دولت ولي ځوانانو ته د کار په پيدا کولو کي پاتي راغلی؟

۱۱ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۲۰ ب.ظ -

نيازمحمد احساس – د حقوقو پوهنځي استاد

ahsas

په ټولنه کي د روابطو او ضوابطو رواجېدل د دې لامل سوي دي، چي د ځوانانو د کار مخه ونيول سي، دلته فقط هغو ځوانانو ته کاري فرصتونه سته دي، کوم چي روابط ولري.

دويم لوی لامل يې دا دی چي زموږ په ډېری ادارو کي چوکۍ ميراثي سوي دي، کله چي چوکۍ ميراثي سي دلته قوميت، ژبه او سيمه په پام کي نيول کېږي، څوک د قوميت په اساس ځوانانو ته دنده ورکوي، څوک د ژبي او څوک بيا د سيمي په اساس. نو يو لامل دا هم کېدلای سي، چي ځوانان مو بې دندي پاتي سي. دولت مو هم داسي بنسټيزي طرحي نه لري چي ځوانانو ته مو کاري فرصتونه برابر سي، له يوې خوا د دې لپاره تبليغات کېږي چي ځوانان مو بايد زده کړي وکړي، خو بل پلو مو ډېری لوستي ځوانان بې کاره ګر ځي.

دغه راز بل لوی لامل يې دا دی چي دولت له ډېری ځوانانو کاري تجربه غواړي، خو هغه کسان چي لوستي وي او کاري تجربه ونه لري، نو دولتي ادارې يې نه جذبوي. نو له همدې امله بې کاره پاتي کېږي.

په ټوله کي دي دولت ټول اړخونه په پام کي ونيسي، د روابطو سيستم دي ختم کړي، قوي او ښې طرحي دي جوړي کړي، نو بيا کېدلای سي چي ځوانانو ته کاري لاري چاري برابري سي.

حبيب الله ذکي – ليکوال او د ځوانانو فعال

ascc

 روانو ناوړه امنیتي حالاتو ته په کتو کولای سو ووایو چي افغان دولت په دې نه دی توانېدلی چي په ډېرو مهمو مسائیلو کي ځوانانو ته توجه وکړي.

 له بده بخته، د دې نابودي جګړې ښکار هم دا ځوانان دي، همدا ځوانان دي چي د دې تپل سوي او ناروا جګړې د سون د موادو په توګه کارېږي. زموږ دولت په تمامه مانا وځوانانو ته د کاري فرصتونو په موندلو کي پاتي راغلی.

همدا لامل دی چي په جوپو-جوپو ځوانان د ګاونډي هیوادونو د سفارتونو او د پاسپورټ د ادارو مخ ته په قطار قطار ولاړ وي او له رواني جګړې او د بې کارۍ له لوړي کچي څخه نورو هیوادونو ته په تېښته دي.

نو زه وايم، چي دولت هغه وخت د خپلو خلکو زړونه خپلولای سي او د خلکو ملاتړ ترلاسه کولای سي کله چي د خلکو اقتصادي وضعيت پیاوړی کړي، بې کاري له منځه یو سي او یا یې کچه راټیټه کړي.

خو په تاسف سره باید ووایو چي زموږ ګران هیواد افغانستان له کلونو راهیسي د یوې پردۍ جګړې ښکار دی او دې برخي ته بېخي توجه نه کوي. که څه هم افغان حکومت د یادي ستونزي د ختمولو لپاره د بېلابېلو اقتصادي پلانونو او پروګرامونو د تطبیق ژمنه کړې، ولي بیا هم د دوی طرحي او پلانونه د کاغذ پر مخ پاته سوي دي او بدبختانه د خلکو اقتصادي حالت ورځ تر بلي د رکود خواته روان دی.

که چېري افغان حکومت دې ستونزي ته خپله توجه زیاته نه کړي او په دې برخه کي عملي ګامونه پورته نه کړي، نو لېري نه ده، چي دا غریب ولس به نور هم له دولته واټن ونیسي.

د مایوسۍ خبره لا دا چي ډېری ځوانانو مو د ماستړۍ تر کچي پوري زده کړي کړي، ولي دولت سره دا توانایي نه سته چي دې ځوانانو ته کاري فرصتونه چمتو کړي او سالم مصروفیت ورته پیدا کړي.

له بده بخته، چي دلته د امنیت د نه شتون له وجهي پانګوال زړه نه ښه کوي، چي هیواد کي دننه پانګه اچونه وکړي او دلته فابریکې او کارخانې جوړي کړي، ځکه د هغوی نه سر نه مال خوندي دی.

نعمت الله – زابلی ټولنيز فعال

zabuli

د افغانستان دولت چي تقريباً څلور لسيزي د داخلي جنګونو او بشري ناورين شاهد دی، تر اوسه لا هم هغه ناورين جريان لري او فعلا زموږ د هيواد د ولسواکۍ نظام ديارلس کاله کېږي چي د اساسي قانون د پلي کېدو لپاره دولت لاس پکار دى، چي په دې مينځ کي د هيواد پخواني خودسره ټوپکوال لا هم د استبداد نشه په سر کي لري او په مجموع کي د ولسواکۍ نظام مخالفت کوي، ځکه چي د دوی ګټي په خطر کي دي او دولت کوښښ پر دې کوي چي د هيواد د بهبود لپاره د کار يو چارچوب جوړ کړي، چي مخه يې همدې زورواکو نيولې ده، چي هم د دولت په داخل کي فساد اوج ته رسېدلى او هم بې د کارۍ کچه مخ په ډېرېدو ده، ځکه چي د هيواد فعلي جمهور رئيس او کم شمېر نور د دولت لوړپوړي چارواکي د هيواد او ولس لپاره د روښانه راتلونکي هيله لري. بدبختانه، چي نور ټول د خپلو شخصي ګټو لپاره لګيا دي چي په نتيجه کي يې دولت د دې پر ځاى چي د کار زمينه مساعده کړي، په داخل د نظام کي د چور، فساد، زورواکۍ او د داخلي ټوپکوالو پر جوړېدنه او څېړنه بوخت دي. که چېري ياد عوامل مخکي له مينځه تللي واى، فعلاً به مو هر ځوان او وړ کس پر دنده و او نالوستي وګړي به مو په بيارغونه، زراعت، مالدارۍ او انکشافي کارونو کي مصروف وای. خو له بله پلوه خوشبختي دا ده، چي فعلاً د افغانستان دولت له نورو بهرنيو هيوادونو سره مختلف تړونونه لاسليک کړي، چي په پلي کېدو سره به د لوستو او نالوستو دواړو طبقو لپاره د کار پرېمانه زمينه مساعده سى، يو بل ښه اصل د دولت دا دی چي په رسمي چوکاټ کي کومه ګومارنه کوي، تنها د مسلک او وړتيا په اساس ده، چي له ياد اصل سره به په رسمي ادارو کي د فساد دکموالي زېرى ولري او بلاخره داسي ويلاى سو چي د بې کارۍ عوامل په دولت کي د فساد لوړوالى دی، چي فعلاً يې پر سمون کار روان دى، کورنۍ جګړې او د داخلي زورواکو کشمکشونه هم د يادولو وړ دي.

محمداکبر ژوند – مدني فعال

akbar

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ځوانانو ته د کار په پيدا کولوکي د یو لړ ستونزو له کبله پاتي راغلی دی، چي د ځینو یادونه يې په لاندي ډول کوو:

۱- د افغانستان د دولت دښمنانو د افغانستان دولت مصروفه ساتلی دی، آن تردې چي دې ته يې فکر هم نه دی چي د افغانستان ځوانان په کوم وضعيت کي قرار لري، چي دا یوه له لویو ستونزو څخه ده.

۲-  افغانستان په جکړو کي راګیر هیواد دی، چي د امنیت د نه شتون له کبله پکي اقتصادي او ټولنیزو پروژو نه عملي کېږي، چي دا هم د بې کارۍ يو لامل بلل سوی دی.

۳-  دا چي په هیواد کښي د ځوانانو د سواد د کچي ټیټوالی يوه جدي ستونزه ده او همدارنګه په دولت کښي قومي او ژبني تعصب هم یوه بله ستونزه ده، چي د دولت او ځوانانو تر منځ یې لېريوالی رامنځ ته کړی.

۴-  دا چي ځیني وختونه د دولتي ادارو لخوا ځوانانو ته د لازمي رهنمايي نه شتون هم یوه ستونزه ده، چي زیاتره وختونه چي کله بستونه اعلانېږي آن ترې خبر هم نه وي، چي په کومه اداره کي کوم بست خالي دی.

۵- د مقررۍ په پروسه کي د شفافیت نه شتون د ځوانانو په مخ کي یوه لویه ستونزه ده، چي ځوانان کار ته لاسرسی نه سي پیدا کولای.

۶- په دولتي ادارو کي رشوت او خپلوي هم یوه ستونزه ده،  هغه ځوانان چي لیاقت او وړتیا لري نه سي کولای د خپل مهارت او وړتیا مطابق بست ته لاره ومومي، چي پر ځای یې  داسي افراد يادي دندي ته لاره پیدا کوي، چي نه دا چي د ادارې ستونزي حل کړای سي، بلکي نوري ستونزي رامنځ ته کوي.

۶-  یو بله لویه ستونزه چي باید ترې یادونه وسي، هغه دا چي د دولت له لوري د کارموندني لپاره د یوه منظمي تکلاري نه شتون هم د ځوانانو په وړاندي د کار په پیدا کولو کي یوه جدي ستونزه ده او داسي نوري کوچنۍ او لويي ستونزي سته چي ځوانانو ته د کار پيدا کولو په برخه کي خنډ ګرځېدلي دي.

نصرت الله ترنک – محصل

tanak

البته چي ستاسو د سوال جواب یو کاملاً ستر او څو وجهي بحث غواړي، خو ما تر یوې پولي خپل نظر ورباندي ځغلولی. دلته څو خبري دي: حکومت خو وايي، چي دا دی لګيا يو، کار کوو، نور هم کو، ظرفيت نه سته، ايجادوو يې، دا ده او هغه ده. خلک بيا وايي، چي حکومت مو په کيسه کي نه دی، ځکه کار نه راکوي، غوږ نه راباندي نيسي. هغه ده او دغه ده. درېيمګړي نظروال وايي، په نوره دنيا کي خلک له حکومت کارونه نه غواړي، معمولاً شخصي مصروفيتونه لري او نورو ته يې هم ايجادوي. نن ورځ زموږ دولت دومره مستحکم نه ‌دی چي ټول ملت ته کار پیدا کړي. نو د خلکو غوښتني تر یوې مهرې تر سوال لاندي راځي. خو که یې په لاملونو وږغېږو، څو مواردو ته پکي اشاره کولای سو چي د دې ټولو ادرسونو مور روانه ناامني او کورنۍ غمېزه ده. ۱- یو له اساسي علتونو یې زه د کاري او اداري ساحو محدودیت بولم. دلته ټول فوکس په مرکز، د ولایاتو او تر یوې اندازې د محدودو ولسوالیو په مرکزونو دی. ویلای سو چي دلته اطراف مطلق فلج دي. دا محدود محیط او په هغه کي شته امکانات نه سي کولای، تر څو ټول په ارزښتونو برابر ځوانان ځای کړي. ۲- د بهرنیو او حتا خپلو سرمایه‌ګزارانو تېښته، چي یو یې بل لږ مهم تر سترګو کېدونکی علت کېدای سي. دولت نه‌ سي کولای په روان امنیتي وضعیت کي د بهرنیو شرکتونو ذهنیت د افغانستان په اړه جوړ او دلته وپانګوني ته اړ کړي، تر څو زموږ مسلکي کدرونه پکي ځای سي. ۳- د طبعي منابعو په ناامنیو کي انحصار او ‌‌‌‌‌‌ډېر لګښت. دا چي دا یو بل د ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر وګړیو د بوختېدو مدرک دی، ولي د زیاتي اولیه یا فعالونکي سرمایې نه‌شتون چي د لومړي ځل د هغه په کار راوستلو ته اړېنه ده. د دې تر څنګ د هغو په بد او ناامنه اطراف کي موقعیت.

خالد سنګر – ليکوال او مدني فعال

sangar

 د ځوانانو بې کاري په افغانستان کي د افغان حکومت لپاره یوه ستره ننګونه ده او ګڼ شمېر ځوانان د شدیدي بې کارۍ له امله ځورېږي، تر دې چي اکثره یې په رواني ناروغیو اخته سوي دي. افغانستان ته د بې درېغه نړیوالو مرستو له راتلو سره، سره نه یوازي دا چي د دې ټولنیزي ستونزي د له منځه وړلو لپاره اقدامات ونه سول، بلکي دا ستونزه ورځ تر بلي لویه سوه او د ځوانانو د بې کارۍ فیصدي اوج ته ورسېده. د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال چي نړیوالي مرستي پرېمانه او فرصتونه زیات وه، د دې ستونزي د حل امکان او هیلي ډېري وې، خو پراخ فساد او د قدرت د ساتلو لپاره له نااهله اشخاصو سره تعاملات د دې لامل سول چې دغه بنسټیزه مسئله له یاده ووځي او د بې کارۍ بلا ځوان قشر نور هم وځپي. په ۲۰۱۳ کال کي د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پر مهال د ځواني طبقې هیلي یو څه وغوړېدې او د زیاتو دندو د ایجاد او بې کارۍ د له منځه وړلو په هیله یې نړیوال اقتصادي مدیر ته رایي ورکړې. ولسمشر غني چي اکثره پلویان او ملاتړي یې ځوانان وو او د همدوی په زور تر ارګه ورسېد، دوی ته یې د کمپاین پر مهال وعدې ورکړې چي د ځوانانو لپاره به یو جلا وزارت رامنځ ته کوي او ټولي ستونزي به یې حللوي، خو د حل پر ځای بې کارۍ او د ځوانانو ستونزو زور واخیست او سلګونه، بلکي زرګونه ځوانان اروپا او نورو بهرنیو هيوادونو ته پر قاچاقي لارو د تګ پر مهال یا بحر غرق کړل او یا هم په اروپا کي د مهاجرینو په کمپونو کي له ګړاوه ډک ژوند تېروي. په تېر حکومت کي اداري فساد ځوانانو ته د کار د زمینې برابرولو پر وړاندي خنډ جوړ کړی و، په اوسني حکومت کي د فساد د کچي د ټیټېدا خبره کېږي، خو بیا هم ډېری د زده کړي لرونکي ځوانان بې کاره ګر ځي. اداري فساد، د حکومت خپلمنځي اختلافات چي له لومړۍ ورځي پیل سوي، خپلوان پالنه یا نیپوټېزم، د تولیدي فابریکو نه شتون، د هيواد پر امنیتي وضعیت د پانګوالو بې باوري، شدیده ناامني، د حکومت نه جدیت او اراده او نوري لسګونه ستونزي دي چي حکومت یې ځوانانو ته د کاري زمینې په رامنځ ته کولو کي ناکام ثابت کړی. په ټوله کي دواړه حکومتونه د دې ستونزي په حل کي پاتي راغلي، خو وایي، کب چي هر وخت له اوبو راوباسې تازه وي، اوس هم ناوخته نه دی حکومت ډېر فرصتونه په لاس کي لري، که بې کاري له منځه نه سي وړای، کولای سي لږ تر لږه په فیصدۍ کي یې کموالی راولي.

غازي عابد – د ځوان ټولنيز بنسټ مشر

ahbid

 دولت او روانو ناامنيو داسي حالت ته راوستو، چي ډېري چاري ګډي وډي سي او پر دې بريالی نه سي چي ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي. يو بل لامل چي ځوانان له بې غورۍ کړوي، له افغانستان څخه د بهرنيو موسسو وتل دي، دغو موسسو مخکي د کار موندني په برخه کي ونډه لرله، خو اوس د دوی نه موجوديت او د بهرنيو مرستو کمېدو د کارونو د کمېدو ستونزه پيدا کړې ده. حکومت د ځوانانو او کار لپاره سمه پالېسي هم نه لري، د دې تر څنګ د اقتصاد او صنعت په برخه کي کمه پانګونه هم د بې کارۍ يو ستر لامل دی. دولت ته په کار ده، چي دې ټولو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .