د اروایي فشار د را کمېدو لپاره ۱۰ آسانه لارې

۶ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۵۴ ب.ظ -

ژباړه: عطا محمد میاخېل

اراویي فشار ( سټرس ) یوه له هغو ستونزو څخه ده، چې ډېری کسان ورسره لاس و ګرېوان دي. اروایي فشار بدن ته ډېر زیات زیان رسوي او ښایي له ځان سره ډېرې زیاتې ناروغۍ را منځته کړي، د اروایي فشار د را کمېدو له پاره او دا چې وتوانېږئ، له اندېښنې او خواشینۍ پرته ژوند تجربه کړئ، د دې لیکنې په دوام مو د تاسو له پاره څو تګلارې بیان کړې دي. په ژوند کې د اروایي فشار د مدیریت او کنټرول له پاره، له موږ سره ملتیا وکړئ.

۱ ـــ موسیقي ته غوږ ونیسئ:

که چېرې په یوه اروایي فشار زېږونکي ځای کې یاست، نو هڅه وکړئ، چې یوې نرمې او ملایمې موسیقۍ ته غوږ ونیسي، د نرمې موسیقي اورېدل، کولای شئ، پر مغز او بدن مو مثبتې اغېزې ولرې، دغه راز کولای شي، چې د وینې فشار او کورتیزول ( په اروایي فشار پورې اړوند هورمون ) را کم کړي. له یوه آرام موزیک څخه موخه یوه کلاسیکه موسیقي ده، خو که چېرې واقعاً دا ستاسو سلیقه نه وي او نه غواړئ، چې موسیقي واورئ، نو کولای شئ طبیعت ته غوږ نیول وټاکئ، د طبیعت او سیند تازه غږ، په تاسو کې ورته آرام بښونکی احساس را منځته کوي.

۲ ـــ له خپل یوه دوست سره اړیکه ټینګه کړئ:

Stress

کله چې د اروایي فشار احساس کوئ، نو هڅه وکړئ، چې خپل یوه نږدې دوست سره اړیکه ټینګه کړئ، هغه را وبلئ او د خپلو ستونزو په اړه ورسره وغږېږئ. د یوه روغ ژوند له پاره له خپلو دوستانو اړیکه، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې تر سخت اروایي فشار لاندې یاست، ډېره مهمه او اغېزمنه ده. کوم غږ چې کولای شي تاسو ته د زړه ځواک در وبښي، حتا د یوې دقیقې له پاره هم کولای شي، د سترګو په رپ سره هرڅه ته بدلون ورکړي.

۳ ـــ پخپله د ځان آرام بښونکي واوسئ:

ښایي کله وخت له کوم چا سره د زړه خواله وکړئ، خو پام وکړئ، د دې له پاره چې آرام شئ، سمه ټاکنه نه ده، په داسې شرایطو کې خپله د ځان غم وخورئ، په دې اړه مه خواشیني کېږئ، چې له ځان سره ستاسو د خبرو کولو په اړه نور څه فکر کوي. ځانته ووایئ: د څه له پاره اروایي فشار لرې؟ هر کار چې کولای شئ، ترسره یې کړئ، په ځانګړې توګه د دې له پاره چې ښه احساس ولرئ.

۴ ـــ د اروایي فشار د را کمېدو له پاره مناسبه تغذیه:

د اروایي فشار د کچې او مناسبې تغذیې ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري. کله چې موږ په خپل ورځني ژوند کې ډوبېږو، تر ډېره دا هېروو، چې ښه او قوي خواړه وخورو او تر ډېره له خوږو او غوړو خوړنیزو توکو څخه ګټه اخلو. هڅه وکړئ، چې د خوږو خوړنیزو توکو له خوړو څخه لرې والی اختیار کړئ او د ځان له پاره یو خوړنیز پروګرام په پام کې ونیسئ، په دې لړ کې مېوې او سبزیانې ډېره ښه او غوره ټاکنه ده او دغه راز د کب ساندویچ کولای شي، یو فوق العاده ټاکنه وي.

۵ ـــ ترڅو چې کولای شئ، وخاندئ:

له اروایي فشار سره د مقابلې له پاره، یوه بله لار خندېدل دي. خندېدل د اندروفین هورمون ( د خوشالۍ د احساس هورمون) د ترشح او د کورتیزول او ادرینالین هورمونونو د را کمېدو سبب ګرځي. خندا د ستاسو عصبي سیستم تازه کوي.

کولای شئ د کمیډي تیاتر لیدلو ته لاړ شئ او یا له طنزي او خوشالوونکو فلمونو څخه خوند واخلئ. په دې کار سره کولای شئ، په منفي احساساتو باندې غلبه وکړئ.

۶ ـــ چای وڅښئ:

ډېره اندازه کافئین، په لنډه موده کې، د وینې فشار د لوړېدو سبب ګرځي. د قهوې او نورو انرژي زېږونکو څښاکونو پرځای شین چا وازمایئ، ځکه د قهوې په پرتله یې د کافئینو کچه کمه ده او د انتي اکسیدان او تئین لرونکی دی، چې د ستاسو په عصبي سیستم باندې ډېره ښه اغېزه کوي.

۷ ـــ هوښیار واوسئ:

ډېری لارښوونې، چې د ستاسو له پاره مو پورته بیان کړې، کولای شي، په لنډه موده کې له تاسو سره مرسته وکړي، خو په ژوند کې ډېر زیات بدلونونه شتون لري، چې کولای شي په تاسو باندې اوږد اغېز ولري.

د هوښیار ذهن مفهوم، د اروایي روغتیا د فکري او جسمي تګلارو یوه ستره برخه تشکیلوي او په عصري ارواپوهنه کې یې ډېر زیات هرکلی شوی دی. یوګا او مدیتیشن په ذهني او جسمي تمرینونو کې شامل دي، چې کولای شي، اروایي فشار را کم کړي. هڅه وکړئ، چې له دې صنفونو څخه کافي ګټه واخلئ.

۸ ـــ ورزش، حتا د یوې دقیقې له پاره:

ورزش د دې له پاره نه دی، چې په مسابقو کې د ګډون له پاره خپل بدني ځواک پورته بوځئ، د دفتر شاوخوا ته یو لنډ پلی تګ او په کار ځای کې د استراحت پرمهال د بدن د کششي حرکتونو ترسره کول، کولای شي له اروایي فشار څخه د ډکو شرایطو له پاره، له تاسو سره بېړنۍ مرسته وکړي، ترڅو په اروایي فشار باندې غالب شئ.

د ورزشي تمرینونو په ترسره کولو سره، د وینې جریان ښه کېږي او په پایله کې د اندروفین هورمون ترشح کېږي او پرته له ځنډه ستاسو په خلق او خوی کې ښه والی رامنځته کېږي.

۹ ـــ ښه خوب ولرئ:

ټول په دې باندې ډېر ښه پوهېږي، چې اروایي فشار خوب له منځه وړي، له بده مرغه، د خوب کموالی د اروایي فشار د رامنځته کېدو یو بل دلیل دی. دا څرخ د دې سبب ګرځي، چې مغز او کړنې یې کمزورې شي او د وخت په تېرېدو سره وضعیت لا پسې بدترېږي. د روغتیا پالانو د سپارښتنو پر بنسټ په شپه او ورځ کې ۷ یا ۸ ساعتونه خوب ګټور ثابتېدای شي. د خوب پرمهال ټلویزیون ګُل کړئ او ترڅو چې کولای شئ د خوب د چاپېریال رڼا کمه کړئ او ځانته دا فرصت ورکړئ، ترڅو له ویده کېدلو څخه مخکې لږ آرامتیا پیدا کړئ. دا د اروایي فشار د له منځه تګ له پاره یوه غوره لاره ده.

۱۰ ـــ په آسانۍ سره ساه وباسئ:

سپارښتنه شوې، چې یوه ژوره ساه وباسئ، ښایي دا کار کلیشه یي وي، خو د اروایي فشار پرمهال ډېر ګټور دی. په خپلې څوکۍ باندې د ۳ ـــ ۵ دقیقو له پاره د پلترۍ په بڼه کېنئ او په ډېرې آرامۍ سره ساه وباسئ، په خپلو سږو باندې تمرکز وکړئ او د سینې قفس مو پراخ کړئ، په داسې حال کې چې ساه ایستنه د اروایي فشار لامل پرې کوي، ژوره ساه ایستنه د دې سبب ګرځي، چې وینې ته زیات اکسیجن ورسېږي، بدن متوازن شي او ذهن له هر ډول منفي افکارو څخه پاک شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .