ددې لپاره چې نارمل ژوند ولرۍ، نو دا کارونه وکړئ!- غازي عابد

۱۷ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۲ ب.ظ -

ژباړه او زیاتونه: غازي عابد ۱- څرنګه چې یاست په هماغه ډول خپل ځان قبول کړئ. ځکه ځان په مصنوعي ډول په نامناسبو لارو بدلول مو له نارمل حالت نه وباسي. هر انسان په طبعي ډول سره یو نارمل یا عادي مناسب حالت لري. ۲- په خپل ټولنه او ماحول کې د ارام ورکوونکو شیانو او ارزښتونو په اړه فکر وکړئ، چې څه شی او کوم کارونه مو نارمل کولی شي. همداراز په همدغو کارونو ځان مصروف کړئ او عادت یې وګرځوئ، څو نارمل شئ. ۳- معنوي او احساساتي توازون مو وساتئ. هیڅکله ددې دواړو ترمنځ توازون له لاسه مه ورکوئ. دې کې افراط او تفریط مه کوئ، که مو وکړ، نارمل حالت مو له منځه ځي، ځکه تاسې هر یو یو ډول مناسب معنویات او احساسات لرۍ. ۴- له هغو پیښو او کارونو سره مبارزه وکړئ چې له نارمل حالت مو اړوي او وروسته مو پاتې کوي. لکه شیطاني حرکتونه. ۵- زده کړې وکړې او په زده کړه او مطالعه ځان روږدی کړه. دا هم یو دول نارمل او عادي حالت و خوی دربخښي.

ze ۶- کله مو چې وس رسېده له نورو سره مرسته وکړئ. ځکه له نورو سره مرسته او همکاري کول یا د نورو خدمت ته هم پام کول مو په په ژوند کې د نیکمرغۍ او خوښۍ لامل کیږي، چې خوښ او نیکمرغه شوۍ، نو خپله عادي حالت ته هم ورځئ. هغه خلک چې له نورو سره مرسته کوونکي وي یا ورسره مرسته کوي، تل د خوښۍ احساس کوي، ځکه چې دوستان یې ډیر وي؛ نو دوستان او ملګري په همدې ډیریږي، چې له خپلې کورنۍ، خلکو او ټولنو سره تر خپله وسه او مناسبه اړېنه مرسته وکړې، که دا مرسته ډیره کمه هم وي، حتا تر دې چې یو څوک وهڅوې یا له چا سره مناسبه خوش طبعي وکړې. ۷- لوی او واړه ټول وګړي، خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره ورځینو نارمل تګلارو او نارمل یا عادي ژوند ته اړتیا لري او ترلاسه کوي. یعنې نارمل اوسېدل او نارمل ژوند د هر چا اړتیا ده. څوک چې بریالي دي، خپل نارمل حالت یې ساتلی. ۸- نارمل یا عادي حالت له خوشحاله یا خوښ حالت سره یو شان نه دی، بلکې سره توپیر لري. که ته نارمل یې په دې مانا نه چې باید خوشحاله یې، نو که خوشالي نه وي، خوشحاله کیږي به، ځکه نارمل حالت کې خنډونه نه وي او دا نشتون مو خوښۍ ته لار پرانیزي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .