د اروزګان اوسیدونکي: شپنیو عملیاتو کې ملکي وګړي په نښه کیږي

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۵۳ ب.ظ -

د اروزګان ولایت ځایي اوسیدونکي وایي، چې په دغه ولايت کې بهرني ځواکونه د شپنیو عملیاتو پرمهال ملکی وکړي او هغه کسان په نښه کوي چې په دولتي سیمو کې میشت دي.

ځایي اوسیدونکي دغه څرګندوني په داسې حال کې کوي چې تېره شپه هم د ترینکوټ ښار په دوه کیلومترۍ کې د بهرینو ځواکونو لخوا یو ملکي کس پر ډزو وژل شوى دى.

د عصمت الله په نوم د سرشخيلو سیمې اوسیدونکی تیره شپه څه باندې لس بجی هغه مهال په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو لخوا ووژل شو چې د کور پر لور روان و.

بهرنیو ځواکونو تېره شپه د ترینکوټ ښار په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات پيل کړي وو.

ګڼ شمېر ځایې کسان چې د عصمت الله د ښخولو لپاره د کلي هدیرې ته راغلي وو، وويل چې دا لومړی ځل نه دې چې بهرنیان د شپنیو چاپو پر مهال ملیکي وګړي وژني.

د سرشخيلو سیمې اوسیدونکي خوشحال وویل، تردې وړاندې هم بهرنيو ځواکونو د ښار په دوه کيلومترۍ چې امن سيمې هم دي، ملکي وګړي وژلي وو.

هغه نیوکه کوي چې د بهرنیانو خپلسري عملیات له دولت سره د خلکو واټن نور هم ډير وي.

بشیر احمد د سيمې بل اوسېدونکی وايي، څه موده وړاندې هم د دغې سېمې یو تن اوسیدونکی بهرنيو ځواکونو وواژه او تېره شپه يې بیا دا بل کس هم وژلی دی.

هغه له دولته غواړي چې د بهرنیانو ځواکونو د دغه ډول خپلسرو عملیاتو مخه ونيسي.

دوی وایې، که بهرني ځواکونه له ولایتي ادارې سره په نه همغږۍ او دا ډول خپلسري عملیات ترسره کړي، نو دوی يې مخالفت کوي او د دریدو غوښتنه یې کوي.

ځایې چارواکو او بهرنیو ځواکونو تردې مهاله په سيمه کې د ځایې اوسیدونکو د غبرګون په تړاو څه نه دي.

اروزګانيان په داسی حال کې د خپل سر خوندیتوب غوښتنه کوي چې تېره اونۍ هم دغلته بهرنیو ځواکونو د پولیسو یوه امنیتې پوسته بمبار او په کې شپږ پولیس یې ټپیان کړل.

۱۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed