درسي میتود :سرداراغا ها شمي

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۰۴ ق.ظ -

دا چي موضوع مو د میتود په اړه ده ، نو لومړی د میتود تعریف ته راځو. میتود یونانی لغات دی، چي له میتا او هودس څخه اخیستل سوی دی، میتا د دننه معنا لري او هودس د تګلاري یا روش معنا لري. اصطلاحي معنا یې د تګلاري طریقې او روش ته وایي چي استادان یی د شاګردانو د ښی زده کړی لپاره کاروی . د درس لپاره موږ ۱۸ میتوده لرو چي دا ټول په ټولو ښونیزو مرکزونو کي عملا د استادانو له خوا د مضمون محتوا ، د شاګردانو عمر او سویې او شرایطو امکاناتو ته په پام سره، کارول کيږی. خو د دې جملو څخه زیات چي کارول کيږی، هغه د لکچر میتود څخه دئ دا ځکه چي لکچر میتود ډیرو امکاناتو او ډیرو وسایلو ته اړتیا نه لري هم داسي لابراتواری ، تجربوی او داسی نور . استاد له میتودونو څخه استفاده کوي چي په درس کي ګټور وی او بل دا چي هر درس ځان ته جلا میتود لري، نو موږ باید له هغه میتود څخه کار واخلو چي هغه په درس کي ګټور وي. هغه که عملي و تجربوي او که لابراتواري وي. تشریحي یا هم لکچر وي نو استادان نظر هغه درس ته په کتو سره استفاده کوي. د مثال په ډول که یو استاد په ساینس مضمون کي درس ورکوی نو دغه درس اکثره باید په عملي و تجریبي وي ، مثلأ استاد د یوه نبات درس ورکوي نو عملا شاګردانو ته هفه نبات یا یې پاڼي یا ریښه راوړي او شاګردانو ته یې تشریح کړي. او بل مثال په ریاضي مضمون کي استاد شاګردانو ته وایي چي یو متر ۱۰۰ سانتي متر کيږی نو کيدای سي چي د شاګرد له ذهنه ووځي، خو که استاد ورته متر راواخلي، په شاګرد عملاً یوځای اندازه کړي، نو شاګرد به يې ښه زده کړي. او یوه بله خبره هم دا چي په کښته صنفونو کي استادان له دغو موادو څخه استفاده کوي او د کښته صنفونو شاګردانو ته ډیر ګټور وي. ښه مثال یې په وړکتونونو کي و کوچنیانو ته تدریس دی که چیري د کوچنیانو لپاره یو ښه مېتود ونه لرو نو معلومه خبره ده چي موږ په اساني سره کوچنیانو ته زده کړه نه سو ورکولای او د زده کړي لپاره چي کوم زده کړیز توکي لرو په هیڅ صورت کي به په دې بریالي نه سو چي هغه د کوچنیانو و ذهن ته ورداخل کړو. او بل دا به مو لیدلي وي چي شاګردان د ځینو استادانو درس نه خوښوي او د ځینو استادانو درس بیا خوښوي او زده کوي یې. دلته څو خبریي دي. زه وایم چي یو استاد باید خوش اخلاقه و مهربانه وي زړه سوانده وي او بل دا چي درس شاګردانو ته ډیر ساده واضح او لنډ کړي. بله نقطه دلته دا ده چي شاګردان ژر درس نه سی زده کولای هغه مشکل د ژبی او لهجې دی په دې اړه مي د کندهار پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځی کي د روانشناسۍ استادي ذکيې حنیف نظر راخیستی دی : دري او پښتو زموږ ملي ژبي دي. په کومو ولایتونو کي چي دري نصاب تدریسیږي، په هغه ولایتونو کي پښتو ژبه په صحیح معنی زده کړل سي او همداسي په هغه ولایتونو کي چي پښتو نصاب وي نو هلته باید دري په صحيح معنی تدریس سي، تر څو زده کوونکي په راتلونکي کي دري او پښتو کي مشکل ونه لري. په دې اړه استاده یو بل ښه مثال وایي چي اوس مهال په کندهار پوهنتون کي ځیني محصلین په پښتو کي ډیر مشکل لري ځکه چي دوی په خپلو مکتبونو کي پښتو یا دري په صحيح معنې نه ده زده کړې. منظور مې د لهجې څخه د استاد مناسب او پرځای ادبیات دی، چي د درس تشریح کولو په وخت کي یې باید په نظر کې ونیسې. استاد باید د شاګردانو تعلیمې او تحصیلي سویې ته په کتو مطابق خپل تدریس او ورسره خپل ټولي اړوند کړنې عیارې کړي. آغلې حنیف وایي موږ په درسي مېتود کي له دغو ګټورو موادواو تکتیکونو څخه ګټه اخیستلئ سو. مثال: په تحقیقاتو کي ثابته سوې ده چي زموږ پنځه حواسه پنځه سره په زده کړه کي په خپلو مشخصو فیصديو سره رول درلودلای سي چي له ټولو حواسو څخه ډیر ډیر رول چې یې ثابت سوي دی هغه د دید یا باصرې حس دی تقریبآ ۷۰٪ زده کړه موږ د لیدلو د لاري کولای سو، ۲۵ ٪ اورېدلو او یا د سامعې حس له خوا څخه زده کړه کيږي او پاته پنځه فیصده زده کړه د لامسې ، شاميې او ذایقې حس له لاری زده کړه کيږی. موږ د مضمون کيفیت او محتوا او د شاګردانو عمر ته په کتو سره د اسي میتود د تدریس لپاره باید په کار واچوو، چي پنځه سره حواسه د ښه زده کړې نتیجه په لاس راکړي. د کم عمره ماشومانو او تنکيو ځوانانو او د تجریبې او عملې زده کړو لپاره باید داسې شرایط او امکانات برابر کړو چې ډیرئ کار د باصرې حس څخه په زده کړه کې واخیستل سي، ځکه د ماشوم تحلیل و تجزیه نسبت لویانو ته په تیوریکې او میخانیکي موضوعاتو کي ضعیفه ده او د استاد د شفاهې تشریحاتو څخه سمه زده کړه نه سي کولای. همداسي په عملي او تجریبې موضوعاتو کې شاګرد باید عیني او واقعي تصویر د زده کړي څخه ولرئ، نه خیالې او مجازې تصویر. تجربه کاره ښوونکې او د صفیه عمه جاني لیسې اوسنۍ مدیره وايي چي د استاد لپاره ډیر مهم دی چي په درس کي د مناسب میتود څخه کار واخلي، خو استاد باید د درس په جریان کي یوازي له یوه میتود څخه هم کار وانه خلي ځکه د شاګردانو د خستګئ او بیزارئ باعث کيږي. اړتیا ده چي ښوونکی د زده کړي د عملیې په وخت کي مختلف میتدونه وکاروي. نو استاد باید له هغه مېتود څخه کار واخلي چي د شاګردانو ذهن ته درس په سمه توګه وسپاري او هم شاګردان د استاد درس ته لیواله سي. آغلې زرغونه د مېتود اړوند وایې زه د ریاضي استاده یم، زه په خپل درس کي د عملي مېتود څخه کار اخلم. دا وایي چي د درس په جریان کي د شاګردانو لپاره عملي میتود غوره دی. زرغونه استاده زیاتوي ټول استادان باید همیشه د پلان سره صنف ته داخل سي او هغه پلان عملي کړي. کله چي استاد پلان ولري په پلان کي د میتود وخت د پلان هغه درې مرحلې چي د تدریس مقدمه د تدریس تشکيل یا تکمیلول دی او د درس خلاصه ده هغه موارد ټول په نظرکي ونیسي او هغه درس چي ورکوی چي په هر میتود یې ورکوی باید مخکي له مخکي هغه مواد ورته اماده کړي که چيري دهغه میتود مطابق مواد مخکي له مخکي اماده نه کړي اوصنف ته ورسي یعنی نن مو درس دا موضوع ده دا موادو ته ضرورت دی او بیا ورسته ځي په هغه موادو پسي او ورسته یې اماده کوي نو د درس وخت ضایع کيږی هغه درس نه سي ویل کيدای نو باید استاد پلان ولری کله چي پلان ولری ټول پلان تطبیق کولا سې . او هم داسي دا وایي چي زه له هیڅ استاد سره دا نه منم چي وایي پلانی شاکرد درس نه زده کوي، دا وایي چي استاد باید هغه شاګرد تشویق کړي هغه ته له نورو شاکردانو څخه جلا درس ورکړي. هغه د يو څه وخت لپاره پرله پسي تعقیب کړي او درس ته یې وهڅوي هغه ته له نورو څخه جلا کورنۍ دنده ورکړي نو په لږ وخت کي به دا کمزوری شاګرد هم تکړه سي. زه وایم چي موږ باید په میتود کي یادو سوو فکټورونو ته پام وکړو. اول داسې میتود انتخاب کړو چي داستادانو مسلکي پوهه او د مضمون محتوا لپاره مناسب وي. هغه میتود چي په ریاضياتو کي کار کوي هغه شاید په اجتماعي علومو کي کار ونه کړي. مثال زه نه سم کولای چي په یوه اداره کي ټولواستادانو ته یو میتود مشخص کړم د تربیتي علومو پوهانو ویلي دي: چي تراوسه هیڅ مشخص میتود د هیڅ استاد لپاره نه دئ تعین سوی ځکه استاد چي صنف ته ځي د صنف فضا ته په کتو سره هغه میتود تعینوی. مثال تاسو فکروکړئ که د صنف فضا یو نورماله فضا ونه اوسی، استاد صنف ته په کتو سره هغه رقم عکس عمل ښیي. د مثال په ډول یوه ورځ یو شاګرد مریض وي یوه ورځ یو شاکرد سیپارچه راوړې وي او یا هم یو شاګرد بل مشکل ولري نو دغه ټول د صنف محیط داسي جوړوي چي استاد هغه حالت ته په کتو سره شاید هغه ورځ یو بل قسم پروګرام جوړکړي. یوه ورځ شاید استاد تړلې فضا جوړه کړي اوبله ورځ شاید فضا د خوشالۍ وي. یا خلاصه فضا جوړه کړي او همداسي شاید استاد یوه ورځ ډیرجدي وي نو دا هغه څه وه چي یو استاد د مضمون محتوا یا د صنف فضا ته په کتو سره او یا د شاګردانو عمر او سویې ته په کتو سره د ځان لپاره میتود انتخاب کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .