دغه کړنې مو د ماشوم روحیه پیاوړې کوي!

۴ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۷ ب.ظ -

حميدالله حميدي

۱- په کور کې له خپلو ماشومانوسره لوبې وکړئ، داسې لوبې چې له ماشوم څخه مو د یوازېتوب حس لرې کړي او سالمې لوبې ورته د یوه فعالیت بڼه غوره کړي.

دغه کړنې مو د ماشوم روحیه لوړه وي

۲- هڅه وکړئ چې د ډوډۍ خوړلو پر  وخت په یوه دسترخوان باندې راټول شئ. د دې لپاره چې د کورنۍ غړي د ډوډۍ خوړلو پرمهال له یو بل سره اړیکې پیداکړي. د ډوډۍ خوړلو په وخت کې د ټلوېزیون له لیدلو او بل مصروفیته ځان لرې وساتئ.

۳- هر کال د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ډله ییز عکس واخلئ او یوه یوه قطعه یې هر یوه ته ډالۍ کړئ.

۴- له خپلو ماشومان سره مرسته وکړئ، تر څو په کورنۍ کې ورته د ډله ییزې لوبې موقع برابره کړئ او ټول په ډالیو ونازوئ.

۵- د خویندو او وروڼو ترمنځ درسي او د لوبو سالمه سیالي په دوی کې له کورنۍ سره د تعلق حس زیاتوي او پر ځان ډاډمن کېږي. ماشومان مه پرېږدئ چې په خپل منځ کې سره ښکېل شي. هڅه وکړئ تر څو مو ماشومان د یوه سالم رقابت پر اساس په خپل منځ کې خپل معلومات سره شریک کړي.

۶- له خپلو ماشومانو سره په هر ډول فعالیت کې برخه واخلئ، که نه دوی هم بې مینې کېږي. له هغوی سره مینه وکړئ، څو د یوازېتوب احساس و نه کړي.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .