دپیکا تر اوسه کترینه خپله دښمنه ګڼي

۱۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۵۹ ق.ظ -

1

ښکاري چې د دپیکا له زړه اوس هم رنبیر کپور نه دی وتلی او لا یې هم په خوب ويني.

په تېر کې د ډمپل ګرل او رنبیر کپور د عاشقي کیسې شاید تاسې ته هم مالومې وې، که نه وي مالومې درته “یه جواني هې دیواني فلم” یې وګورئ، د زړه له خبرو به یې خبر شئ، خو کله چې کترینه کیف راغله او له رنبیر کپور سره یې د یارانې تار واچاوه، پر دپیکا خاورې واوښتې او له هماغې ورځې د دپیکا او کترینې سره ونښته.

هندۍ رسنۍ لیکي، د دپیکا له وروستیو څرګندونو ښکاري چې کترینې ته یې د زړه خیرې نه دي پاکې شوې.

له هغې د “ووګ بي‌‌ایف‌ایف” د پروګرام پر مهال وپوښتل شول چې ایا په خپل واده کې به کترینه وغواړي، نو سم د لاسه یې په برګو راوتلیو سترګو وویل، نه؛ هيڅکله نه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کترینه کیف او دپیکا پاډوکان ترمنځ په وار وار په يو بل پسې توندې او بدې خبرې شوې دي.

سرخط ورځپاڼه

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .