دشپږیزي کرکټ لیګ د پرانستې غونډه دسولي په فضا کې وشوه

۲۰ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۲۲ ب.ظ -

۱۶

د افغانستان دکورني کرکټ مخکښه ” شپږیزه ” کرکټ لیګ تېره شپه په رسمي ډول د الکوزي په نړیوال کرکټ لوبغالي کي پرانستل شو. په پرانست غونډه کي د کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل د شپږیزي سیالیو پیل یو بریالی پیل وباله او دغه راز يې د کرکټ بورډ وروستۍ لاسته راوړني بې مخيني وبللې.

په پلان کي ده، چي د شپږيزه کرکټ ليګ سياليو لومړنۍ لوبه نن د دوشنبې په ورځ د کابل بازانو او بوست ساتونکو ترمنځ وشي. د شپږیزي کرکټ لیګ په پنځم پړاو سیالیو کي د پام وړ بدلونونه راغلي او دا ځل به دغه سیالۍ له نړیوالو معیارونو سره سم ترسره او د رسنیو له لاري خپرې شي. په دې سیالیو کي د ګډون لپاره لسګونه بهرني لوبغاړي، روزونکي، لوب‌څاران او د لوبو مبصرین (کامینټیټران) کابل ته رسیدلي دي. شاوخوا دیرش تنه بهرني روزونکي او لوبغاړي په دې لیګ کي ګډون کوي او د سیپتمبر تر ۲۲ مې ورځي به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ وايي، چي د شپږیزي په لیګ کي د بهرنیو لوبغاړو او روزونکو له ګډون څخه به د کرکټ ځوان لوبغاړي ښې تجربې ترلاسه کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .