دسريلنکا نولس کلنې لوبډلې افغان نولس کلنې لوبډلې ته په (۶۰)منډو ماته ورکړه.

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۸ ق.ظ -

۸

دلوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یی د توپ اچوني پریکړه وکړه.

دالوبه د باران له امله د پنځوسواورنوڅخه دوه څلویښت اورنو ته ټیټه شوه،سریلنکا ټیم دټولواورونوپه لوبولو د اتو لوبغاړو په تاوان(۱۹۶) منډې وکړي .

سریلنکا له لوري په توپ وهنه کې هایسته بیګوډا ترنورو ښه وځلید  او (۵۳) منډې یی وکړي.

په توپ اچونه کې نوین دوه،ابراهیم دوه، مجیب او قیس احمد هم یومقابل لوبغاړی سوځولی و.

په ځوابي توپ  وهنه کې افغان لوبډلې ونشوکولې ،چې یاد هدف ته ځان وروسوي او ټوله لوبډله په (۳۴) اورکې په (۱۳۵) منډو وسوځیده.

افغان لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې درویش رسولي په (۴۴) توپونو (۵۰) منډې جوړکړي.

افغان نولس کلنې لوبډلې تیره روځ پاکستان ته ماته ورکړي وه ،خونن یی له سریلنکا ماته ومنله .

دیادوني ده چې افغان نولس کلنه لوبدله به خپله دریمه لوبه دنومبر میاشتې په څوارلسمه نیټه دعربي اماراتوپروړاندي ترسره کړي

فضل الرحیم رحیمي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .