د ارگون د پېښي عاملين بايد مجازات شي!

ليكوال: ليکوال: عزت الله (ذکي) ۷ میزان , ۱۳۹۳ ,ساعت ۲:۴۰ ب.ظ -

د ارگون پېښه يو تصادف نه و اونه هم دا پېښه يوه غير شعوري پېښه وه. ارگون په وينو کي ولمبېد،د ارگون بېگناه ولسي وگړي په شهادت ورسېدل. ارگون نن هغه پرونى ارگون نه دی،د اسلام او دين دښمنانو ارگون له خاورو سره خاوري کړ.په سلگونو بېگناه ملکي کسان ښځي،سپين ږېري او ماشومان پکي په شهادت ورسېدل. د ارگون د ولسوالۍ وير او ماتم لا ختم نه دی او نه به دا وير او ماتم داسي ژر ختم شي،د ارگون خلک نن هم ډوډۍ له اوښکو سره خوري،هغوی نن هم دخپلو شهيدانو د قبرونو سرته ناست دي.د وسله والو طالبانو دې عمل په ټول افغانستان کي د هغوی پر ضد غبرگونونه  او دخلکو غوسه راوپارول، ځکه دا داسي يو عمل طالبانو تر سره کړ، چي بيا وروسته يې خپله هم په ترسره کولو شرمېدل،ځکه په دې بريد کي بېگناه ښځي،ماشومان،سپېن ږېري،دوکانداران او د سيمي بېگناه اوسېدونکي په شهادت ورسېدل. د ارگون لوى مسجد جامع والوزول شول امام او خطيب سره د نورو لمونځ کونکو پکي ووژل شول.

ددې پېښي عاملين نه اسلام پېژني.

ددې پېښي عاملين نه اسلام پېژني.

په همدې مسجد جامع کي بې شمېره مذهبي کتابونه او قران شريفونه وسوځېدل او مسجد هم را پريوت.ددې پېښي عاملين نه اسلام پېژني او نه د بشريت،انسانيت او اسلاميت توقع ترې کېداى شي،دا ځکه چي د بېگناه انسانانو وژل،د مسجد شريف ړنگول،دلمونځ کونکو په شهادت رسول او بالاخره قران کريم شهېدول په اسلام کي هيڅ ځاى نه لري. دې ډول اشخاصو ته اسلام اشد مجازات جزا ټاکلی،هيڅوک په اسلام کي دومره ستر ظلم نه کوي،چي ځان ته اسلام،مسلمان او افغان هم وايي.دا ډول اشخاص دين او اسلام ته هيڅ درنښت نه لري،بلکي د اسلامي اصولو او ارشاداتو سره په ټکر کي روان دي. خداى ج دي ټولو هغو کسانو ته جزا ورکړي چي د اسلام په نامه ورته کړني تر سره کوي او زموږ بېگناه ملکي انسانان په شهادت رسوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .