دولت ولي د هيواد لېري پرتو ولسواليو ته د تعليمي خدماتو په رسولو کي پاته راغلى؟

۹ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۵۳ ق.ظ -

باچا خان ملاداد: ټولنيز فعال

د علم زده کړه پر هر نارینه او ښځینه مسلمان فرض ده او د ‌علم زده کړه د يوې ټولني د پرمختګ سبب کېدلاى سي او نه شتون يې د ټولني بربادي ده. دا چي په افغانستان کي بدبختانه ډېر کلونه کېږي په لويه پېمانه جنګونه وه، اوسني ۱۵ کاله چي نسبتاً امن او د بيارغوني کارونه پکي ترسره سول، چي په ترڅ کي يې کلينيکونه، سړکونه، پلونه او پلچکونه او همدا راز د ښونځيو لپاره هم د هيواد په زیاتره سيمو کښي ودانۍ جوړي سوي دي، مګر اوس هم زموږ اکثره ولسوالۍ او يا هم لېري پرتې سيمي دي، چي ښوونځي نه لري. هغه سیمي چي وګړو يې د ناپوهۍ له کبله يې ټول عمر جګړه هم له خپل کلي او کوره پيل کړې او د وطن د زياتو ناخوالو سبب هم همدغه سيمي يادي سوي دي او هغوى خپله هم په لويه پېمانه زيانمن سوي.

باچا خان ملاداد: ټولنيز فعال

باچا خان ملاداد: ټولنيز فعال

دا چي ولي د معارف خدمتونه هلته نه دي رسېدلي لاملونه يې ډېر دي، مګر په معارف وزارت کي د فساد شتون چي په‌ تېرو کلونو کي په ښه فرصتونو کي هم ونه کړای شول چي خپل خدمتونه ورسوي، د ځينو سيمو سره د مور او ميرې چلند کېږي. بله خبره دا ده چي لېري پرتې سيمي بدبختانه چي هيڅ ډول خدمتونه نه لري، کوم چي پر دولت يې حق دی. نو ښوونځي چي يو له بېخي مهمو څخه دي او په دولت کي د معارف وزارت دنده ده چي باید د افغانستان هري سيمي ته خپل خدمتونه وغځوي. د مخکنيو کلونو په پرتله اوس د دولت مخالفه ډله هم د معارف اړوند پروګرامونو سره ستونزه نه لري او د دولت چارواکي نور بايد له دغي بهانې هم تېر سي او خپل خدمتونه يادو سيمو ته وغځوي، تر څو زموږ بې علمه ټولني د ټولني او هيواد حقوق پېژندلي وي. نو دلته به بيا د هيواد وطن او آبادۍ په فکر ژوندي انسانان واوسو.

عبدالرحيم مطمين: ليکوال او خبريال

د افغانستان په مرکزي ښارونو کي د ښوونځیو او پوهني زده کړيز حالت د امکاناتو له اړخه ښه دی، خو په ولسوالیو او لېري پرتو سیمو کي سره له دې چي هیڅ نوښت نه دی راغلی، بلکي تر پخوا يې هم حالت بدتر سوی دی. لویه ستونزه دا ده، چي د پوهني له وزارت څخه د فساد او پیسو ګټلو موضوع پیل ده، تر ریاستونو او هغه بودیجه چي باید د دې هیواد بچیان پرې زده کړي کوي، یوازي د کاغذ پر مخ په مصرف لګېږي او عملي څرک هیڅ نسته.

عبدالرحيم مطمين: ليکوال او خبريال

عبدالرحيم مطمين: ليکوال او خبريال

دا اوس په ولسوالیو کي سلګونه ښوونځۍ ودانۍ نه لري، لېري پرتې سیمي خو څه کوي، د ښار داخل ښوونځۍ هم له درسي امکاناتو بې برخي دي، په ښوونځیو کي پر زده کړیز بهیر نظارت نسته، زده کوونکي له دوولسم ټولګي څخه په ډېر ټيټ ظرفیت فارغېږي. ښايي چارواکي ولسوالیو ته د خپلو خدمتونو د انتقال لاره کي ناامني خنډ وبولي، خو د دې بهانې د چلاو وخت هم نور تېر دی. بله لویه ستونزه دا ده، چي زموږ ولسونه مشران سپین ږيري هم د زده کړي په اهمیت نه پوهېږي، په دې اړه بېخي بې توپیره دي، تر اوسه چا له چارواکو د ښوونځي پوښتنه ونه کړه. هیڅ داسي غوښتنه نه کېږي، چي د ښوونځي د جوړوني او کیفیت د ښه کېدو لپاره دي وي. او که ولسونه د پوهني په برخه کي همدغسي بې توپیره پاته وي، نو چارواکي به ګټه وکړي او هسي په نامه د ښوونځیو بودیجه خپل جیب ته اچوي. د وزارت چارواکي به د ریاست اړوند بستونو مارکېټ کي هره ورځ معاملې کوي او مدیر به پردنده ناست وي، وزارت به يې بست پر بل چا خرڅ کړی وي او مکتوب به يې ورکړی وي، دا بله ورځ به بیا همدا مدیر ځي او بل امر به له هماغه مارکېټه راوړي، کوم چي نوى معرفي سوي راوړی وي او چي د پوهني په اړه همداسي بې توپیره پاته سو، قسم په الله ج که راتلونکي نسلونه هم د ښادۍ ګوله په خوله کړي.

احمدشاه پاڅون: د پوهنتون محصل

زه بايد ووايم چي لېري پرتې سيمي تر ډېره د دولت سره په واک کي نه دي، اکثره لېري پرتې سيمي د دولت له واکه وتلي او يا يې هلته نيمه واک چلېږي. که داسي سيمه مثال وګرځوو، چي دولت يې بشپړ کنټرول په واک کي لري، نو هلته بيا دولت د خلکو پر ذهنونو او فکرونو واک نه لري. هغه څه چي دولت يې د خپل ملت لپاره کوي، بايد ولس ورته ذهني چمتو وي، بايد د هغوی غوښتنه وي. دولت غواړي، چي داکار و کړي، مګر هلته زمينه نه ده برابره او زمينه ځکه نه ده برابره، چي هلته جنګ دی. جنګ ځکه دی، چي د لېري پرتو سيمو د خلکو ذهنونه د دولت پر خلاف کارېږي. دا کار بيا ځکه کېږي، چي په لېري پرتو سيمو کي د علم او تعلم سلسله ولاړه او يا بېخي ورو رهي ده.

احمدشاه پاڅون: د پوهنتون محصل

احمدشاه پاڅون: د پوهنتون محصل

دولت که غواړي لېري پرتو سيمو لپاره کار و کړي، لومړی دي هلته د دولت په وړاندي ذهنيت رغونه وکړي او دا کار هله شونی دی، چي لېري پرتو سيمو کي د سواد بستر چمتو سي.

فياض عزيزي :د ننګرهار پوهنتون محصل

 ښکاره خبره ده، چي تعليم مو د نه پوهېدلو پر وړاندي پوهېدلو ته هڅوي او له جهالته د وتلو يوازينۍ لاره ده. نو ځکه ويلاى شو، چي تعليم په يو هيواد کي اساسي مسئله ده. هر دولت مسؤل دى، تر څو د خپل هيواد ټولو سيمو ته تعليمي خدمات ورسوي او خلک له دې ستر نعمته برخمن کړي. خو له بده مرغه زموږ دولت بيا په دې کار کي پاته راغلى او په دې نه دى توانېدلى، تر څو د هيواد لېري پرتو ولسواليو ته تعليمي خدمات ورسوي. دا چي ولي دولت په دې کار کي پاته راغلى، بېلابېل لاملونه لري. تر ټولو ستر لامل يې امنيتي مسئله ده.

فياض عزيزي :د ننګرهار پوهنتون محصل

فياض عزيزي :د ننګرهار پوهنتون محصل

دا چي دولت په دې نه دى توانېدلى، چي کم تر کمه پنځوس سلنه خاوره په واک کي ولري، نو څنګه شونې ده، تر څو لېري پرتو سيمو ته تعليمي خدمات ورسوي؟! په ولسواليو کي امنيت نشته. لومړى دا چي د پوهني وزارت نشي کولاى، مسلکي ښوونکي ورولېږي او که لېږي يې هم د امنيت د نه شتون له امله څوک تلو ته زړه نه ښه کوي. نو د دولت مخالفين دې ته اجازه نه ورکوي، تر څو په هغو سيمو کي چي دوى برلاسي دي، فعاله دولتي ادارې شتون ولري. دويمه مسئله يې د محلي زورواکو شتون دى، چي نه پرېږدي، تر څو تعليمي خدمات تر مظلومو خلکو ورسي. د پوهني وزارت ټولو سيمو ته په مساويانه ډول خدمان وړاندي کوي، خو په کومو ولسواليو کي چي دغه زورواکي شتون ولري، د کومکونو ټولي ورکړل شوي پيسې د دوى جېبونو ته ځي او نه پرېږدي چي د دې خاوري بېوزله بچى په ښه ډول له تعليمه ګټه پورته کړي.

شرافت همت: د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی

ستونزي به نوري هم وي، خو زه په دې اړه د دوو عمده ستونزو یادونه کوم: اول، بدامني ده، اکثره مکاتب په بدامنو ساحو کي دي، د معارف کارمندان او نظارتچیان نه شي کولای د ولسوالیو د لېري مکتبونو او لیسو له نږدې سمه څارنه وکړي او نه شي کولای چي د هغوی د تعلیمي برخي مشکلات واوري او د حل په موخه یې اقدام وکړی.

شرافت همت: د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی

شرافت همت: د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی

د ناامنۍ له کبله نه د مکاتبو تعمیرونه جوړیدای شي او نه نور د ضرورت وړ شیان هلته انتقالېدای شي. دوهم، د معارف د نظارت اکثره غړي او د معارف لخوا د مکاتبو لپاره د خدماتو تهیه کوونکي کارمندان رشوت خواره او ګېډه ماروف دي، دوی چي کله د نظارت او مشکلاتو د حل په موخه هغو مکاتبو ته ورځي، چي په نسبي امنیتي ساحو کي شتون لري، نو د مکاتبو او لیسو سرمعلمان او مدیران ورته د دې لپاره چي نمایشي څارنه وکړي او د هغوی د دقیقي څارني مخنیوی وکړي او د هغوی بې کفایتۍ پټي وساتي، دوی ته ښې ډوډۍ ګاني برابروي او ځیني وختونه ورته په جېبونو کي پيسې هم ږدي، د زده کوونکو مشکلات او هغه شکایات چي له استادانو یې لري، لوړو مراجعو ته نه رسېږي.

محمد هوتک :محصل

دا خبره ډېره روښانه ده، زموږ هيواد چي لسيزي يې وشوې تر اوسه لا هم د جنګ په بارودو کي سوځي. دا چي زموږ د ولسواکۍ نظام يوه نيمه لسيزه کېږى ډېر امکانات او تجهيزات راغلي، خو بدبختانه چي پر ځاى ونه لګېدلې. که چېري تعليمي برنامو ته توجه شوې واى، نو نن به زموږ هري کليوالي او ښهري سيمي مکاتب درلودل، دلته دوه علته وو، يو دا چي دولتي چارواکو چي د حکومت لوړي چوکۍ يې اشغال کړي وې، فقط د خپلو شخصي ګټو لپاره يې کار کاوه او د سيمي خلک به يا د تعليم په اهميت نه پوهېدل او که به لږ شمېر پوهېدل، نو د هغوى ږغ چا نه اورېده، بالاخره چي تر اوسه لا همدا لړۍ جريان لري.

محمد هوتک :محصل

محمد هوتک :محصل

زموږ غوښتنه له عام وګړو څخه دا ده، خصوصاً د سيمي له مشرانو چي د مکاتبو د خلاصون لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو کار واخلي او پر دولت فشار راوړي، تر څو د تعليم کچه مخ پر وده شي، هغه تعليمي ادارې چي خلکو ته عامه پوهاوى ورکوي، هغوى کولاى شي چي له ښارونو بهر په کليوالي سيمو کي خپلو تعليمي برنامو ته دوام ورکړي، ځکه چي نن زموږ کلى اوښار سره جلا دي، بغير د تعليمي او فکري لارو د همدې دوو توافق ناممکن دى، تر څو عامه اذهان، فکر او غوښتنه يې يوه شي. دلته نو تعليمي خدمات بيا عام کېږي او هر څوک به يې غوښتونکي وي. په آخر کي بيا هم يادونه کوم چي که خلک له دولت سره همکار نه شي، نو دولتي چارواکي به بيا هم ويده وي، د تعليمي بهير پراخېدا د خلکو په همکارۍ او غوښتنه او پر دولت د فشار راوړلو په نتيجه کي ممکنه ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .