د۱۹ کلنو نړیږال جام کې هند پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

۱۰ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۵۶ ق.ظ -

9

د نولس کلنو نړیوال جام کرکټ سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې دوه سرسختې هندوستان او پاکستان لوبډلې سره مخ شوې، چې هند لوبډلې پکې پاکستان لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې هند لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې د پیل لپاره په خپله لوبډلمشر پریټوي شاو او منجوټ کالرا میدان ته راښکته شول.

د ۸۹ منډو ملګرتیا وروسته پریټوي د ۴۱ منډو په جوړولو سره رن اوټ شو.

ورپسې منجوټ هم خپله ویکټ په ۴۷ منډو د لاسه ورکړه.

له دوی وروسته شبمن ګېل د هندوستان لپاره تر ټولو پیاوړې توپ وهنه وکړه د نوموړي په شتون کې د هند ۷ لوبغاړي وسوځیدل او دا یې تر اخره د ۱۰۲ منډو په جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

په دې لوبه کې هند پاکستان د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۷۳ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان لپاره توپ اچونه کې محمد موسا ۴، ارشد اقبال ۳ او شاهین شاه افریدي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان ټوله لوبډله د ایشان پریل د ښې توپ اچونې له امله په ۶۹ منډو وسوځیده او لوبه هند لوبډلې د ۲۰۳ منډو په توپیر وګټله.

د پاکستان لپاره توپ وهنه کې رویال نظیر ۱۸ او ساد خان ۱۵ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.

د هند لپاره ایشان ۴، شیوا سینګ او پراګ دوه دوه، انوکول روی او ابهیشیک شرما یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

هندوستان لوبډله به د نولس کلنو نړیوال جام پای لوبه د فیبروري په ۳مه نیټه د استرالیا لوبډلې سره ترسره کړي، خو پاکستان لوبډله به د افغانستان له لوبډلې سره د دریم مقام ګټلو په موخه د فیبروري په لومړۍ نیټه د افغانستان پر وخت د شپې په دوه بجو د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د یادولو وړده، چې په روان نړیوال جام کې هندوستان، استرالیا ته په خپل ګروپ کې ماتې ورکړې وه او افغان لوبډلې بیا پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .