دیوبند دارالعلوم فتوا: فیسبوک کې د تصويرونو نشرول غېر اسلامي کار دی

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۵۹ ب.ظ -

5

هند کې د حنفي مذهب سترې مدرسې دارالعلوم دیوبند په یوه فتوا کې ويلي چې په ټولنیزو شبکو (فیسبوک، وټس اپ) کې د تصويرونو نشرول غېر اسلامي کار دی.

څو ورځې وړاندې یوه شخص د مدرسې له دالارفتا څخه پوښتنه کړې وه چې ایا پر فیسبوک او وټس اپ باندې خپل او د خپلې مېرمنې تصوير خپرول يې اسلامي دي کار دی که غېر اسلامي.

مدرسې يې په ځواب کې ويلي چي اسلام دغه کار ته اجازه نه ورکوي.

د ایکونومیک ټایمز او نورو هندي رسنيو د راپور له مخې مدرسې په خپلې فتوا کې له مسلمانو نارينه وو او ښځو غوښتي چې په ټولنيزو شبکو کې خپل او د خپلې کورنۍ تصويرونه نشر نه کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .