د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان له ټاکنو ملاتړ کوو

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۹ ب.ظ -

ددغه سازمان منشي یوسف العثیمین ویلي دوی په افغانستان کې د روانو ټاکنو له بهیر ملاتړ کوي او دغه ټاکنې د افغانانو قانوني او مشروع حق بولي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې د ټاکنو په بهیر کې پر ګډونکوونکو او نوماندانو بریدونه هېڅ ډول شرعي او قانوني جواز نه لري.

یوسف ټینګار کړی چې نړیوال دې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او په دې توګه دې دلته روانه جګړه چې زیانونه یې یوازې ملکي افغانانو ته اوړي ودروي.

oic-13

 هغه په څو ولایتونو کې پر نوماندانو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي دي. العثیمین د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي او سولې لار خپله کړي.

 هغه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان تېر کنفرانس ته هم اشاره کړې ده او وایي، د نړۍ مشهورو اسلامي علماوو دغه جګړه غیر قانوني او ناروا بللې ده او ښکېلو خواوو ته په کار ده، چې د مذاکراتو او خبرو لپاره تیاری ونیسي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .