دسي ای اې مشر منلې چې دایران سپاه پاسدارانو قوماندان ته يې ګواښوونکی لیک استولی

۱۳ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۰ ق.ظ -

۱

د امریکا مرکزي استخباراتو مشر مایک پمپیو منلې ده چې د ایران سپاه پاسداران قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني ته یې عراق کې د امریکايي ګټو پرضد ګواښوونکی لیک استولی خو هغه نه دی پرانیستی.

ښاغلي پمپیو  امریکا کې یوې دفاعي غونډې ته وویل، په لیک کې یې په عراق او هغو سیمو کې چې د قاسم سلیماني په مشرۍ د ځواکونو تر واک لاندې دي، د امریکا پر ګټو د هر راز برید مسؤول ښاغلی سلیماني او ایران بللي دي.

د سي ای اې مشر د ایران ضد توند او ګواښونکي دریځ لرونکی چارواکی دی. دی وايي “غوښتل مې ډاډمن شم چې هغه [سلیماني] او د ایران مشران دا مسله په ډېر روښانه ډول درک کړي.”

پردې سربېره چې ښاغلی پمپیو وايي، قاسم سلیماني د هغه لیک نه دی پرانیستی، په ټوکه کې یې ویلي “رښتیا د هغه دې کار مې زړه مات کړ”.

د سي ای مې مشر د سپاه پاسداران دغه قومندان ته د لیک استولو وخت ته اشاره نه ده کړې.

درې ورځې وړاندې د ایران د مذهبي مشر د دفتر رییس محمد محمدي ګلپایګاني د لومړي ځل لپاره دا ډول لیک ته اشاره کړې وه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .