي، نو انتخابات بايد داسي بدنام ترسره شي، چي د دې بهير دوسيه نوره وتړل شي. د قيادي شورا او يا كوم بل عنوان لاندي يوه شكلي مجموعه راشي، د همدې حكومت او يا دې ته ورته معجون د دوام لپاره يوه ډرامه جوړه شي. واقعيت دا دى، چي تر ننه كوم څه روان دي پايله يې همدغه څه ده، چي ياده مو كړه.

 

غلام جیلاني ځواک، لیکوال او ژورنالیست

ځواک

د نوم ليکني دغه پروسه چي له تېرو څو اوونیو راهیسي پیل شوې له ورايه ښكاري، چي نه يوازي له ناكامۍ، بلكي له سختي بدنامۍ او بحران سره مخ ده. د دې بهير د ناكامۍ لاملونه ډېر دي، خو ښايي درې لاملونه پكي ډېر مهم او ټاكونكي وي: لومړى دا چي د تېرو څو ځله انتخاباتو پروسې څومره چي له ستونزو ډكي وې، څو چنده په لوى لاس بحران ته كش كړاى شوې. د دې پايله دا شوه، چي ولس په ټوله كي د انتخاباتو پر پروسه خپل باور له لاسه ورکړ. وروسته چي د انتخاباتو او د ولس د رايو په پايله كي څه ډول نړيوالي ټولني لاسوهني وكړې او پايله يې كوم حكومت شو. ولس چي د سر په خطر بيا هم رايه وركړه، پايله يې داسي حكومت شو، چي پر خپل ولس يې قاتلانو ته د وژنو او بمباريو مخه وركړه. دې كار دغه بهير نور هم ولس ته بې ارزښته كړ. د غني او عبدالله له خوا د اړوندو كمېسيونونو په چارو كي د لاسوهني بهير نوره هم كيسه خرابه كړه. دوهم د انتخاباتو لپاره كله د پخوانيو كارتونو خبره كله د برېښنايي تذكرو او وروسته بيا د كاغذي تذكرو نښه كول يوه ډېره نامناسبه لاره ده. داسي ښكاري چي حكومت او چارواكي او يا په دوى كي ځيني خاصي كړۍ په لوى لاس غواړي چي انتخابات ترسره نهخ شي او په ولس كي يې په لويه كچه پر خلاف يوه څپه را پورته شي. كه علني د اختلاف څپه نه وي په دې ترلاس لاندي لاره كي د چوپ پرېكون آثار دا دي سر له اوسه ښكاري چي د نومليكني بهير په ډېرو ولايتونو كي ډېر تت دى. د تذكرو د نښاني كولو دغه لاره دوه ستري خامۍ لري، يو دا چي په زياترو پښتنو سيمو كي، چي ښايي په نورو كي هم وي، زموږ زياتره هيوادوال تذكرې نه لري. په ځانګړي ډول د هيواد نيمايي نفوس چي ښځي دي زياتره تذكرې نه لري. دا كه سنتي ستونزه ده او كه د ناامنيو خاص شرايط، خو يو تريخ واقعيت دا دى. اوس كه د تذكرې اخيستلو او بيا د رايو لپاره د نومليكني بهير هر څومره منظم او په ساده پروسه ترسره شي، نه شي كېداى چي په لويه كچه دغه ستونزه حل شي. دوهم ټكى دا چي دا اوس په افغانستان كي د افغان او بهرنيو ځواكونو لخوا تور درب جوړ دى، د جګړې ډګر تود دى، عام خلك د طالبانو له وېري نه تذكرې اخيستلاى شي او نه د انتخاباتو په پروسه كي له همدې وېري د ګډون خطر ته زړه ښه كولاى شي. دوى به ولي د سر خطر په داسي يوه پروسه كي ومني، چي له پايلو يې هم نه ښه خاطره ولري او نه يې په ژوند كي د مثبت بدلون هيله ترې لري؟ د تذكرې درلودل، د خپلي رايي حق كارول يو امتياز دى، خو ايا په دې برخه كي حكومت، سياسي لوريو او په تېره نوماندانو خپل رول ادا كړى دى؟ په زغرده ويلاى شو، چي نه، هيڅكله نه!

 

اقامحمد قریشي، د افغانستان د ځوانانو پارلمان رئیس

قریشي

رڼې ټاکني، د پیاوړي ولسواک نظام اساس جوړوي؛ ټاکني د یوه ولسواک اصل په توګه د خلکو د ارادو پر بنسټ د نظام د پیاوړتیا لپاره اساس جوړوي. د درېیمي نړۍ له هيوادونو په افغانستان کي هم تاکڼي په وار وار بدنامي شوي، تر دې، چي په ۲۰۱۴ز کال کي د خلکو پرې کاملا باور کم شو. له نوو اصلاحاتو سره یو ځل بیا ټاکنو ته د خلکو امیدونه غوړېدلي، زما په اند دا ځل به د پخوا په پرتله ټاکني یو څه رڼې وي، خو د لا ښه شفافیت لپاره یې د علماوو، ښوونکو، قومي مخورو، ځوانانو، مدني فعالانو، مېرمنو او د ټولني د هر وګړي همکاري اړینه ده. تر هغه په ټاکنو کي رڼوالی ممکن نه دی، تر څو پر حکومت سربېره ورسره ټولنیز بنسټونه همکاري ونه کړي. د دې په هیله یم، چي د رڼو ټاکنو په ترڅ کي به یوه ځواکمنه ولسي جرګه ولرو، چي پر قانون جوړونه سربېره د حکومت پر کړنو د اغېزناک څار توان هم ولري او د خپلو خلکو ستونزي د حل په موخه تر مرکزه ورسولای شي.

 

ډاکټر عصمت الله يعقوبي، له هلمنده پارلماني ټاکنو ته احتمالي نوماند

یعقوبي

زما په اند، دا ځل خوشبيني ډېره ده، چي ټاکني به رڼې او شفافي وي، د تېر په پرتله هيلي ډېري دي. د تذکرو مسئله چي سټېکر پرې لګول کېږي او بيا هر څوک کولای شي، فقط يو ځل يوه رايه وکاروي، دا کار تر ډېره پوري روڼتيا او شفافيت رامنځ ته کوي او زما په څېر کانديدانو هيلي ډېرېږي. کله چي روڼتيا رامنځ ته شي، نو بيا ولس هر کانديد او د دې ټولني هر وګړی پر خپلي کاميابۍ او ناکامۍ قناعت هم کوي. په دې وروستيو کي يوه بله پرېکړه، چي ويل کېږي د ټاکنو کمېسيون کړې ده چي له مخي يې د تذکرې پر کاپي هم سټېکر وهل کېدلای شي، دې کار هم يو څه شکونه او اندېښنې پيدا کړي دي، چي درغلۍ ته به لاره هواره کړي، خو ضرور د دې کار لپاره هم يوه چاره سنجول شوې ده، يا به بايومټريک سيستم ورته جوړېږي، يا ډېټابيس او يا ګوته په رنګ لړل، چي يو کس به نه شي کولای دوه ځله يا څو ځله رايه وکاروي. زه خپله ډېر هيله من يم، چي د تېر په پرتله به دا ځل ټاکني رڼې او شفافي وي او تر ډېره به حق حقدار ته ورسېږي.

 

عتیق الله الیاس، مدنی فعال هلمند

الیاس

د شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل د ملت غوښتنه ده، ټول ولسي وګړي باید رايه ورکړي او د خپلي خوښي وړ زعیم وټاکي. د ملت اراده مهمه ده او ملت باید خپله اراده د زعیم په ټاکلو کي تمثيل کړي. دا یوه ډېره سرنوشت سازه موضوع ده، باید هر څوک خپله رایه هغه چاته ورکړي، چي د هيواد ملي ګټو، ملي منافعو ته ژمن وي. د هلمند ولسي وګړي باید پارلمان ته اهل او په کارپوه وکیلان راواستوي، تر څو د ملت او وطن د دخدمت مصدر وګرځي. د هلمند خلک سوله غواړي او تر هر چا جنګ جګړو ډېر ځپلي، همدا اوس یوه ډله ځوانان پلي د هلمند څخه د سولي د پیغام سره کابل ته روان سوي او دا د دې ښکارندویي کوي، چي د هلمند خلک سوله غواړي، د سولي پیغام لېږونکي هلمندي ځوانان د سولي د تامينولو لپاره هري قربانۍ ته حاضر دي او په همدې خاطر یې مهمه وګڼل چي د سولي د پیغام سره د هلمند ولایت څخه تر پلازمېني کابل پر پښو لاړ سي او حداقل د سولي او ثبات په راوستلو کي د هلمند د خلکو آواز په بلازمېنه کابل کي هم پورته کړي.

 

عنایت الله لایق، مدني فعال

لایق

دا وار به ټاکني د تېرو په پرتله ځکه شفافي وي، چي دا ځل حکومت د انتخاباتو پروسه د يو نوي سستم او نوي پلان سره مخ ته وړي. د انتخاباتو په پروسه کي دخيل اړخونه: ۱- دولت څرنګه چي ټاکني يو ملي پروسه ده پکار ده، چي د ښه شفافيت او تنظيم په خاطر يې خپلو ټولو ارګانونو تر منځ همغږي رامنځ ته کړي او د تخطیو د مخنيوي اړوند لازم تدابیر ونیسي. ۲_کمېسيون د بېلابېلو فشارونو او مداخلو باوجود، د انتخاباتو کمېسيون خپل خپلواکي او استقلاليت خلکو ته ثابت کړی دى، چي دا کړنه خلکو ته د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو يو ډول تضمين او باور کېدلاى سي. ۳_ عام خلک او بله دا چي د تېرو انتخاباتو په پرتله دا ځل د انتخاباتو په اړه د ولس پوهاوی او په مرکزي سيمو (ښارونو) کي د رايه ورکوونکو د نوم ثبتوني پراخ ارقام دا ښيي، چي خلک دې ډيموکراتيکي پروسې ته ژمن او همکار پاته دي.  ۴_ امنيت – يو له اساسي خنډونو څخه دی کوم چي د انتخاباتو ترسره کېدل بې باوره کوي. دا مهال چي د هيواد تقريباً زياته برخه د امنيتي ننګونو سره مخ ده، پکي د انتخاباتو ترسره کېدل يو د سوال ټکى دى، چى د شفافيت خبره يې لا بېخي لېري ده. ۵_ نړيواله ټولنه – څرنګه چي د موجوده نظام ډېرى چاري د نړيوالي ټولني په ملاتړ مخ ته وړل کېږي، چي په دې ځای کي يې هم رول خورا مؤثر دى او افغان حکومت ته پکار ده، چي د انتخاباتو د پروسې په ټولو اړخونو (امنيت، د نوم ثبتولو پروسه، د ټاکنو اړوند خلکو ته عامه پوهاوى، د رايه ورکولو پروسه، د ټاکنو خپلواک کمېسيون پوري د رايي پاڼو لېږد او بالاخره د نتایجو د اعلان برخه) کي د نړيوالي ټولني ملاتړ جلب کړي. د شفافیت لپاره بهتره دا ده، چي پر روانه پروسه لا ښه تمرکز وکړل سي، تر ټولو عمده ستونزه چي د ټاکنو شفافیت تر سوال لاندي راولي امنيت دى، چي په دې برخه کي بايد حکومت لازم اقدامات وکړي. همدارنګه د ټاکنو د څار سازمانونه جوړ کړل سي، چي د دې سازمانونو رول په نړيواله کچه خورا مؤثر دى. بله دا چي د ولس د همکارۍ لپاره هغوی ته د بېلابېلو طريقو(مسجدونو، مدني ټولنو، رسنيو تعليمي مرکزونو او عامه ځايونو) له لاري پوهاوی ورکړل سي، تر څو د درغليو په مخنيوي کي د دولت همکاري وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .