د اردوغان ملاقات الماني فوټبالرانو ته په سرخوږي بدل شو

۲۵ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۶ ب.ظ -

د المان د فوټبال لوبډلې دوه مشهور لوبغاړي مسعود اوزیل او ایلکای گوندوغان ترکیې ته د سفر پرمهال د هغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي .

دوی په دغه لیدنه کې اردوغان ته د خپلې لوبډلې نښې هم ډالۍ کړي، چې اوس ورته پخپل هېواد کې په سرخوږي بدله شوې ده .

د دوی پلویانو او د لوبډلې مسولینو ویلي، اردوغان له هغو انساني ارزښتونو سره پوره نه دی جوړ، چې المانیان او د دغو لوبغاړو اکثره مینه وال باور ورباندې لري .

له دې کبله د دغو لوبغاړو خلاف توند تبلیغاتي کمپاینونه پيل شوي او له لوبډلې څخه یې پر وتو ټینګار کیږي .

or

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .