دوه خبرو یو مزدور پاچاه کړ!

۲۸ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۸ ق.ظ -

یو هوښيار سړی د لارې څنګ ته ناست وو، پر لاره روان سړي دغه ناست سړي ته وویل: څنګه ناست یې؟

ناست سړي ورته وویل: زه خبرې خرڅوم.

سړي وویل څنګه خبرې؟

قیمت یې څو دی؟

ناست سړي ورته وویل: یو دانه خبر په ۱۰۰۰ روپۍ.

سړي وویل: یو دانه راته ووایه، چې څنګه ده؟

سړي ورته وویل: امانت کې خیانت مه کوه!

سړی څو ګامه مخکې لاړ بیا یې زړه کې خبره تېره شوه، چې راځه دا بله خبر هم واخله.

سړي ورته وویل: کله چې آذان واورې؛ نو سمدستي جماعت ته ځه او لمونځ کوه.

سړي دا خبرې په ذهن کې وساتلې او روان شو. دا سړی یو وخت یوه پاچاه ځان سره مزدور ونیوه، پاچا له کوره بل ځای ته په سفر ولاړ، او خپله میرمن لور نور ټول کور یې د امانت په شکل ورته پرېښودل.

د شپې ناوخته له دغه مزدور سړي څخه د پاچاه ښځې د زنا کولو غوښتنه وکړه؛ خو مزدور سړي ورسره ونه منله؛ ځکه هغه خبره چې په زر ۱۰۰۰ روپیو یې اخیستې وه فکر ته راغله او دغه کار یې ورسره ونکړ.

کله چې پاچا له سفره بېرته کور ته راغی اوازه وه چې، د پاچا ښځې سره مزدور سړي زنا کړې ده، پاچاه ډېر غوصه وه او د مرګ لپاره یې ورته لاره لټوله.

پاچا دا فیصله وکړه چې، قصاب ته ورغی ورته یې وویل چې، سبا مې د غوښې لپاره څوک درته راولیږه؛ نو مخکې له خبرو څخه یې سر پرې کړه او ماته یې راوړه.

پاچاه مزدور سړی سبا قصاب ته ولیږه چې، په لاره کې یې د اذان غږ واوریده؛ نو سمدستي جماعت ته د لمانځه ادا کولو لپاره ولاړ.

په دې وخت کې ځنډ شو پاچاه خپل زوی ته وویل چې، ته ورشه چې قصاب د سړي سر ولې راونه لیږه، وځنډیده څه خبره ده؟

د پاچاه زوی چې قصاب ته ولاړ؛ نو لومړی یې سر ترې ووهه.

مزدور چې قصاب ته ورغی ورته یې وویل چې، د پاچاه څه تاسره دي هغه راکړه، قصاب بوجۍ ورکړه او پاچاه ته یې وروړه.

پاچاه چې بوجۍ خلاصه کړه د زوی سر یې پکې ولیده زیات خفه او حیران شو.

پاچاه مزدور ته وویل:

-پوه شوم ته پاک یې، باور لرم چې تا هیڅ ګناه نده کړې، دا زما پاچاهي له نن وروسته ستا شوه.

لیکنه : (ډاکتر حنیف اسلامی و طبی معلومات

2

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .