د اسلامي حزب د بنديانو يوه بله ډله هم خوشې کېږي

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۰۲ ب.ظ -

د اسلامي حزب او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو وروسته د اسلامي حزب مسؤلينو شکايت کړی و چې دوی سره کړې ژمنې نه عملي کېږي.

دوی دا شکايت هم درلود چې دوی سره ژمنه شوې چې بنديان به يې خوشې کېږي خو پر شوې هوکړې عمل نه کېږي.

ټاکل شوې د اسلامي حزب د بنديانو يوه بله ډله هم خوشې شي.

بي بي سي په خپل يو راپور کې ويلي دي، ټاکل شوې نن (پنجشنبه، جنوري ۱۱مه) د افغانستان حزب اسلامي د بندیانو بله ډله هم له څرخي پله بنده خوشې شي. دا بندیان د یاد ګوند او حکومت تر منځ د سولې د هوکړې له مخې خوشي کېږي.

“ددغه ګوند ویاند فضل من الله ممتاز وايي: تقریباً ۹۰ هغه کسان به خوشي شي چې د بند موده یې تېره کړې ده، ژمنه دا وه چې دغه کسان مخکې خوشي شي، خو ځینې خنډونه یې د خوشي کېدو مانع ګرځېدلي وو. “

_94234846_c79f3004-da91-4883-bfa1-3c45356253b6

ښاغلی ممتاز وايي، په لومړۍ جوپه کې ۷۰ بندیان خوشي شوي وو.دی وايي، د حزب اسلامي ټول بندیان ۲۵۵۲ کسان دي او حزب اسلامي له دولته د دغو ټولو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې.

له افغان حکومت سره د حزب اسلامي ګوند د سولې کولو په هوکړه لیک کې د دې ګوند د بندیانو خوشي کول یو مهم شرط و.

حزب اسلامي ګوند د ۱۷۳ بندیانو لسټ د هغوید بند له مودې سره یو ځای خپور کړي چې اوس په بګرام زندان کې د بند شپې او ورځې تېروي کوي.

۴۸ کسانو ته له ۱۶ څخه بیا تر ۲۰ کلونو بند، ۱۷ تنو ته له ۱۲ څخه تر ۱۵ کاله بند، ۴۱ تنو له ۶ څخه تر ۱۰ کاله بند او ۲۳ ته بیا له ۱ له کاله تر ۵ کالو بند سزا اورول شوې ده.

وروسته له هغه چې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا له تور لسته ویوست، افغان حکومت ته د حزب دویم شرط د دې ګوند د بندیانو خوشي کول دي.

د حزب اسلامي ګوند چارواکي وايي، افغان حکومت ته یې د دې ګوند د ۵۰۰ هغو کسانو چې په بګرام زندان بندیان دي لست سپارلی، خو “پیک” څېړنېز بنسټ په نوموړي زندان کې یوازې د ۱۷۳ بندیانو مالوماتو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د حزب اسلامي ګوند یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کول له حکومت سره د سولې کولو یو مهم شرط و:

“د بندیانو شمېر له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې دی، چې موږ د شاوخوا ۵۰۰ کسانو لست ورکړی، بیا له حکومت سره داسې پرېکړه شوې چې یو د حکومت او حزب اسلامي دوه پلاوي به ټاکل کېږي او دا به معلومېږي چې ایا دغه بندیان پر حزب اسلامي پورې اړوند دي او که نه. “

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .