دزړه ارمان

۲۰ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۱ ق.ظ -

لیکوال : عتیق الله سالار

دکندهار پوهنتون دژبو اوادبیاتو پوهنځې دڅلورم کال محصل

دا ارمان خومی له ماشومتوب څخه پر زړه دی چې دخپل ولس لړلې مخلوق خوار ، ذلیل ، بې رويه اوسر ټیټي ووینم سپيڅلي او صادق وګړی دعزت په جامو پټ ،دجاه اوجلال پر یلازسرهسکی ووینم مودې تیرې سوې ، همداسې یو بل پسې تیریږې خو دا مقدس ارمان مې لا همداسې کنګل پاتې دي .

زما دارمان خلاف سپیڅلې اوصادق ورځ په ورځ مخ پر ځوړځي دذلت او ګمنامې کندې ته ورلویږې ، لړلې ورځ تر بلې مخ پر هسک روان دی ، ټول ورته درنښت لری قدرمن دي پر ټولو باداری کوی  او تر ټولو ځانګړی عالی مقام یې ځان ته غوره کړی دي . نه پوهیږم چی الله (ج) پر څه اوولې زموږ ولس ته په قهر سوي دي چی برعکس او دانسانیت دقانون خلاف ژونديې وکړي دي . ډیرو زړونو ته مې دخپل بې کسې ، دردیدلې اوسوي زړه حال په خورا باور بیان کړ . هر زړه په خپل وار سره رسوا اوخندني کړ چا لږ چا ډیر .

اخر مې زړه له ډیرو تجربو پس لوړه وکړه چی چاته به دخپل زړه ارمان په هیڅ ډول نه وایم . زړه مې له دومره ګروم څخه ډک وو. چی اټکل یې ګران کار دي . دهر چا خندامې په مایوس او زهیر زړه دنښترو واري وو . ما هم دوخت له ستم سره هر څه په چوپه خوله منل دسکون سرمې ورته ځوړند کړې وو. ځان مې ډیر کمزوری او دبیوسي ګانه خپلی ماتي مې خپله منلې وه له جهانه څه چی له ځانه هم بیګانه سوی وم.

دټولنې نالایقو خلګو هر یو بي ګناه زړه مې يه ډول ډول بهانو آزاراو شکنجه کړ . هرچاتر خپله وسه وځوراوه  خوبیا هم زما دردیدلي زړه دهر زړه آرامي اوخوښي غواړی ځکه زړه مې آزارتر هر څه سخته ګناه ګڼې کوم وخت چی غمونه ، ستمونه ، دردونه او کړاوونه راباندی زور شي غواړم یوځل خپل ګام دبدۍ په نیت اوچت کړم خو ځوریدلي زړه په خوږمنه سینه کې په دردیدلي اواز بس دا یوه جمله په پندآمیز انداز څو ــ څو واره راته زمزمه کړی ( نیکي هرچاسره ، بدی له هیچا سره هم نه !)

خو زه نه پوهیږم چی په دې بې درده عالم کې به آخر داسې څوک پیداسي چې زما نا آرام زړه ته آرام وبخښیي ؟

دعمرونو نا پوښتل سوي زړه ته مي په پوره خواخوږی غوږ ونیسي ؟

ترڅو زه خپل ډک زړه ورته خالي کړم .

هو!خامخا داسي څوک ستا ! داهغه ذات دي چي نه دچا خاطر کوي ، نه دچا واسطه مني ! نه دوه مخي او دوي ژبي مني ! نو خپل لاسونه مي داسمان وخواته پورته کړه اوداسي مې وويل یا الله (ج) چې ته زما آه وفریاد وانه وري ! دزړه ارمان ته مې ځیر نسې ! ټولې لويی او کوچیني هیلي یو په یو راپوره نکړي  دعمرونو نا ارام زړه ته مي آرام ونه بخښي ! هغه رانکړی چي زه يي غواړم ! ځه ته ووایه چې بې له تا په ددا هر څه ماته څوک راکوي ؟

آیا زه پرته له تا بل څوک لرم ! نه ! نه ! داهیڅ امکان نه لری ! اما خو له تا سره په ازل کې پخه اورښتني ژمنه کړي چې پرته له تا به بل څوک پیدا نکړم ځکه په دي نړۍ کې هر څوک ځانته يو ــ يو څږک لري بس له هغه څخه هر څه غواړي دا راته زښت ډیر عار ښکارې چې بې له تا بل ته خوله کږه کړم له تایې غواړم ته به ماته هرڅه راکوي اوخامخا به یې راکوي ځکه چي ته زما هرڅه يې ته زما بادار اوته زما خداي (ج) يې په زړه مې دا راوګرځیده چې دکایناتو خالق دا ډول ځواب راکوي چې ستا هره غوښتنه پر ځاي ده لړلې او نا لایقه خلګ خپل ایمانونه کمزوري کړي ځکه چې کمزوري ایمان دهغوي دژوند اوسپنیز بیړي کمزوري کوي .

ايا پوهيږي چې ما  ټول مخلوقات له مینې سره یوځاي پیداکړي ولي چې انسان په مینه انسان دي نو څوک چي یو له بل سره مینه نه کوي دواړه له کرکې سره يوځاي دزوال کندې ته ورلویژي ماته دزړه له سترګو ریښتنې اوښکي دوفا په نوم وڅڅوې نه دجفا په نوم !

څوک چې زما نوم په ريښتنې ډول پخپل زړه او ژبه ذکر نکړي تر ابده به داندیښنو په لالهاندو ټالونو کې به زانګې . هوښ کوه هیڅکله هم چاته دخپلو جذباتو په هینداره کې مه ګوره ځکه چې تل په جوش کې هوش بایلې ! وناخوالو ته دیوې بیوسې ننداره چي  په څیر مه ګوره لاس په کار سه ! د بې وفا دنیا حقیقت دژوندانه په هینداره کې ځانته ښه جوت کړه ځکه چې دژوند پر لاره هرساکښ یواځې یو ځل یون کولاي سي اوبس دژوند پردې یوه لاره باندې په هوښ سره بې ساری مزل وکړه په رنګ پسې مه ځه ! په زړه پسې ولاړسه ځکه چې دزړه نه فنا کیدونکي شایست دي ما ورته زیاته کړه چې اي ربه ! زموږ زړونه او ارمانونه اوس هم سره پخلا دي اوموږ لاسره مروریو.

هو! دادزمانې ستم دي اوزموږ دوروسته پاتې ټولنې تقاضا چې موږ یوله بله دمینې په تاند موسم کې زړه ویشتي او جلا ګرځو او دپاڼ اوپړانګ ترمنځ یو .

که سره یوځاي کیږو نو درواج خلاف یو که بیلیږو نو دحق خلاف نه خوښوي څومره چې یې وس رسیږي هغومره په تیزۍ دشاپر لورګړندي ګامونه اخلي زه او دوي به هغه وخت سره جوړیږو چې دوي هغه څه پیداکړي کوم چې زما دماشومتوب څخه ارمان وو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .